تاند (چهارشنبه، د زمري/ اسد ۷ مه) د عوامي نشنل ګوند مشر سناتور ایمل ولي خان ویلي، هر ځل چې ټاکنې رانژدې شي، خلکو ته د سیاسي اختلافاتو ننداره ښودل کېږي، خو په حقیقت کې د واک د وېش لوبه له مخکې پلان شوې وي.
هغه وویل، مسلم لیګ (ن) او پاکستان پیپلز ګوند ظاهراً یو د بل مخالف ښکاري، خو بیا په واک کې شریکان کېږي. د ده په وینا، هدف دا دی چې درېیم سیاسي ځواک راڅرګند نه شي او نویو څېرو ته د سیاست لار بنده وساتل شي.
ایمل ولي خان یوې ولسي غونډې ته په وینا کې وویل، د کشمیر په درېیو برخو کې کشمیریان له ظلم سره مخامخ دي او تر ټولو لوی زیان یې هم همدوی ویني. هغه ټینګار وکړ چې د هر بېګناه انسان وژل د منلو وړ نه دي او عوامي نشنل ګوند به د کشمیري ولس ترڅنګ ولاړ وي.
هغه زیاته کړه، که د اپوزیسیون ګوندونه سره یو موټی شي، حکومت ته به بشپړه ازادي ورنه کړل شي. د ده په وینا، د جمعیت علمای اسلام (JUI) او عوامي نشنل ګوند په ګډون د ټولو دیموکراتیکو ځواکونو اتحاد د هېواد او ولس په ګټه دی.
ایمل ولي خان دا څرګندونې په داسي حال کې وکړې چې د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو د پاکستاني کشمیر په انتخاباتو کې د درغلۍ تور ولګاوه او ویې ویل چې واکمنانو د مسلم لیګ (ن) په ګټه درغلي کړې ده.
تر دې وړاندې د پیپلز ګوند د ګلګت- بلتستان په انتخاباتو کې ډېرې چوکۍ ګټلې وې خو ځینو سیاستوالو مخکې تر مخکې ادعا کړې وه پیپلز او مسلم لیګ نون ګلګت بلتستان او کشمیر په خپل منځ کې سره وېشلي دي. د ایمل ولي خان اشاره هم دې موضوع ته ده.