Homeخبرونهبغلان کې د ډبرو سکرو کان دننه څلورو کارګرو ژوند بایللی

بغلان کې د ډبرو سکرو کان دننه څلورو کارګرو ژوند بایللی

تاند/یکشنبه د وږي ـ سنبلې ۱۵مه/ د بغلان ولایت مسوولان وایي، د یاد ولایت په تاله او برفک ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو کان دننه څلورو کارګرو ژوند بایللی دی.

مسوولانو ویلي چې دا پېښه د ډبرو سکرو په یو شخصي کان کې د ګازو خپرېدو له امله شوې ده.

د دوی په وینا، له پېښې وروسته ژغورونکې ډله ځای ته رسېدلې، خو د کارګرو پر غوژنې نه ده توانېدلې.

د ډبرو سکرو په کانونو کې د ګازونو خپرېدل، د اکسیجن کمښت، د کان نړېدل او د خوندیتوب د تدابیرو نه مراعاتول د کارګرو ژوند له جدي خطر سره مخ کوي.

کارپوهان وایي، په ځانګړي ډول په شخصي کانونو کې د مسلکي څارنې او خوندیتوب تجهیزاتو نشتوالی د ورته پېښو احتمال زیاتوي.

د کارپوهانو په باور، د ورته پېښو د مخنیوي لپاره باید کانونه په منظم ډول وکتل شي، د زهري او چاودېدونکو ګازونو د معلومولو وسایل او د هوا د مناسب جریان سیستمونه ولګول شي.

دوی وایي، کارګرو ته باید د خوندیتوب لازم تجهیزات او روزنه ورکړل شي او له بېړني حالت سره د مقابلې او ژغورنې لپاره مجهزه ډله موجوده وي.

همدارنګه، هغه کانونه چې د خوندیتوب معیارونه نه پوره کوي، باید تر اصلاح پورې له فعالیت څخه ودرول شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زینت امان د خپل دوهم واده ترخې تجربې بیان کړې

تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۹ مه) د هند مشهورې فلمي ستورې زینت امان له خپل دوهم مېړه مظهر خان سره د ګډ ژوند...