تاند (شنبه، د زمري/ اسد ۱۹ مه) د پاکستان د پوځ ویاند، برید جنرال احمد شریف چوهدري، د جمعې په ورځ وویل چې د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې په پاکستان کې تر درې زره ډېرې په ترهګرۍ پورې تړلې پېښې ثبت شوې دي. د هغه په وینا، په دغو بریدونو کې ۸۱۹ کسان، چې امنیتي ځواکونه هم پکې شامل دي، وژل شوي او په همدې موده کې ۲،۰۸۴ وسلهوال هم وژل شوي دي.
چوهدري په اسلاماباد کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې د روان کال په ترڅ کې ټولټال ۳،۱۴۵ تروریستي پېښې ثبت شوې دي. د هغه په وینا، له دې ډلې ۱،۹۷۱ پېښې په خیبر پښتونخوا، ۱،۱۴۸ په بلوچستان او ۲۶ نورې د هېواد په نورو سیمو کې شوې دي.
د پاکستان د پوځ ویندوی دا هم وویل چې په دې موده کې هره ورځ په اوسط ډول لس وسلهوال وژل شوي، او دا یې د پاکستان په تاریخ کې تر ټولو لوړه کچه وبلله.
د پوځ ویاند زیاته کړه چې په دغو بریدونو کې ۸۱۹ پاکستانیان وژل شوي، چې ۳۰۳ د پوځ سرتېري او ۱۹۴ د پولیسو او نورو ملکي امنیتي ځواکونو غړي هم پکې شامل دي.
د هغه په وینا، سږ کال د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ۴۰،۳۴۸ عملیات ترسره شوي، چې له دې ډلې ۳۱ زره عملیات یوازې په بلوچستان کې شوي دي.
د ځانمرګو بریدونو په اړه څرګندونې
احمد شریف چوهدري وویل، چې سږ کال ۲۸ ځانمرګي بریدونه شوي دي. هغه ادعا وکړه چې د دغو بریدونو ډېری ترسره کوونکي افغان وګړي یا هغه کسان وو چې د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره تړاو لري، خو د خپلې ادعا د ثابتولو لپاره یې کوم شواهد وړاندې نه کړل.
د بلوچستان وضعیت
د بلوچستان د امنیتي وضعیت په اړه د پوښتنې په ځواب کې د پاکستان د پوځ ویاند وویل، داسې هڅې روانې دي چې دا تصور رامنځته کړي چې ګواکې په بلوچستان کې امنیتي وضعیت خراب شوی دی.
هغه ادعا وکړه چې د بلوچستان اصلي ستونزه د اشرافو او قبایلي سردارانو واکمني ده، چې غواړي اوسنی حالت همداسې وساتي. د هغه په وینا، له ۱۹۴۷ کال راهیسې همدې وضعیت د بېوزلو خلکو د پرمختګ او زدهکړو مخه نیولې ده.
د «سخت دولت» په اړه
چوهدري د پوځ د هغې پخوانۍ څرګندونې په اړه هم خبرې وکړې چې پاکستان باید «سخت دولت» شي.
هغه وویل: «ایا موږ سخت دولت یو؟ له بده مرغه نه. سخت دولت هغه دی چې اساسي قانون او قانون د ټولو لپاره یو شان عملي کېږي. سخت دولت د پوځي واکمنۍ یا د پوځ تر واک لاندې نظام معنا نه لري.»
هغه زیاته کړه، هغه کسان چې ترهګري کوي او بیا د بلوچستان د خراب وضعیت خبره کوي، تمه لري چې حکومت ورسره جوړجاړی وکړي، خو د ده په وینا، دولت به له هغوی سره خبرې ونه کړي، بلکې یوازې به د بلوچستان له اصلي خلکو او استازو سره خبرې کوي.
د حکومتولۍ او اداري اصلاحاتو اړتیا
د پوځ ویاند د کورنیو چارو د وزیر محسن نقوي د هغو څرګندونو ملاتړ وکړ چې ویلي یې و، پاکستان د نویو اداري واحدونو جوړولو ته اړتیا لري.
هغه وویل، پوځ له پخوا راهیسې ټینګار کوي چې ښه حکومتولي د پاکستان د امنیت او ثبات لپاره بنسټیز اهمیت لري.
پر افغانستان نیوکې
احمد شریف چوهدري د طالبانو پر حکومت هم سختې نیوکې وکړې او ادعا یې وکړه چې «د کابل د واکمن رژیم کاروبار ترهګري ده او همدا ترهګري د هغوی اقتصاد، دولت او حتی ډیپلوماسي پر مخ وړي.»
هغه دا ادعا هم وکړه چې د افغانستان او هند ترمنځ یوازینی ګډ ټکی «ترهګري» ده، خو د دې ادعا لپاره یې هېڅ ډول شواهد وړاندې نه کړل.
د پاکستان د پوځ ویاند په پای کې وویل، د ده خبري غونډه د ترهګریزو بریدونو، مرګژوبلې، د ترهګرۍ ضد عملیاتو، د بلوچستان امنیتي وضعیت، د حکومتولۍ د اصلاحاتو او د افغانستان په اړه د پاکستان د دریځ د روښانه کولو لپاره جوړه شوې وه.