Homeخبرونهد بریکس مشرانو پر ملکي زیربناوو بریدونه او یو اړخیزو بندیزونه وغندل

د بریکس مشرانو پر ملکي زیربناوو بریدونه او یو اړخیزو بندیزونه وغندل

تاند (یکشنبه، د وږي/ سنبلې ۲۲ مه)  د بریکس ډلې مشرانو د هند په پلازمېنه نوي ډیلي کې د سرمشریزې په پای کې په یوه ګډه اعلامیه کې د منځني ختیځ د روانو شخړو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او د ملکي زیربناوو او د اتومي انرژۍ پر سوله‌ییزو تاسیساتو بریدونه یې غندلي دي.

د بریکس مشرانو د شنبې په خپله ګډه اعلامیه کې ویلي چې په وسله‌والو شخړو کې باید د ملکي وګړو ژوند او ملکي زیربناوې خوندي پاتې شي. دوی همداراز ټینګار کړی چې د نړیوالې اتومي انرژۍ ادارې تر څارنې لاندې سوله‌ییز اتومي تاسیسات باید د جګړو له اغېزو خوندي وي.

په اعلامیه کې د کوم هېواد نوم په مستقیم ډول نه دی اخیستل شوی، خو د بریکس د مشرانو دریځ په غیر مستقیم ډول د امریکا او اسرائیلو  له لوري د ایران پر اتومي تاسیساتو پر بریدونو نیوکه ښيي.

د بریکس مشرانو له ټولو ښکېلو لورو غوښتي چې «اعظمي زغم» وښيي او داسې اقدامات ونه کړي چې په منځني ختیځ کې کړکېچ لا پسې پراخ کړي. هغوی د شخړو د حل لپاره پر خبرو، مشورې، دیپلوماسۍ او څو اړخیزو هڅو ټینګار کړی دی.

د یو اړخیزو بندیزونو پر وړاندې د بریکس دریځ

د نوي ډیلي په اعلامیه کې د هغو یو اړخیزو بندیزونو مخالفت هم شوی چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا نه وي تصویب شوي.

د بریکس مشرانو ویلي، دا ډول اقدامات د نړیوال قانون، د ملګرو ملتونو د منشور د اصولو او د نړیوالې سوداګرۍ د نظام پر وړاندې ستونزې رامنځته کوي او باید لغوه شي.

که څه هم په اعلامیه کې د کوم هېواد نوم نه دی یاد شوی، خو ایران او روسیه له کلونو راهیسې د لوېدیځو هېوادونو له پراخو بندیزونو سره مخ دي. د همدې لپاره د بریکس دا دریځ د واشنګټن او د هغه د متحدانو د بندیزونو پر سیاست یوه مهمه نیوکه بلل کېږي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم په سرمشریزه کې له بریکس هېوادونو غوښتي چې د یو اړخیزو بندیزونو پر وړاندې ګډ دریځ غوره کړي. هغه وړاندیز کړی چې د بریکس هېوادونه دې د سیاسي، اقتصادي او ټکنالوژیکې همکارۍ لپاره لا پیاوړی جوړښت رامنځته کړي او د دې ډلې د پرېکړو د عملي کولو لپاره دې د دایمي دارالانشا د جوړېدو په اړه غور وشي.

پزشکیان همداراز ویلي چې د بریکس هېوادونه باید اقتصادي او مالي اړیکې له هغو «انحصاري وسایلو» څخه تر ډېره خپلواکې کړي چې د نړیوال اقتصاد پر یوه محدود شمېر هېوادونو پورې تړاو لري.

د ایران او منځني ختیځ کړکېچ

د بریکس د دې کال سرمشریزه داسې مهال دایره شوه چې په منځني ختیځ کې تاوتریخوالی زیات شوی او د ایران او امریکا ترمنځ روانه جګړه د سیمې پر امنیت، انرژۍ او نړیوالې سوداګرۍ اغېز کړی دی.

د بریکس په اعلامیه کې د جګړې د پراخېدو د مخنیوي لپاره د اعظمي زغم غوښتنه شوې او د ملکي وګړو د خوندیتوب ترڅنګ د دولتونو د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا پر درناوي ټینګار شوی دی.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په خپله وینا کې د فلسطین موضوع هم یاده کړې او ویلي یې دي چې د فلسطینیانو د برخلیک د ټاکلو حق ته باید درناوی وشي. هغه له بریکس څخه غوښتي چې د فلسطینیانو د مشروع حقونو د تضمین او په سیمه کې د اوږدمهاله حل لپاره فعاله ونډه واخلي.

بریکس د نړیوال نظام د بدلون غوښتنه کوي

بریکس په ۲۰۰۶ کال کې د برازیل، روسیې، هند او چین له خوا جوړ شو او جنوبي افریقا په ۲۰۱۰ کال کې ورسره یوځای شوه. وروسته دغه ډله پراخه شوه او اوس ۱۱ غړي لري.

د دې ډلې غړي برازیل، روسیه، هند، چین، جنوبي افریقا، مصر، ایتوپیا، اندونیزیا، ایران او متحده عربي امارات دي. د بریکس هېوادونه د نړۍ د نفوس نژدې نیمایي برخه جوړوي او د نړیوال اقتصاد د پام وړ برخه هم په واک کې لري.

بریکس په وروستیو کلونو کې هڅه کړې چې د نړیوال سیاست او اقتصاد په جوړښت کې د مخ پر ودې هېوادونو ونډه زیاته کړي. د دې ډلې غړي د ملګرو ملتونو، نړیوال وجهي صندوق، نړیوال بانک او نورو نړیوالو ادارو د اصلاحاتو غوښتنه کوي.

روسیه او چین په ځانګړې توګه د لوېدیځ تر نفوذ لاندې مالي او اقتصادي نظامونو د بدیلونو د رامنځته کولو ملاتړ کوي. دوی د سیمه‌ییزو او ملي اسعارو په کارولو او د نړیوالې سوداګرۍ د داسې نظام په جوړولو ټینګار کوي چې د یوه هېواد یا محدود شمېر هېوادونو پر مالي نظامونو لږ متکي وي.

د بریکس دننه اختلافات

سره له دې چې د بریکس هېوادونو په ګډه اعلامیه کې د منځني ختیځ د کړکېچ او یو اړخیزو بندیزونو په اړه ګډ دریځ څرګند کړی، خو د دې ډلې ترمنځ د بهرني سیاست په برخه کې اختلافات هم شته.

هند له امریکا سره پراخې ستراتیژیکې او اقتصادي اړیکې لري، خو په ورته وخت کې له روسیې سره خپلې پخوانۍ اړیکې ساتي او له دغه هېواد څخه د انرژۍ د اړتیاوو لپاره تېل اخلي. متحده عربي امارات هم د امریکا له نژدې شریکانو څخه دی، په داسې حال کې چې ایران د بریکس غړی او د امریکا له سختو بندیزونو سره مخامخ هېواد دی.

د همدې اختلافاتو له امله د بریکس ګډ دریځ د یوه واحد سیاسي یا نظامي ائتلاف پر ځای تر ډېره د اقتصادي او دیپلوماتیکې همکارۍ د چوکاټ په توګه لیدل کېږي.

د هند صدراعظم نریندرا مودي هم ویلي چې بریکس باید د لوېدیځ ضد سازمان په توګه ونه پېژندل شي. هغه د نړیوالو ستونزو د حل لپاره د خبرو او څو اړخیزې همکارۍ پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د جګړې اقتصادي اغېزې

د منځني ختیځ روان کړکېچ یوازې امنیتي او سیاسي اغېزې نه لري، بلکې د انرژۍ او نړیوالې سوداګرۍ په اړه یې هم اندېښنې زیاتې کړې دي.

د بریکس مشرانو د نړیوالې سوداګرۍ، انرژۍ او د اکمالاتي زنځیرونو د دوام پر اهمیت ټینګار کړی او د هغو اقداماتو په اړه یې اندېښنه څرګنده کړې چې د سوداګرۍ او ترانسپورټ پر نړیوال جریان اغېز کولی شي.

د بریکس د نوي ډیلي سرمشریزې ګډه اعلامیه ښيي چې د نړۍ د مخ پر ودې اقتصادونو دغه ډله غواړي د منځني ختیځ د جګړې، نړیوالو بندیزونو، سوداګریزو محدودیتونو او د نړیوال نظام د راتلونکي په اړه خپل غږ لا پیاوړی کړي.

خو دا چې بریکس به وکولای شي د خپلو غړو د بېلابېلو سیاسي او اقتصادي ګټو ترمنځ واقعي ګډ دریځ رامنځته کړي او د منځني ختیځ پر روان کړکېچ اغېز وکړي، لا هم یوه مهمه پوښتنه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د استاد شپون کتابونه او زه | احمدالله مېلمه

ابا مې مازدېګر له ښاره راغی، زه په کلي کې وم. هغه له ځان سره کتابونه راوړي وه، ډېر کتابونه.. په منځ کې یې...