Homeخبرونهګوترېش منځني ختیځ کې د جګړې د سمدستي درېدو غوښتنه کړې

ګوترېش منځني ختیځ کې د جګړې د سمدستي درېدو غوښتنه کړې

تاند (شنبه د اسد/زمري ۱۰مه) د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په منځني ختیځ کې د جګړو د پراخېدو او د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې د زیاتېدو له امله د جګړو د سمدستي درېدو غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو هم خبرداری ورکړی چې روان تاوتریخوالی نه یوازې سیمه، بلکې نړیوال ثبات هم له ګواښ سره مخ کوي.

ګوترېش په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې خبریالانو ته وویل، نړۍ د یوې بلې جګړې د زغملو توان نه لري او ټولې ښکېلې خواوې باید جګړه ودروي او د ډیپلوماسۍ لاره خپله کړي.

ملګرو ملتونو د جمعې ورځ(د زمري۹مه) وویل چې په غزه، لبنان او لوېدیځه غاړه کې تاوتریخوالی او د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله لا هم په زیاتېدو ده.

ګوترېش ټینګار کړی چې د جګړو دوام د سیمې ترڅنګ د نړۍ پر امنیت او اقتصادي ثبات هم ناوړه اغېزې کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د معلوماتو له مخې، د روان کال د مارچ له دویمې نېټې راهیسې د لبنان په سوېل کې لږ تر لږه څلور زره او ۳۲۹ کسان وژل شوي او ۱۲ زره او ۲۳۳ نور ټپیان دي.

د راپور له مخې، د وروستي اوربند له اعلان وروسته هم سلګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

بل لورته د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو صندوق (یونیسف) ویلي چې په تېرو پنځو میاشتو کې د سیمې په شپږو هېوادونو کې له څلور زرو ډېر ماشومان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

یونیسف خبرداری ورکړی چې د ایران او امریکا ترمنځ د روانو بریدونو له امله ماشومان لا هم د جګړو تر ټولو ستر قربانیان دي او حتی په خپلو کورونو، ښوونځیو او ټولنو کې هم خوندي نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له هجرته تر بریا | انجنیر زلمی نصرت 

 سید اباسین «حرکت» هغه افغان ځوان دی چې په لس کلنۍ کې له خپلې کورنۍ سره د هجرت تر سیوري لاندې جرمني ته ولاړاو...