Homeخبرونهد فوټسال ملي لوبډله سبا یکشنبه له تایلنډ سره لوبه لري

د فوټسال ملي لوبډله سبا یکشنبه له تایلنډ سره لوبه لري

تاند (شنبه د اسد/زمري ۱۰مه) د افغانستان د فوټبال فدراسیون مسوولانو نن شنبه د کانټیننټال فوټسال جام سیالیو لپاره د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د ټولو لوبو بشپړ مهالوېش اعلان کړ.

د اعلان له مخې، د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به خپله لومړۍ لوبه سبا یکشنبه د کابل پر وخت د ماښام په ۶:۰۰ بجو د تایلنډ د ملي لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.

افغان فوټسال لوبغاړي به له دې وروسته د روانې اوونۍ په دوشنبه، چهارشنبه او پنجشنبه په ترتیب سره د ویتنام، روسیې او نیوزیلنډ له ملي لوبډلو سره هم سیالۍ وکړي.

د کانټیننټال فوټسال جام سیالۍ د تایلنډ په کوربتوب او د پنځو هېوادونو په ګډون ترسره کېږي.

ټاکل شوې چې دغه سیالۍ په ژوندۍ او قانوني بڼه په افغانستان کې د AF Sport نړیوالې شبکې له لارې خپرې شي.
د کانټیننټال جام سیالۍ د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې لپاره د نړیوالو تجربو د زیاتولو او د خپلو وړتیاوو د ښودلو یو مهم فرصت ګڼل کېږي.

افغان مینه‌وال هیله لري چې ملي لوبډله به د پیاوړو سیالانو پر وړاندې ښې لوبې وکړي او د هېواد لپاره ویاړلې پایلې ترلاسه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری» اثر ته کتنه

زمری محقق د کتاب پېژندنې لړۍ: ( ۳۵ ) د ښاغلی جهاني صاحب دغه اثر (کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری) می څو ورځی...