Homeخبرونهمتقي او روزماري دي‌کارلو د دوحې بهیر په اړه خبرې وکړې

متقي او روزماري دي‌کارلو د دوحې بهیر په اړه خبرې وکړې

تاند (یکشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۵ مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د ملګرو ملتونو د سرمنشي د سیاسي چارو او سولې په برخه کې مرستیالې، روزماري دي‌کارلو، په ټیلیفوني خبرو کې د دوه‌اړخیزې همکارۍ او د دوحې بهیر د راتلونکي په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو د راتلونکو همکاریو د پیاوړتیا او پراختیا پر لارو چارو نظرونه سره شریک کړل او د «دوحې بهیر» په چوکاټ کې یې د راتلونکو اړیکو او همکاریو د څرنګوالي په اړه خپل لیدلوري وړاندې کړل.

د دوحې بهیر د ملګرو ملتونو نوښت دی چې موخه یې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د تعامل لپاره د یوه منظم او همغږي چوکاټ رامنځته کول دي. په دې بهیر کې د افغانستان په اړه د بېلابېلو هېوادونو ځانګړي استازي په دوحه کې راټولېږي.

د دغه بهیر لومړۍ غونډه د ۱۴۰۲ کال د غويي په میاشت کې، دوهمه د همدې کال د سلواغې په میاشت کې او درېیمه غونډه د ۱۴۰۳ کال د چنګاښ په میاشت کې ترسره شوې وه.

د دوحې د درېیمې غونډې پر مهال په لومړي ځل د طالبانو چارواکو د شاوخوا ۳۰ هېوادونو او نړیوالو بنسټونو له ځانګړو استازو سره په مخامخ خبرو کې ګډون وکړ.

ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې له طالبانو سره دا تعامل د هغوی د رسمي پېژندنې یا مشروعیت ورکولو په معنا نه دی. د ښځو او نجونو حقونه او د افغانستان نړیوالې ژمنې هم د دغه بهیر د بحثونو له مهمو موضوعاتو څخه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پنځه‌دېرش کاله له تا سره | آصف بهاند

پلار ته مې «... د ښو وختونو له‌پاره مننه، د سختو وختونو له‌پاره مننه، د هر هغه څه له‌پاره مننه چې تا ماته راکړل، او د هر هغه...