رژیدلې پاڼې یې په پښه پورې وهلې. زیړې باران وهلې پاڼې یې پر بوټو ونښتې. د بوټ تلی یې د ونې پر ډډ وموښه. په جیب کې یې د موبایل د مسیج له تړنګ سره پښه راکښته کړه.
په وارخطایي یې د جمپر د اړخ جیب ته لاس کړ، موبایل هلته نه و، بل جیب یې وپلټه هغه هم تش و، موبایل یې د تخرګ له جیبه راوایست. د کمپنۍ اعلان و. په چیچلو غاښونو یې د موبایل پر شیشه ګوته کلکه کړه، اعلان یې لرې کړ. په وټس اپ کې له کابله راغلی سهارنی پيغام یې پرانیست د میرې د مړینې خبر یې بیا له سترګو تیر کړ. میره یې په الزایمر ناروغي اخته وه. په اوړي کې چې وطن ته تللی و، لیدلې یې وه دی یې نه پيژانده خو یوځل یې د ماښام تر لمانځه مخته د ده نوم اخیستی و، پر مصله یې لاس ورته ایښی و:
«راځه چې ډیر وخت وروسته دې وینم»
کلک کلک ګامونه یې واخیستل، په تشه کوڅه کې د پاخه سړک ټک ټوک شو. د جمپر زنځير یې تر پورته کش کړ:
« ولې مې په هغه ماښام کیسې ورسره ونه کړې؟!»
« مرګ یې پرده و، نورو څومره پسې وخندل چې د ماسختن لمونځ یې یو رکعت وکړ»
پورته یې وکتل، یوه غټه پاڼه له ونې راغله ، له سترګو سره یې په هوا کې ونیوله. د پاڼې وچو رګونو ته ځیر شو، د میرې لاسونه ورپه یاد شول چې د سپینو لاسونو شاته یې له ناروغي شنه رګونه ټنډ ټنډ ښکاریدل:
«اوس به داسې د پاڼې غوندې زیړ شوې وي»
« ناوخته دی، خاورو ته به یې سپارلې وي»
« په هغه ماښام چې یې زما نوم واخیست کاشکي مې د دې پر زنګانه سر ایښی وای، ورته ویلي مې وای راباندې ګرانه یې، ډیره ګرانه یې هغه وخت خو پوهیده»
پاڼه یې له لاسه ولویده، شمال له شاوخوا ونو نورې پاڼې ورژولې.
پراګ