تاند (شنبه د اسد/زمري ۱۰مه) د افغانستان په زابل ولایت کې د د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو په موخه ۳۰ بستریز روغتون جوړېږي.
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي، تېره شپه د یاد روغتون د جوړېدو د ودانیزو چارو پرانیسته وکړه.
دغه روغتون د یاد ولایت د شملزو ولسوالۍ په مرکز کې جوړېږي چې، د مالوماتو له مخې پرې ۴۸ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.
جلالي ویلي چې، د خلکو د روغتیايي ستونزو د حل په موخه ټول هېواد کې د روغتیايي مرکزونو د جوړولو چارې روانې دي.
نوموړی وایي، چې په ټول هېواد کې ۳۱۸ داسې ولسوالۍ شته چې، لا هم د ولسوالۍ په کچه روغتون نه لري او په خبره یې دوی وړاندیز کړی او ژر به ټولې ولسوالۍ د روغتونونو اړتیا بشپړه شي.
د زابل ځایي اوسېدونکي د روغتون د جوړېدو د چارو له پيله خوښ دي.
دوی وايي، تر ډېره به یې مرکز ته ناروغ نه رسېده او په لاره کې به یې ساه ورکوله، خو د شملزو اوسېدونکي وایي، اوس به د دې روغتون په جوړېدو یې یو څه ستونزې حل شي.