تاند (شنبه، د زمري ۱۰ مه) – د جرمني د طبي ټکنالوژۍ شرکت «هامبورګر مېډېکل» یوه نوی ځیرک کمود جوړ کړی چې د زړه د ضربان د یوې عامې خو خطرناکې ناروغۍ، ایټریال فبریلېشن (Atrial Fibrillation)، د پېژندلو وړتیا لري.
د یوې نوې طبي څېړنې له مخې، د دې وسیلې دقت د هغو دودیزو ECG (د زړه برقي معاینې) ازموینو ته ډېر نژدې دی چې په روغتونونو او کلینیکونو کې ترسره کېږي.
ایټریال فبریلېشن د زړه د ضربان هغه اختلال دی چې په کې د زړه درزا بېنظمه، ډېره چټکه یا ډېره ورو کېږي. متخصصان وايي، که دا ناروغي پر وخت تشخیص نه شي، د فلج (سټروک) خطر ډېر لوړوي، او د هر اوو فلجونو له منځه یو یې د همدې ناروغۍ له امله رامنځته کېږي.
د شرکت لهخوا جوړه شوې دا وسیله، چې «هارو ECG سیټ» نومېږي، د عادي کمود په بڼه ډیزاین شوې، خو د روغتونونو په څېر د زړه د برقي فعالیت د ثبت ځانګړي سنسرونه پکې ځای پر ځای شوي دي.
کله چې یو کس شاوخوا ۳۰ ثانیې پرې کښېني، وسیله د زړه برقي فعالیت ثبتوي او معلومات سمارټ فون اپلېکېشن ته لېږي، چې هلته سمدستي تحلیل کېږي.
د د هامبورګ د زړه د ناروغۍ د څېړنیز انستیتیوت «هامبورګر هارټ سټډي» څېړونکو د دې هځیرک کمود د ۶-لېډ ECG سیستم د دودیز ۱۲-لېډ طبي ECG له ازموینې سره پرتله کړی او ویلي یې دي چې د دواړو پایلې له یو بل سره ډېرې ورته دي.
څېړونکي وايي، د دې وسیلې د کارولو لپاره کومې ځانګړې روزنې ته اړتیا نشته او دا کولی شي په کور کې د زړه د ناروغیو په وختي تشخیص کې مهم رول ولوبوي.