Homeخبرونهروغتیا وزارت: بازارونو کې پر درملو او پر بسته‌بندۍ د بیو لیکل...

روغتیا وزارت: بازارونو کې پر درملو او پر بسته‌بندۍ د بیو لیکل ضروري دي

تاند/یکشنبه د وږي ـ سنبلې ۱۵مه/ د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال مولوي حمدالله زاهد، د درملو واردوونکو شرکتونو مسوولانو سره لیدنه کې په بازارونو کې د درملو د بیو او پر بسته‌بندۍ د بیې لیکل ضروري بللي دي.

د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې، په دې لیدنه کې د درملو د احتکار مخنیوي، د باکیفیته درملو او عرضې، او د هېواد د اړتیا وړ درملو د برابرولو په اړه هم بحث شوی دی.

په ناسته کې د درملو واردوونکو شرکتونو مسوولینو خپلې ستونزې او وړاندیزونه د خوړو او درملو له مرستیال سره شریک کړي او د حل غوښتنه یې کړې ده.

په ورته مهال، د خوړو او درملو معین ډاډ ورکړی چې د واردوونکو شرکتونو د ستونزو د حل لپاره به لازم اقدامات ترسره شي.

د عامې روغتیا وزارت داسې مهال د درملو پر بسته‌بندۍ د نرخ پر درجولو ټینګار کوي، چې تر دې وړاندې یو شمېر هېوادوالو په بېلابېلو درملتونونو کې د یوه ډول درملو د بیو له توپیر څخه شکایت کړی وو.

2 COMMENTS

  1. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د پام وړ!
    باید یاده کړم، چې درمل زیاتره په سینتیتیک بڼه جوړېږي او له بیولوژي یا طبیعي درملو سره توپیر لري. د شکر د ناروغي یو ډول انسولین بیو دي، مګر زیاتره تولید یې سینتیتیک دی. د وینې د رقیقیدو درمل (Heparin) زیاتره د خنځیر او یا نورو حیواناتو د کولمو د دننني قشره جوړېږي، چې بیولوژیک درمل دی، خو الترناتیف هم شته، چې هغه بیا سینتیتیک (Heparin) دي. د زړه بیولوژیک والونه هم شته، چې د خنځیر او یا د غوایي د زړه له پردې جوړېږي. همدا ډول د کپسولونو په جوړښت کې له جیلاتین هم استفاده کېږي، چې پراخ تولید یې د خنځیر له اجسامو تولیدېږي، خو د غوایي جلاتین او د نباتاتو لیستین هم شته! پوښتنه دا ده، چې افغانستان ته واردیدونکي د درمل کپسولونه له کوم جلاتینه تولیدېږي؟ ډېرې نورې پېښې هم شته، چې یوې پراخ بنسټه لیکنې ته اړتیا اري، خو د اوس لپاره باید د بیو د ویي پر ځای دې درمل ولیکل شي، د خطراتو پېښو ته د یې ښودنه وشي او په کومه درجه د حرارت کې منتقل او وساتل شي! او له وړانګو او روښنایي وساتل شي. یوازې د بیو لغت کېدی شي، نورې د پوهاوي ستونزې رامنځ ته کړي.
    د خوراکي بیو او غیر بیو توکیو اړوند باید وګړو ته اړین توضیحات ورکړل شي، چې د خوراکي توکیو د ادارې مسؤلیت دی، چې ولې بیو او یا ولې غیر بیو خوراکي توکي وخوړل شي. په لوېدیز کې د بیو لپاره ډېر تبلیغات کېږي، مګر زه د عادي خوړو پلوی یم! په هالند، انګلیس، جرمني.. ټوله لوېدېزه اروپا کې د چرګانو او نورو حیواناتو واکسینول قانوني منع دي، که مرغ مري یا ګوموري پېښه شي، نو دغه حیوانات وژني او سوځوی يې! د واکسینشویو چرګانو واردول اروپا ته منع دي او قانوني څارنه یې کېږي. آیا تاسو په ټوله افریقا او آسیا کې د افغانستان په شمول داسې ملک یادولی شی، چې چرګان پکې واکسین نه شي؟ د توبرکولولوز واکسین هم په لوېدیز نړۍ کې له اویاومو کلونو نه تر سره کېږي، مګر په وروسته پاتیو ملکونو کې یوه عادي د وقایوي روغتیاپالنې توګه ده! نو له خپل ټغر سره مو پښې برابرې وغزوی! ستاسو د بري په تمه! وسلام

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د هندي سینما وتلی لوبغاړی نانا پاټېکر د ۷۵ کلونو په عمر ومړ

تاند/ پنجشنبه د تلې ـ میزان ۱۶مه/ د هندي سینما وتلی او تجربه‌کار لوبغاړی نانا پاټېکر د پنجشنبې په سهار، د ۷۵ کلونو په...