Homeسپورتشین مکډرمټ د افغان کرکټ ملي لوبډلې نوی مرستیال روزونکی وټاکل شو

شین مکډرمټ د افغان کرکټ ملي لوبډلې نوی مرستیال روزونکی وټاکل شو

تاند (چهارشنبه د زمري ـ اسد ۷مه) د افغانستان کرکټ بورډ، شین مکډرمټ د ملي لوبډلې د نوي مرستیال روزونکي او د ډګرساتنې (فیلډینګ) د روزونکي په توګه وټاکه.

ټاکل شوې ده چې هغه د اګست په لومړۍ نېټه له ملي لوبډلې سره یوځای شي.

نوموړی به د ایرلنډ پر وړاندې د پنځو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو له لوبلړۍ مخکې خپله دنده پیل کړي.

نوموړي د ۲۰۲۴ز کال له جنورۍ، د ۲۰۲۵ کال تر جولای پورې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د ډګر ساتنې د روزونکي په توګه هم پاتې شوی دی.

هغه له ۲۰۱۲ کال راهیسې له بیلابیلو لوبډلو سره په نړۍوالو لوبو کې د روزونکي او مرستیال روزونکي په توګه دندې کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

لیلا خان: تر اوسه مې د هنر ډګر نه دی پرې ایښی

خبریال: داوود جبارخېل (دوشنبه، د لړم/ قوس ۴ مه) پښتنې سندرغاړې لیلا خان په یوه تازه خپره کړې ویډیو کې ویلي چې تر اوسه...