تاند (شنبه، د زمري/ اسد ۱۰ مه)د جرمني د فدرالي احصایې ادارې (Destatis) د معلوماتو له مخې، په یوه کال کې تر ۲۸۸ زره ډېر جرمني اتباع نورو هېوادونو ته کډه شوي دي او دا بهیر لا هم روان دی. یورونیوز د راپور له مخې، د کارموندنې د «Indeed» وېبپاڼې په غوښتنه شوې نوې سروې ښيي چې له ۲۰۲۰ کال راهیسې د بهرنیو دندو د لټون شمېر دوه برابره ډېر شوی دی.
لوړ عاید لرونکي تر ټولو زیات د کډوالۍ لېواله دي
د سروې له مخې، هغه کسان چې د کورنۍ میاشتنی خالص عاید یې لږ تر لږه ۶ زره یورو وي، تر نورو ډېر د هېواد پرېښودو ته لېوالتیا لري. له دغو کسانو څخه ۵۴ سلنه ویلي چې په تېرو ۱۲ میاشتو کې یې یا په بهر کې دندې ته غوښتنلیک ورکړی او یا یې د نړیوال کار بازار ارزولی دی.
په عمومي ډول دوه پر درېیمه برخه ګډونوالو ویلي چې د بهر دندې په اړه فکر کوي، شاوخوا ۳۰ سلنه په عملي ډول د بهرنیو دندو لټون کړی یا یې غوښتنلیکونه استولي دي او له هغو کسانو چې بهر ته د تګ لېواله دي، ۷۷ سلنه غواړي څو کاله یا د تل لپاره له جرمني بهر ژوند وکړي.
کومې دندې ډېرې غوښتل کېږي؟
د «Indeed» پر اساس، ډېری کسان د دفترونو دندې، لکه مارکېټینګ، لټوي. سربېره پر دې، د ټکنالوژۍ، مېلمهپالنې (هوټلدارۍ) او لوژستیک برخې دندې هم ډېرې غوښتل کېږي.
ولې خلک جرمني پرېږدي؟
د سروې له مخې، د کډوالۍ مهم لاملونه دا دي: لوړ معاش – ۵۱ سلنه. د ژوند غوره کیفیت – ۵۱ سلنه. ښه اقلیم یا هوا – ۴۲ سلنه. کم مالیات او ټولنیز لګښتونه – ۴۲ سلنه. یوازې ۲۴ سلنه ویلي چې د ښه مسلکي پرمختګ لپاره بهر ته ځي.
د کار بازار اقتصادپوهې ویرجینیا سوډرګېلډ ویلي چې نړیواله کډوالي په اصل کې مثبته ده، ځکه خلک نوې تجربې او مهارتونه ترلاسه کوي. خو هغې زیاته کړه چې که دوه پر درېیمه برخه کارکوونکي د هېواد پرېښودو ته فکر کوي، دا د دې نښه ده چې ډېر خلک د جرمني د ژوند او کار له شرایطو ناخوښ دي.
د مالیاتو دروند بار
د سروې له مخې، ۷۰ سلنه ګډونوال باور لري چې په جرمني کې مالیات او ټولنیزې ونډې ډېرې لوړې دي، له هر ۱۰۰ یورو کاري لګښت څخه چې کارورکوونکی یې ورکوي، یو عادي مجرد کارکوونکی یوازې ۵۰٫۷۰ یورو خالص ترلاسه کوي، او پاتې برخه د مالیاتو او ټولنیزو بیمو په توګه ورکول کېږي.
خلک کومو هېوادونو ته ځي؟
د بهرنیو دندو د لټون تر ټولو مشهور هېوادونه دا دي:
- متحد یالتونه (امریکا) – ۱۴.۴ سلنه (که څه هم د تېر کال په پرتله یې لېوالتیا ۳۴ سلنه کمه شوې ده).
- بریتانیا – ۱۳.۶ سلنه (د لټون کچه ۳۸ سلنه لوړه شوې).
- سویس – ۱۳.۶ سلنه.
همداراز د متحده عربي اماراتو، هند او اسټرالیا لپاره هم د خلکو لېوالتیا زیاته شوې ده.
د جرمني پیاوړتیاوې
سره له دې، جرمني لا هم ځینې مهمې ګټې لري:
- ۶۰ سلنه خلک ټولنیز چاپېریال د جرمني تر ټولو لویه ګټه بولي.
- ۴۷ سلنه د کارکوونکو قانوني خوندیتوب مهم ګڼي.
- نژدې ۳۵ سلنه د ټولنیزې هوساینې نظام (Welfare System) د جرمني له مهمو امتیازونو څخه بولي.
د کډوالۍ وروستي شمېرې
د فدرالي احصایې ادارې په وینا، تېر کال شاوخوا ۹۷ زره جرمنان له هېواده ووتل تر هغو چې بېرته راستانه شول. دا له ۲۰۱۷ کال راهیسې د جرمني تر ټولو لویه خالصه کډوالي ده.
خو د غیر جرمني وګړو وضعیت برعکس دی. جرمني د هغو کسانو لپاره چې جرمني تابعیت نه لري، له ۲۰۰ زرو څخه زیاته خالصه کډوالي ثبت کړې ده.
په وروستیو کلونو کې، یوازې کډوال او پناه غوښتونکي نه دي ورغلي، بلکې له هند او نورو هېوادونو څخه هم ګڼ شمېر د لوړ مهارت لرونکي متخصصان جرمني ته تللي دي. دغه کسان په ځانګړي ډول د سافټویر جوړونې، مصنوعي ځیرکتیا (AI)، ډیجیټل ټکنالوژۍ، انجینرۍ او څېړنې په برخو کې کار کوي.