سید اباسین «حرکت» هغه افغان ځوان دی چې په لس کلنۍ کې له خپلې کورنۍ سره د هجرت تر سیوري لاندې جرمني ته ولاړاو د ایسن په ښار کې، د کورنۍ د ملاتړ ترڅنگ، خپلو زده کړو ته دوام ورکړ. له هماغه وخته یې خپل استعداد وازمایه، په پرلهپسې هڅو یې لوړې زده کړې بشپړې کړې او په ۲۰۱۰ میلادي کال کې یې د هاگن له پوهنتون څخه د اقتصاد په برخه کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ.
نوموړي هوډ کړی چې خپلې تخصصي زده کړې د دوکتورا تر کچې ورسوي. د ماسټرۍ د زده کړو پر مهال یې د جرمني د مهاجرت او کډوالۍ په فدرالي اداره (BAMF) کې د دري او پښتو ژبو د ژباړن په توگه دنده ترسره کړه او تر ۲۰۱۳ میلادي کال پورې یې په همدې اداره کې خدمت وکړ.
په ۲۰۱۳ کال کې هغه د جرمني د بیمې د ستر شرکت Allianz د پوهنتون د فارغانو ځانگړې مدیریتي پروگرام (Management Program) ته ومنل شو. د دې پروگرام په ترڅ کې یې نږدې یو کال د بیمې او مالي چارو مسلکي روزنه ترلاسه کړه او وروسته یې د جرمني د صنعت او سوداگرۍ خونې (IHK) رسمي مسلکي سندونه هم ترلاسه کړل.
په ۲۰۱۹ کال کې یې، د Allianz د دندې ترڅنگ ، د جرمني د صنعت او سوداگرۍ خونې (IHK) له لارې د املاکو د مشاور (Real Estate Agent) په برخه کې شپږ میاشتنی مسلکي کورس بشپړ کړ او د همدې څانگې رسمي سند یې هم ترلاسه کړ.
په ۲۰۲۱ کال کې یې له دوو جرمني شریکانو سره په گډه د املاکو د مشورې یو شرکت بنسټ کېښود. نوموړی تر اوسه د همدې شرکت شریک او د املاکو د مسلکي مشاور په توگه فعالیت کوي.
د خپلو لوړو زده کړو په لړ کې یې په الماني ژبه دوه مسلکي کتابونه هم لیکلي دي:
Ostasiatische monetäre Währungsintegration – Zur Rolle Chinas *
د ختیځې اسیا د پولي یووالي امکانات او د چین د رول ارزونه
* Too Big To Fail–Umgang mit systemrelevanten Banken in Europa
په اروپا کې له سیسټماتیک ارزښت لرونکو بانکونو سره د چلند څرنگوالی.
سربېره پر دې، د بانکدارۍ د تنظیم، د لیلامونو د اقتصاد (Auction Theory) او نورو اقتصادي موضوعاتو په اړه یې گڼې علمي او څېړنیزې مقالې هم خپرې کړې دي.
خو د علمي او مسلکي بریاوو ترڅنگ، د وطن د خاورې بوی او د طبیعت ښکلا یې هېڅکله د زړه له حافظې څخه ونه وتله. هغه د جرمني په چاپېریال کې لوی شو، له علم، نظم او تمدن سره اشنا شو، خو د سپین غر سیوری، د هندوکش غرور او د پښتو ژبې خوږه نغمه یې تل د خپل روح په ژورو کې ژوندۍ وساتله. نورې ژبې یې زده کړې، خو خپله مورنۍ ژبه یې هېڅکله ونه بایلله. قلم یې لا پیاوړی شو، خو ریښې یې وچې نه شوې. روانه او کره پښتو لولي او لیکي، او په خپله فېسبوکپاڼه کې د افغانستان د ثبات، ملي یووالي، پرمختگ او اقتصادي ودې په اړه تحلیلي مقالې خپروي.
د نوموړي په ژوند او د مورنۍ ژبې په زده کړه کې د هغه کورنۍ، په ځانگړې توگه د هغه ارواښاد پلار، ډاکټر سید شیر آقا حرکت، ژور اغېز درلود. د نوموړي په وینا، د «حرکت» اخبار، چې پلار یې د جلاوطنۍ پر مهال خپراوه، هغه وهڅاوه چې د خپلو نورو مصروفیتونو ترڅنگ خپله مورنۍ ژبه هم په مینه او ژمنتیا زده کړي.
هغه هېڅکله خپل وطن او خپل خلک نه هېروي. له اړمنو، بېوزلو، زلزلهځپلو او سېلابځپلو سره د خپلې وسې په اندازه په دوامداره توگه مرسته کوي او خپله انساني همدردي څرگندوي.
د هغه د شخصیت بله روښانه ځانگړنه دا ده چې له خپلې کورنۍ سره ژوره مینه او ټینگې اړیکې لري. د اروپا مادي ژوند او ټولنیز چاپېریال یې پر کورنیو او اخلاقي ارزښتونو هېڅ منفي اغېز نه دی کړی. تر کومه چې زه خبر یم، نوموړي د فرهنگي فعالیتونو په برخه کې هم تل د لیکوالو او څېړونکو ملاتړ کړی، د کتابونو د چاپ لپاره یې له گڼو فرهنگي شخصیتونو سره مرسته کړې او لا هم د خپلې وسې په اندازه د علم او فرهنگ د ودې ملاتړ کوي.
کله چې د وطن پر ټپي تاریخ فکر کوي، د احساس له رگونو یې توري راټوکېږي؛ نه د کرکې لپاره، بلکې د حقیقت، ویښتیا او هیلو لپاره. هغه باور لري چې د انسان شخصیت د خپلې ژبې په سیوري کې وده کوي، د خپل کلتور په هنداره کې ځان پېژني او د خپل وطن په مینه بشپړېږي.
سید اباسینه! ستا حرکت دې تل د رڼا پر لور وي. ستا قلم دې د وجدان غږ وي. ستا فکر دې د نسلونو ترمنځ د پوهې، تفاهم او امید پل شي. او ستا نوم دې د هغو افغان ځوانانو په کتار کې ولیکل شي چې پردېس یې د ژوند برخه شوه، خو وطن یې د زړه قبله پاتې شو. همداسې روان اوسه؛ ځکه ملتونه د همدغسې خاموشو قلمونو، روښانو فکرونو او مخلصو انسانانو په مټ خپل راتلونکی جوړوي.
ډیر قدرمن او محترم نصرت صاحب!
ستاسو دا لیکنه چې زما په اړه مو لیکلی ده، په ډېرې خوښۍ او ژوری عاجزي سره مې ولوستله.
دا زما لپاره د لوی ویاړ ځای دی چې ستاسو په څېر یو دروند لیکوال، د قلم او فکر یو درانه او محترم شخصیت خپل ارزښتناک وخت ځانګړی کړی او زما د محدودو هڅو په اړه یې په دومره مینه او نیک نظر لیکنه کړې ده.او زه ورنه داسې ستاینه ترلاسه کوم. دا ستاسو لوی مهرباني ده چې زه یې د زړه له کومې منندوی یم.
ستاسو د ستاینې او مهربانۍ خبرې زما لپاره یوازې یو شخصي ویاړ نه دی، بلکې یوه ستره انګېزه او دروند مسؤلیت هم دی، څو له لا زیات اخلاص او مسؤلیت احساس سره خپل هڅو ته دوام ورکړم.
خو په عین وخت کې په دې هم ښه پوهېږم چې لا تر اوسه د هغو هیلو او باورونو وړ نه یم چې تاسو زما په اړه څرګند کړي دي. له همدې امله به تل هڅه کوم چې د خپلو محدودو امکاناتو په چوکاټ کې د خپل ولس او هېوادوالو پر وړاندې خپله دنده ادا کړم او خپله لږه پوهه د هغوی د خدمت لپاره وقف کړم.
ما چې افغانستان په کم عمر کې پرېښود، هلته راته دا فرصت برابر نه شو چې خپلې زده کړې د خپل هېواد په ښوونیز چاپېریال کې دوام ورکړم. له همدې امله، په ځانګړي ډول د خپلې مورنۍ ژبې په لیکني بیان کې، زه لا هم خپل ځان د خپل هېوادوالو له کچې چه په وطن کی خپلی زده کړی تر سره کړي وي ډېر وروسته ګڼم.
زما مرحوم پلار د افغانستان او افغانانو لپاره خپله مبارزه تل د قلم له لارې کړې وه،. د هغی تشویق او لارخود زه وهڅولم چه کتاب سره، او په ځانګړي ډول خپل وطن سره یوه خاصه مینه په زړه کی ژوندی وساتم!
همدا احساس ما تل دې ته هڅویی چې د زده کړې لړۍ ونه دروم، ځان لا ډېر وروزم او، سره له دې نیمګړتیاوو، د علم او روښانتیا هغه لاره تعقیب کړم چې زما مرحوم پلار د خپل قلم په وسیله راته پرېښې ده.
زمونږ د ګران هېواد، د هغه د تاریخ او ژبې په اړه د لا زیاتو زده کړو او پوهې د ترلاسه کولو په لار کې، زه لا هم ستاسو د ارزښتناکو لارښوونو او هدایتونو اړتیا لرم.
الله تعالی دې تاسو ته ستاسو د علمي، فرهنګي او اجتمایی خدمتونو په بدل کې غوره اجر درکړي، روغتیا، اوږد عمر او لا ډېر توفیق دې در په برخه کړي، څو زموږ ولس ته د خپل قلم او پوهې له لارې لا ډېر خدمت وکړئ.
په پای کې یو ځل بیا د زړه له کومې مننه کوم چې ماته مو دومره درناوی راوبخښه، په خپلو مهربانو الفاظو مو ونازولم او زما په اړه مو دا ارزښتناکه لیکنه وکړه.
په ډېر درنښت او نېکو هیلو
اباسین حرکت