هره رسنۍ غواړي، چې ډېر لیدونکي/ اورېدونکي ولري؛ خو څنګه؟
ځينې لارې چارې شته، چې په پام کې نيول يې په ټولنه کې د رسنۍ باور زياتوي او د وګړو زړونو ته لار کوي. يو خو د ژورناليزم د بنسټيزو اصولو رعايتول دي، چې له امله يې د رسنۍ باور ډېرېږي. لکه، رښتيا ويل، د قيق معلومات خپرول، بې پلوي، توازن، ژر خپرول او نور…
خو د يوې رسنۍ د باور لوړوالي او په ټولنه کې د شهرت لاسته راوړلو لپاره له دې ور اخوا نورې لارې – چارې هم شته، چې ممکن ډېرو ته عادي او د بحث وړ ښکاره نه شي؛ خو په حقيقت کې د رسنۍ د باور لوړولو لپاره ډېر بنسټيز رول لري.
نن سبا په لسګونو او زرګونو رسنۍ د ليدونکو، اورېدونکو او لوستونکو په واک دي؛ خو کله مو فکر کړی، چې د دومره رسنيو له منځه مخاطبين ولې ستاسو رسنۍ انتخاب کړي او ملګرتيا مو وکړي!؟
په ټولنيز ژوند کې تاسو ملګري لرئ او په بېلابېلو کچو ورسره اړېکې پالۍ، ځيني ستاسو د باور وړ وي او ډاډه پرې یاست. ايا په فکر کې مو ګرځېدلي، چې دا ډاډ او باور له کومه شو؟ ايا د ملګرتيا اړېکې د يوې ليدنې او تصادف له مخې ژر رغېږي او که وخت نيسي؟
هو!!
يو ځواب به دا وي، چې په ټولنه کې ټولې اړېکې او باورونه ګام په ګام رامنځ ته کېږي، پخېږي او بالاخره په يوې ټينګې اړېکې بدلېږي.
بايد په دې پوه شو، چې رسنۍ هغه وخت رښتيني معنا او بڼه خپلوي، چې مخاطبین ( ليدونکي، اورېدونکي او لوستونکي) ولري؛ خو پوښتنه دا ده، چې مخاطبين څنګه پيداکېږي او بيا له ځان سره ساتل کېږي!؟
هڅه مې کړې، چې د رسنيو لپاره د مخاطبينو د پيداکولو، په ټولنه کې د رسنۍ د باور ترلاسه کولو پر لارو چارو درته معلومات درکړم او په دې هم څو کرښې وليکم، چې ولې د يوې رسنۍ باور ته زيان رسېږي او د رسنيز ډګر د سيالۍ له کتاره وځي.
په دې ليکنه کې مې د خپل رسنيز ډګر تجربې او دغه راز د ځينو مخکښو رسنيو له څارولو په جاج اخيستنې موضوعات سپړلي دي.
رسنیز بارو (Media Trust) جوړول د يوې رسنۍ که هغه راډيو، ټلوېزيون او يا انلاين رسنۍ وي او مخاطبانو ترمنځ د اعتبار او باور رامنځ ته کولو یوه اوږدمهاله پروسه ده.
(Reuters Institute, 2024؛ UNESCO, 2021).
هره رسنۍ ګام په ګام يو – يو څارونکی پيدا کوي، کټ – مټ لکه د يوه دوکان په څېر، چې ورو ـ ورو يې پېريدونکي ډېرېږي او کاروبار يې پرمختګ کوي؛ خو دا پرمختګ او ګټه لاسته راوړل د دوکان په توکو پورې اړه لري،چې دوی په خپلو پېريدونکو څه پلوري او ايا هغه څه، چې دوی يې په شعار کې وړاندې کوي، رښتيا هم همداسې باکيفيته دي؛ خبره د رښتيولۍ ده! په بله معنی هره لويه ودانۍ له يوې – يوې خښتې جوړېږي، که يې خښتي پښې وي، په مسلکي ډول لګول شوې وي؛ نو ښکاره ده، چې ودانۍ به قوي او د دوام وړ وي.
هغه اساسي ټکي، چې په پام کې نیول يې په رسنۍ د خلکو باور جوړوي:
۱- مسلکي کارکوونکي
مسلکي کسان په ټولنه کې د رسنۍ باور لوړوي. کله، چې په رسنۍ کې په کار پوه او وړ کسان کار کوي؛ دوی خپلې دندې او فعاليتونه په معياري او مسلکي ډول پر مخ وړي. له يوې رسنۍ چې څه خپرېږي دا ټول همدا کارکوونکي چمتو او وړاندې کوي. معياري نشرات د نورو رسنيو په منځ کې رسنۍ ته باور وربښي.
(UNESCO, 2021؛ IFJ, 2019).
مسلکي کس هغه چاته ويل کېږي، چې د ژورنالېزم په برخه کې يې لېسانس او يا تر هغې لوړې زدهکړې کړې وي او په همدې ډګر کې عملا په کار بوخت وي. دوی د ژونالېزم په اصولو، ارزښتونو، اخلاقو او ژانرونو باندې پوه وي. مسلکي کسان د ټولنې او ژورنالېزم دواړه تقدسات په پام کې نيسي او په دې پوهېږي، چې څه بايد نشر شي او څنګه نشر شي!؟
په رسنيو کې د مسلکي کسانو د ګمارنې ګټې:
- دقیق، متوازن او باوري خبرونه چمتو او خپرېږي.
- نشرات به د ژونالېزم د اخلاقي اصولو او مسلکي اصولو په چوکاټ برابر وي.
- د ناسمو معلوماتو او راپورونو د خپراوي امکان راکمېږي.
- مسلکي کسان په حساسو حالاتو کې په مسولانه او دقیق ډول راپور ورکوي.
- مسلکي کارکوونکي نوې لارې، تخنیکونه او نوښتګرې نظریې لري.
- له باوري سرچینو معلومات راټولوي.
- تجربه لرونکي همکاران دقیق او مسلکي خبرونه، راپورونه او مرکې برابروي.
- منظم او روښانه معلومات وړاندې کوي، لوستونکي او لیدونکي به یې په اسانۍ درک کړي.
- د اوازو او ناسمو معلوماتو خپرولو مخه نيول کېږي.
نو ويلای شو، چې مسلکي کسان مسلکي کار کوي او مسلکي ژونالېزم د ټولنې د وګړو د باور وړ ګرځي، چې ورسره د رسنۍ باور زياتېږي.
۲- د اوږدمهال لپاره د کارکوونکو ساتل
په ټولنه کې په يوې رسنۍ د خلکو د باور د زياتوالي يو لامل په رسنيو کې د اوږدمهال لپاره د همکارانو ساتل دي. که چېرته په يوه رسنۍ کې يوه ورځ يو کس وي په بله ورځ بل وي يا په يوه مياشت کې يو کاري ټيم وي په بله مياشت بل؛ نو دا چاره د رسنۍ باور خرابوي.
خلک د رسنۍ ادارې ته په لويه او درنه سترګه ګوري او کله، چې له رسنيز ادرس څخه حجره جوړه وي او ژر ژر په کې نوي غږونه يا څهرې معرفي کېږي؛ نو په لیدونکو او اوريدونکو منفي اغيزه کوي.
د رسنيو څارونکي د راډيو يا ټلوېزيون له نوم سره نه؛ بلکې لومړی د رسنيو له همکارانو سره بلدېږي او د هغوی له برکته رسنۍ څاري. خلک وروـ ورو د رسنيو او خپرونو د نطاقانو او وړاندې کوونکو له څهرو او غږونو سره بلدېږي او د ملګرتيا احساس ورسره پیدا کوي، چې دا چاره په ټولنه کې په رسنۍ د باور زياتوالي يو لامل ګڼل کېږي.
بله خبره د خپرونو لپاره د دايمعې وړاندې کوونکو ده، رسنۍ بايد د خپرونو وړاندې کوونکي د امکان تر حده بدل نه کړي. د رسنيو مخاطبین او څارونکي د خپرونو له وړاندې کوونکو سره بلدېږي او د هغوی خپرونې ورته خوند ورکوي، کله، چې په يوه رسنۍ کې د خپرونې وړاندې کوونکی يا د خبرونو نطاق بدل کړي؛ نو يوه برخه مينهوال له لاسه ورکوي، کله چې يو همکار د يوې خپرونې د مسول او تل چلوونکي په توګه پاتې شي تجربه يې ډېرېږي او د معلوماتو سرچينې ورسره ډېرېږي.
که يوه رسنۍ له ځان سره همکاران وساتي یعنې ډېر وخت په دنده کې ورسره پاتې شي او ژر ژر نوي کارمندان نه ګماري کومې ګټې لري؟
د اوږدمهال لپاره د کارکوونکو د ساتلو ګټې:
- د سرچینو او ادارو ترمنځ همکاري زیاتېږي، ځکه کارمندان له خپلو سرچينو سره ملګرتيا پیدا کوي او د دوی له برکته په اسانۍ رسنۍ په اسانه او مستقيمه توګه معلومات ترلاسه کوي.
- د کار تجربه زیاتېږي، کارکوونکي د وخت په تېرېدو لا ډېر مهارت او تجربه ترلاسه کوي، د رسنۍ له پاليسۍ سره عادي کېږي او کارونو کې يې نيمګړتيا کمېږي.
- د رسنيو د کارکوونکو ترمنځ همغږي رامنځته او پياوړې کېږي، چې له امله يې د رسنۍ په فعالیتونو کې خنډ او ځنډ نه رامنځ ته کېږي
- کارکوونکي د خپلو دندو د خوندیتوب احساس کوي او رسنۍ ورته خپله ښکاري او په پوره ژمنتیا د رسنۍ د پرمختګ لپاره کار کوي.
- د کارکوونکو د پرلهپسې بدلون له امله رامنځته کېدونکي ځنډونه، ادري لګښتونه او د اداري کارونو د ورزده کولو له امله رامنځ ته کېدونکي فشارونه له منځه ځي.
- د همکارانو د شهرت او پېژندنې له امله د رسنۍ د خپرونو څارونکې زياتېږي.
- پر وړاندې کېدونکو معلوماتو د مخاطبانو باور پياوړی کېږي؛ ځکه خلک پوهېږي چې د رسنۍ کارکوونکي د حقیقت او دقت اصول مراعاتوي.
۳- خپله رسنۍ عادي نه ګڼل
هره رسنۍ خپل مخاطبان او څارونکي لري، چې وخت پر وخت يې ورسره اړيکه پیاوړې کېږي او په رسنۍ باور پيدا کوي. په رسنيزه اداره کې شته کارکوونکي بايد په دې پوه شي، چې د دوی کار د ټولنې په ډېرو خلکو پورې تړلی دی او تر ډېرو خلکو ورسېږي. که چېرته يو خبريال يا د خپرونې توليدوونکی او وړاندې کوونکی ځان او خپله رسني عادي وګڼي او د معلوماتو په راټولو او سمولو کې خواري ونه کړي؛ نو کار به يې له تېروتنو خالي نه وي.
هر رسنيز کار بايد په پټو سترګو ونه شي، بايد ژورنالېست ځان د ټولنې مخبر، ښوونکی، لارښوونکی، او رهبر وبولي او خپل کار د مسولیت پر بنسټ ترسره کړي او هر خبر تر حقيقته ورسوي.
رښتينولي او د رښتينو معلوماتو خپرول هغه لومړنی اړين ټکی دی، چې په رسنۍ د مخاطبانو باور پیدا کوي او ورسره پاتې کېږي. مخاطبان هغه رسنۍ څاري، چې معلومات يې سم وي. په سم او کره معلوماتو خلک باور کوي، همدا باور رسنۍ ته باور وربښي.
يو ټکي ته پام پکار دی، هغه دا چې يو نا سم خبر د رسنۍ ټول باور ختموي.
وړاندې مو وويل، چې يوه ودانۍ څومره په سخته جوړېږي خو نړول يې ډېر ساده وي، يوه ورځ له يوه مشر کس سره ناست وم، هغه په خپلو خبرو کې وويل:«زمونږ ټولنه او خلک ډېر عجيب دي، يوه ـ يوه ښيګڼه او رښتيولي دې په پام کې نيسي او يوه ـ يوه نومره درکوي، چې کله دې سل نومرې پوره کړې؛ نو ملګرتيا دې مني او باور درباندې کوي؛ خو برعکس که په يوه نيمګرتيا درته يوه منفي نومره نه درکوي؛ بلکې ټولې سل نومرې دې په يوه وار کراس کوي او باور يې درباندې ختمېږي.»
که تاسو سل رښتيني خبرونه خپاره کړئ؛ نو لس نوي مخاطبان به پيدا کړۍ خو يوه تېروتنه يا د ناسم خبر او معلوماتو خپرول مو د سلګونو مخاطبانو باور له مينځه وړي او ټولې هڅې مو په اوبو لاهو کوي.
د دې لپاره، چې له رسنۍ مو ناسم معلومات خپاره نه شي؛ نو لاندې ټکو ته پاملرنه په کار ده:
- خبرونه او ټول خپرېدونکي معلومات بايد تر نشر وړاندې کره او تایید شي. تر هغه چې راټول کړي معلومات مو سل په سلو کې تر حقيقته نه وي رسولي مه يې نشروئ. که بیا هم کومه تېروتنه وشي، ژر تر ژره يې اصلاح کړئ.
(UNESCO, 2021؛ BBC Editorial Guidelines).
- د خپرونو لپاره معلومات له باوري سرچينو راټول کړئ او بيا يې له نورو سرچينو سره هم وګورئ،ډاډ تر لاسه کړئ، چې ايا ستاسو اصلي سرچينې خو تېروتنه نه ده کړې؟
۴- کنجوسي نه کول
نن سبا رسنۍ په دې هڅه کې دي، چې ډېر عايد لاسته راوړي او يوازې د ګټې ـ وټې لپاره يې مټې رانغاړلې وي؛ چې له همدې امله يا د ټولنې ګټو ته شا کړې وي او يا پرې جالي شيان خرڅوي (اعلانات کول) چې دا چاره د رسني باور ته تر ټول ډېر زيان رسوي.
د اعلاناتو په برخه کې ډېره پاملرنه وکړئ؛ داسې اعلاناتو ته زړه مه ښه کوئ، چې په شعار او کيفيت کې يې توپير وي. داسې اعلانات، چې په کې ډېره مبالغه شوې وي، د ويلو انداز يې ډېر تمثيلي وي د رسنۍ باور خرابوي. هڅه وکړئ اعلانات د خپلې رسنۍ په همکارانو د خپلې پاليسۍ اړوند ثبت کړئ.
(WAN-IFRA؛ Reuters Institute, 2024).
هغه سپانسر خپرونې، چې له نورو رسنيو يې اخلئ، يو شرکت يا سوداګريزه اداره يې په قرارداد درکوي، هڅه وکړئ، چې يوازې يې د عايد لپاره مه اخلئ؛ بلکې د ټولنې وګړو رضايت او خپرنيزه رښتيني محتوا يې په کې په پام کې ونيسئ! ځيني محلي رسنۍ، چې تر ډېره له اقتصادي بحران سره مخ دي، مجبوره وي، چې دا ډول خپرونې خپرې کړي، خو خبره د باور ده او دا چاره يې باور خرابوي.
۵- د ټولنيز مسووليت منل
رسنۍ او خبريالان د ټولنې د خبرولو او پوهولو پياوړي ادرسونه دي. دوي بايد دا مسوليت ومني او ژمن پاتې شي، ترڅو ټولنې کې سم پوهاوی رامنځ ته کړي.
رسنۍ هغه وخت د ټولنې د وګړو لپاره د باور وړ ګرځي، چې د هغوی اړتياوې پوره کړي.
د رسنيو کارکوونکي بايد وخت او حالاتو ته په کتو خپرونې چمتو او وړاندې کړي. که په يوه جغرافيه کې اوړی وي او د رسنۍ په خپرونه کې له سړې هوا د ماشومانو په ساتلو يا په داسې ناروغيو بحث روان وي، چې د ژمي په موسم کې ډېرې پېښېږي نو خلک هغه رسنۍ نه اوري او دا چاره د رسنۍ په نامسلکيتوب دلالت کوي.
د مسووليت منلو اصل لڼد ټکي:
- رسنۍ بايد له وخت او حالاتو (ټولنه د روان وضعيت) سره سمې خپرونې چمتو او خپرې کړي.
- د خپرونو لپاره بايد وړ او متخصص ميلمانه پيدا کړي.
- د اوازو پر مهال بايد اړوند مسولين وبلل شي او ځواب ويلو ته يې حاضر کړي.
- د روغتيا خپرونو په برخه کې بايد متخصص کسان پيدا کړي، ترڅو وګړو ته ناسمې روغتيايي مشورې ورنه کړي.
- د ټولنيزو ستونزو پر مهال بايد د ډاډ او حل لارو پیداکولو پر موضوعاتو خپرونې چمتو کړي.
۶- بې ځايه ژمنې نه کول
ځيني رسنۍ له خپلو مخاطبانو سره ژمنې کوي او په تمه کوي يې؛ خو بيا پرې وفا نه کوي، دا چاره د رسنۍ ټولنيز باور له مينځه وړي.
د ځينو رسنيو له ادرسونو به مو اوريدلي وي، چې شعارونه ورکوي زمونږ نشرات ډېر ژر په نوي بڼه يا نوې او په زړه پورې خپرونې؛ خو په عمل کې داسې هيڅ نه وي، دا له خپلو مينه والو سره د ژمنو ماتول دي.
رسنۍ بايد رښتيني شعارونه ورکړي. د ادارې امکانات بايد وسنجوي، له خپل ټيم او مشرانو سره مشورې وکړي او له هغې وروسته دې بيا ژمنې وکړي. مونږ چې ماشومان و، ځينو راډيوګانو نه به مو واورېدل د افغانستان لوبې درته خپروو، مونږ به ورته په تمه و، چې کله به د لوبې وخت شو د راډيو نشرات به يې يا بند و، يا به يې نورې تکراري خپرونې ور اچولې وې.
په ژمنو د وفا په برخه کې یو بل ټکی د خپرونو تازه ساتل دي. که له يوې رسنۍ خپرونې نشرېږي د بيلګې په توکه ښوونيزې خپرونې، روغتيايي او معلوماتي خپرونې يا ناولونه او داسې نورې بايد تازه تازه نشر شي د خپرونو ميس کول یا د نوې خپرونې پر ځای
د تکراري خپرونې خپرول ځانګړي مينهوال او څارونکي ستړي کوي او پکار ده، ځکه دوی له خپرونو سره لېوالتيا پيدا کوي او ورته انتظار وباسي؛ خو يو يا دوه ځل ناغيړۍ له امله د خپرونې مينه وال خفه کوي او له خپرونو څارولو لاس اخلي، چې ورسره د رسنۍ ادره نامنظمه ښکاري او باور يې زيانمنېږي.
اوس به په دې وغږېږو چې کله يوه رسنۍ په ټولنه کې باور ترلاسه کړي، نو کومې ګټې ترلاسه کوي:
۱ – مادي ګټې:
کله، چې يوه رسنۍ په ټولنه کې باور تر لاسه کړي او مشهوره شي، خلک پرې باور وکړي، نو دغه رسنۍ د نورو رسنيو په پرتله ډېره اقتصادي ګټه ترلاسه کوي. د تمويل کچه يې لوړېږي، ډېری شرکتونه او ادارې هغه رسنيو ته سپانسر خپرونې او اعلانات ورکوي، چې په ټولنه کې ښه نوم او ډېر مخاطبان ولري.
د مشهورو او باور وړ رسنيو د اعلاناتو او سپانسر خپرونو د نرخونه هم لوړ وي او بل اړخ په همدې لوړه بیه ورته شرکتونه سوداګريز اعلانات ورکوي؛ ځکه د هغوی موخه خپلو توکو په اړه د خلکو خبرول دي او د ټولنيز باور وړ رسنۍ ډېر مخاطبان لري.
۲- معنوي ګټې:
هغه رسنۍ چې ټولنيز باور يې جوړ کړی او ساتلی وي، په معنوي لحاظ يې نوم او کارکوونکي هم د درناوي او باور وړ وي. چارواکي، سياسي څېرې، مطرح شنونکي، مشهور اشخاص او لوبغاړي له هغو رسنيو سره مرکو ته زړه ښه کوي، چې د نورو رسنيو پرتله ښه نوم او باور ولري.
غونډو، ناستو، کنفرانسونو او نورو پروګرامونو ته د باور وړ رسنيو کارکوونکي او خبريالان ډېر بلل کېږي، چې له همدې امله معلومات په اسانۍ لاسته راوړي او له برکته يې د رسنۍ شهرت ته لا نوره لاره هوارېږي.
هغه رسنۍ چې په ټولنه کې باور لري، وګړي پرې باور کوي د خپلو سيمو په اړه ورسره معلومات شريکوي، د پېښو په اړه ورته کليپونه او معلومات ورلېږي، دولتي چارواکي او د ادارو وياندويان ورته د نشر وړ جزیيات ورکوي، چې له امله يې لومړني معلومات لاسته ورځي او له دې وړاندې، چې نورې رسنۍ يې په اړه خبرونه خپاره کړي دغه وياړ د همدې رسنۍ په نوم کېږي او وګړي فکر کوي، چې دا رسنۍ پياوړې او همکاران يې زيارکښ دي له همدې امله د رسنۍ باور نور هم لوړېږي.
په پای کې دې نتيجې ته رسېږو، چې هغه رسنۍ په معنوي او مادي اړخ کې پياوړې دي، چې په ټولنه کې باور لاسته راوړي او شته باور يې لا نور پرمختګ ته لاره هواروي، رسنۍ بايد په خپلو نشراتو کې يوازې خپلې مادي ګټې ونه لټوي؛ بلکې د ټولنې ارزښتونو او خونديتوب ته پاملرنه وکړي.
هغه رسنۍ د پرمختګ تر درشله رسېدلې دي، چې د ژورنالېزم اصولو په پام کې نيولو سره يې د ټولنې خير غوښتی، يوازې د جيب په کيسه کې نه دي دغه ډول رسنۍ هم د ټولنې له هرکلي سره مخ شوې دي او هم يې د مادي ګټو دروازې پرانيستې دي.
هغه، چې وايي:«نيت صفا، منزل اسان.»