Homeخبرونهد پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې ۳۰ لاریونوال وژل شوي

د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې ۳۰ لاریونوال وژل شوي

تاند (شنبه د اسد/زمري ۱۰مه) پر بشري حقونو د څار بنسټ (HRF) د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې د لاریونوالو پر وژل ‌کېدو اندېښنه ښودلې.

یادې ادارې له پاکستاني حکومت غوښتي چې د لاریونوالو له ځپلو لاس واخلي.

د دې بنسټ په راپور کې ویل شوي چې له تېرو دریو ورځو راهیسې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې ۳۰ سوله‌ییز لاریونوال په ډزو وژل شوي دي.

د HRF په راپور کې راغلي چې پاکستاني حکومت دې د اعتراضونو پر وړاندې زورزیاتی پای ته ورسوي، د ګرځنده مخابراتو بند شوي خدمتونه دې بېرته فعال او د زور د هر ډول ناقانونه کارونې په تړاو شفافه او قانوني حساب ورکونه یقیني کړي.

دغه بنسټ همداراز ټینګار کړی چې د سوله‌ییزو اعتراضونو د ځپلو لپاره د امنیتي ځواکونو له تاوتریخوالي ډکې لارې د منلو نه دي او د هغو کسانو پر وړاندې باید قانوني چلند وشي چې د دغو پېښو مسوولیت لري.

په وروستیو کې د پاکستاني پوځ له لوري د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې د سوله‌ییزو لاریونوالو وژل پیل شوي.

د رسنیو د راپورونو له مخې تر دې دمه لسګونه لاریونوال وژل شوي او لسګونه نور نیول شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

مادھوري ډکشیت ۲۴ کاله وروسته د یوې مشهورې تلویزیوني خپرونې کوربنه کېږي

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۲۰ مه) د بالیووډ مشهوره اداکاره مادوري (مادهوري) ډکشیت له ۲۴ کلونو وروسته یو ځل صحنې ته راوځي...