تاند (شنبه، د زمري/ اسد 10 مه) میټا د فېسبوک د هغو وړ کاروونکو لپاره د اکاونټ یا حساب د تایید شنې نښې (Verification Badge) د ترلاسه کولو وړیا اسانتیا پیل کړې، او له دې وروسته به د میاشتني یا کلني ګډون بیې (فیس) ورکولو ته اړتیا ونه لري.
د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، میټا په ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ په میاشت کې د Meta Verified په نوم د پیسو په بدل کې خدمت پیل کړی و، چې له لارې یې کاروونکو شین تصدیقي نښان او ځینې نورې ځانګړې اسانتیاوې ترلاسه کولې. خو شرکت اوس د هویت د تایید لپاره یو نوی وړیا سیستم معرفي کړی دی.
د دې پروګرام له مخې، کاروونکي به یوازې خپله یوه سیلفي (Selfie) وړاندې کوي. دغه عکس به د فېسبوک په پروفایل کې له موجودو عکسونو سره د مخ پېژندنې (Facial Recognition) پرمختللې ټکنالوژۍ له لارې پرتله کېږي. د میټا په وینا، د تصدیق بهیر به یوازې په څو دقیقو کې بشپړ شي.
شرکت ویلي چې دا اسانتیا یوازې د ۱۸ کلونو یا تر دې د لوړ عمر لرونکو کاروونکو لپاره ده. له بریالي تایید وروسته به د کاروونکي پر پروفایل د تصدیق نښان ښکاره شي او د فېسبوک په بېلابېلو خدماتو کې به هم څرګند وي.
میټا ټینګار کړی چې دا وړیا تصدیقي نښان یوازې دا ثابتوي چې حساب د یوه حقیقي شخص دی. دا نښان د کاروونکي د شهرت، مقام یا مسلکي اعتبار تصدیق نه کوي، بلکې موخه یې یوازې د هویت تاییدول دي.