Homeخبرونهالجزیره: پر افغانستان د پاکستان بریدونه یوازې د ټي‌ټي‌پي له امله نه...

الجزیره: پر افغانستان د پاکستان بریدونه یوازې د ټي‌ټي‌پي له امله نه دي

تاند (شنبه، د زمري/ اسد ۱۰ مه) د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له میاشتې راهیسې پاکستان پر افغانستان څو ځله هوايي بریدونه کړي چې له امله یې پراخ مالي زیانونه او درنې ملکي مرګ‌ژوبلې اوښتې دي. د دغو بریدونو تر ټولو خونړی هغه و چې د ۲۰۲۶ کال د مارچ په ۱۶مه په کابل کې د نشه‌يي توکو د روږدو کسانو د درملنې پر یوه مرکز وشو. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په دغه برید کې ۲۶۹ ملکي وګړي ووژل شول او ۱۲۲ نور ټپیان شول.

د بخښنې نړیوال سازمان (Amnesty International) د جولای په ۲۱مه په خپور کړي راپور کې له پاکستانه وغوښتل چې د دې برید په اړه وضاحت ورکړي او د احتمالي جنګي جرم په توګه دې وڅېړل شي. پاکستان ادعا کوي چې دا بریدونه یې د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) پر ضد کړي، ځکه د دوی په وینا افغان طالبان د دې ډلې ملاتړ کوي. خو د طالبانو حکومت دا ادعا ردوي او ټینګار کوي چې د ټي‌ټي‌پي ستونزه د پاکستان کورنۍ مسئله ده.

راپور وايي، سره له دې چې پاکستان په وار وار بریدونه کړي، خو تر اوسه یې د ټي‌ټي‌پي هېڅ مهم مشر یا قوماندان نه دی له منځه وړی. له همدې امله شنونکي پوښتنه کوي چې ایا د پاکستان د بریدونو اصلي موخه یوازې ټي‌ټي‌پي ده، که تر شا یې نورې ستراتیژیکې موخې هم پرتې دي.

د ټي‌ټي‌پي ریښې په پاکستان کې دي

د راپور له مخې، د ټي‌ټي‌پي د رامنځته کېدو ریښې په خپله په پاکستان کې دي. په ۱۹۹۴ کال کې صوفي محمد په سوات او مالاکنډ کې د شریعت د نافذولو لپاره وسله‌وال پاڅون پیل کړ. وروسته په ۲۰۰۷ کال کې بیت‌الله محسود د بېلابېلو وسله‌والو ډلو په یوځای کولو سره تحریک طالبان پاکستان جوړ کړ. د صوفي محمد زوم، ملا فضل‌الله، له ۲۰۱۳ تر ۲۰۱۸ کال پورې د دې ډلې مشري وکړه، تر هغه چې د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

راپور ټینګار کوي چې د پاکستان پوځ په تېرو دوو لسیزو کې د ټي‌ټي‌پي پر ضد ګڼ لوی پوځي عملیات کړي، خو دا ډله له منځه نه ده تللې. د راپور پر اساس، یو مهم لامل یې دا و چې پاکستان د «ښو» او «بدو» وسله‌والو ترمنځ توپیر کاوه. اسلام‌اباد په افغانستان کې د هغو وسله‌والو ملاتړ کاوه چې د پخواني افغان حکومت پر ضد جنګېدل، او همدې پالیسۍ د وسله‌والو شبکو د پیاوړتیا زمینه برابره کړه چې ټي‌ټي‌پي هم ترې ګټه پورته کړه.

د پاکستان ستراتیژیک اهداف

راپور وايي، پاکستان له اوږدې مودې راهیسې افغانستان د خپلې «ستراتېژیکې ژورتیا» د سیاست برخه ګڼله، یعنې غوښتل یې په کابل کې داسې حکومت وي چې د هند پر وړاندې یې ګټې خوندي کړي. خو اوس دا تګلاره په «ستراتیژیکه برلاسۍ» بدله شوې؛ یعني اسلام‌اباد غواړي افغانستان د یوه خپلواک ګاونډي پر ځای د خپلې امنیتي ساحې برخه وګڼي.

په راپور کې د افغانستان لپاره د پاکستان د پخواني ځانګړي استازي، اصف دراني، څرګندونې هم یادې شوې دي. هغه ویلي و چې که د طالبانو حکومت له هند سره خپلې اړیکې پراخې کړي او دا کار د پاکستان د ګټو پر زیان وي، نو دا به د اسلام‌اباد «سره کرښه» وي. راپور زیاتوي چې افغانستان په تاریخي ډول د هند او پاکستان په شخړو، حتی د کشمیر پر سر جګړو کې، بې‌طرفه پاتې شوی، خو پاکستان تمه لري چې کابل خپلې بهرنۍ اړیکې د اسلام‌اباد د امنیتي لیدلوري له مخې تنظیم کړي.

د منځنۍ اسیا مسئله

د راپور له مخې، د پاکستان پخوانی سناتور او سیاسي شنونکی افراسیاب خټک باور لري چې پاکستان د لوېدیځو هېوادونو د هغو هڅو برخه ده چې غواړي د روسیې او چین نفوذ محدود کړي. د هغه په وینا، اسلام‌اباد د طالبانو ملاتړ یوازې د واک ته رسېدو لپاره نه کاوه، بلکې تمه یې لرله چې وسله‌واله ناامني به تر منځنۍ اسیا هم وغځېږي.

خټک همداراز ادعا کوي چې پاکستان د ټي‌ټي‌پي نوم د پلمې په توګه کاروي، څو په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور د بېرته راګرځېدو زمینه برابره کړي. هغه د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر د هغو څرګندونو یادونه کوي چې پکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي و واشنګټن غواړي د بګرام هوايي اډه بېرته ترلاسه کړي.

د پښتنو او بلوڅو ملتپالنې اندېښنه

راپور وايي، د افراسیاب خټک او نورو سیمه‌ییزو شنونکو په باور، پاکستان تر هر څه زیات د پښتنو او بلوڅو ملتپالو غورځنګونو څخه اندېښنه لري. د دوی په وینا، ټي‌ټي‌پي د پښتنو ملتپالو خوځښتونو د کمزوري کولو لامل شوې او د پاکستان استخباراتي ادارې د هغو قومي مشرانو او سیاسي فعالانو په وژنو هم تورنې شوې چې د دولت پر تګلارو یې نیوکې کولې.

د پاکستان د بشري حقونو د کمیسیون د معلوماتو له مخې، د ۲۰۰۴ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ یوازې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې نژدې ۱۲۰۰ قومي مشران وژل شوي دي.

د فشار سیاست او پایلې

راپور زیاتوي چې پاکستان د طالبانو پر حکومت د فشار لپاره بېلابېل اقدامات کړي؛ لکه د افغان کډوالو ډله‌ییز ایستل، د سوداګرۍ او ترانزیټ محدودول او هوايي بریدونه. خو د راپور په باور، دا اقدامات نه یوازې خپل هدف ته نه دي رسېدلي، بلکې برعکس یې تاوتریخوالی لا زیات کړی دی.

همداراز پر ډیورنډ کرښه اغزن تار د دواړو غاړو د قبایلي سیمو ټولنیزې او اقتصادي اړیکې زیانمنې کړې دي. د سرحدي لارو تړل کېدو د دواړو هېوادونو د میلیونونو خلکو پر سوداګرۍ او ژوند ناوړه اغېز کړی، خو بیا هم د ټي‌ټي‌پي او بلوڅو وسله‌والو بریدونه دوام لري.

د راپور پایله

راپور په پای کې ټینګار کوي چې پاکستان باید د خپلو کورنیو امنیتي او سیاسي ستونزو د حل لپاره د پوځي عملیاتو پر ځای سیاسي خبرې او اصلاحات غوره کړي. د راپور لیکوال استدلال کوي چې پر افغانستان د پوځي فشار دوام به نه یوازې سیمه نوره هم بې‌ثباته کړي، بلکې د پاکستان لپاره به هم اوږدمهاله او خطرناکې پایلې ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له هجرته تر بریا | انجنیر زلمی نصرت 

 سید اباسین «حرکت» هغه افغان ځوان دی چې په لس کلنۍ کې له خپلې کورنۍ سره د هجرت تر سیوري لاندې جرمني ته ولاړاو...