تاند/یکشنبه د وږي ـ سنبلې ۱۵مه_ د پاکستان د پنجاب ایالت اعلی وزیرې مریم نواز شریف ويلي چې، پنجاب د ګاونډ هېوادونو پر پرتله له ګاونډ ایالتونو څخه له ډېرو امنیتي ګواښونو سره مخ شوی دی.
مریم نواز د شنبې پر ورځ په لاهور کې یوې غونډې ته ویلي؛هیله لري چې د پنجاب خلک په بشپړ امنیت کې ویده شي.
هغې ویلي:« له ګاونډ هېوادونو څخه پنجاب ته ګواښونه کم دي، خو له ګاونډ ایالتونو څخه ډېر دي.»
نوموړې زیاته کړې، له همدې سیمو څخه پنجاب ته ترهګریز بریدونه کېږي.
پنجاب په شمال او لویدیځ کې له خیبر پښتونخوا او بلوچستان، په سویل کې له سند ایالت او په ختیځ کې له هند سره ګډې پولې لري.
د پنجاب اعلی وزیره دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د پاکستان حکومت تل هند او افغانستان د پاکستان په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د ناامنۍ پر رامنځته کولو تورن کړي دي.
په داسې حال کې چې،افغانستان دغه ادعاوې تل رد کړي او څرګندوي، چې په پاکستان کې ناامني د دغه هېواد د کورنیو ستونزو له کبله ده.
اوس د دوی له پوځی مسولینو پوښتنه وشي چې د ایالتی حکومتونو امنیت ستونزه د ستاسو کار ده ، د پوځ بودیجه په څه مصرفیږی.
ولس یی ویده ساتل شوی ، دوی فکر کوی چې د ایالتی (صوبو) امنیت مسول هم هند او افغانستان ده، خو ولس ولی اوس مظاهر (لاریون) نکوی په ځانګړی ډول پنجابیان چې پنجاب خو له افغانستان سره نږدی موقعیت نلری نو د پوځ ولی د امنیت راوستلو کې پاتې راغلی