رویټرز: سعودي د حوثیانو پر وړاندې د نړیوال سمندري ائتلاف د جوړولو هڅه کوي
رویټرز د دوو باخبرو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې سعودي عربستان د سره سمندرګي د بېړیو د ساتنې لپاره د حوثیانو پر وړاندې د یوه نړیوال ائتلاف د جوړولو هڅې کوي.
د راپور له مخې، د دې ائتلاف د غړو په اړه لا هم له لسګونو هېوادونو سره سلا مشورې روانې دي.
ټرمپ: ایران پوهېږي چې د امریکا سخت برید په لاره دی
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ایران پوهېږي چې امریکا پرې د سخت برید لپاره چمتووالی نیولی او اوس د واشنګټن وار دی چې پر تهران ګوزار وکړي.
ټرمپ ویلي، د ایران له لوري پر امریکايي هدفونو توغول شوي ټول بالستیک توغندي شنډ شوي او زیاته یې کړې چې ایران له امریکا غوښتي، برید پرې ونه کړي. هغه د مصر د دمیاط په بندر کې پر یوې امریکايي بېړۍ د بېپیلوټه الوتکې د برید راپور هم تایید کړی، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.
قاضي: د ټرمپ له بندیز سره سره دې افغان کورنۍ امریکا ته پرېښودل شي
یوه فدرالي قاضي حکم کړی چې د هغو پنځو افغانانو د کورنیو غړو ته، چې پخوا یې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې، باید د ټرمپ د سفر له لګولي بندیز سره سره امریکا ته د ننوتلو اجازه ورکړل شي.
دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې دغو افغانانو د ټرمپ د ادارې پر ضد دعوه کړې وه او ویلي یې وو چې د سفر بندیز د دوی د کورنیو د یوځای کېدو مخه نیولې ده.
په عراق کې د امریکا او سعودي په بریدونو کې د ایراني وګړو د وژل کېدو راپورونه؛ ایرانپلوه ډلو ریاض ته د سخت غبرګون ګواښ وکړ
تاند (پنجشنبه، د زمري ۸ مه) – د عراق په بېلابېلو سیمو کې د امریکا او سعودي عربستان په ګډو هوايي بریدونو کې د ایرانپلوه وسلهوالو تر څنګ د یو شمېر ایراني وګړو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
د ایران ملاتړو وسلهوالو ډلو سعودي عربستان ته خبرداری ورکړی چې د دغو بریدونو «سخت ځواب» به ورکړي او د سیمې د کړکېچ د پراخېدو مسوولیت به د ریاض او واشنګټن پر غاړه وي.
بل لور ته امریکا او سعودي وايي، بریدونه یې د ایران له ملاتړه برخمنو وسلهوالو ډلو پر اډو او وسلوالو مرکزونو د وروستیو بریدونو په ځواب کې کړي دي.
فرانس پرس: د امریکا او سعودي په بریدونو کې ۵ ایرانیان وژل شوي
تاند (پنجشنبه، د زمري ۸ مه) – فرانس پرس خبري اژانس راپور ورکړی چې په عراق کې پر ایرانپلوه وسلهوالو د امریکا او سعودي عربستان په وروستیو بریدونو کې پنځه ایراني سلاکاران هم وژل شوي دي.
د حشد الشعبي دوو چارواکو فرانس پرس ته ویلي، دغه پنځه ایراني سلاکاران د عراق د دیاله ولایت په برید کې وژل شوي دي. تر دې مخکې ایراني رسنیو هم راپور ورکړی و چې په دغو بریدونو کې د سپاه پاسداران څلور غړي وژل شوي دي.
د فرانس پرس خبریالانو په بغداد کې د وژل شویو کسانو د جنازې پر مهال لیدلي چې د ځینو تابوتونه د ایران په ملي بیرغ پوښل شوي وو.
حشد الشعبي، چې د ولسي بسیج ځواکونو په نوم هم پېژندل کېږي، ویلي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۲۰ غړي وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان شوي دي.