تاند (شنبه د اسد/زمري ۱۰مه) افغانستان لپاره د چین بهرنیو وزارت ځانګړي استازي «یو شیاویونګ» د ترکیې بهرنیو چارو وزارت د سویلي اسیا له عمومي رییس «جهاد اېرګینای» سره په کتنه کې د افغانستان اړوند مسایلو خبرې کړې دي.
«یو شیاویونګ» په اېکس پاڼه لیکلي چې، په دې کتنه کې دواړو لورو د سیمهییز امنیت او ثبات ترڅنګ د افغانستان د سولهییزې بیارغونې په اړه هم خبرې کړې دي.
نوموړي زیاته کړې چې،په دې کتنه کې د چین او ترکیې چارواکو د افغانستان د بیارغونې او ثبات په اړه د ګډو همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.
د افغانستان لپاره د چین بهرنیو وزارت ځانګړي استازي «یو شیاویونګ» تر دې مخکې هم د یو شمېر نورو هېوادونو له استازو سره د افغانستان په اړه ناستې او کتنې کړې دي.
د یادولو ده چې چین لا هم افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو له تېرو پنځو کلونو راهیسې یې له افغانستان سره اړیکې پراخه کړې دي.
بل لورته ترکیه هم هغه هېواد چې دا مهال له رسمیت پېژندنې پرته له طالبانو سره په بېلابېلو برخو کې نږدې اړیکې لري او وخت ناوخت یې چارواکي افغانستان ته سفرونه کوي.