تاند/یکشنبه د وږي ـ سنبلې ۱۵مه/ د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي په سیاسي او سولې چارو کې د ملګرو ملتونو سرمنشي له مرستیالې روزمري ډیکارلو سره په یوه ټلیفوني اړیکه کې د طالبانو د حکومت او ملګرو ملتونو ترمنځ د همکاریو د عمومي وضعیت او د راتلونکو همکاریو د لا پیاوړتیا او پراختیا پر لارو چارو خبرې کړي.
بهرنیو چارو وزارت وایي، په دې لیدنه کې د دوحې پروسې د راتلونکي تعامل او همکاریو پر څرنګوالي هم بحث شوی دی.
د سیاسي شنونکو له نظره، دا ډول اړیکې د افغانستان او ملګرو ملتونو ترمنځ د تعامل د دوام لپاره مهمې دي.
د دوی په وینا د دوحې پروسې په اړه خبرې ښيي چې د افغانستان موضوع لا هم د نړیوالو بحثونو په اجنډا کې ده او د اختلافونو ترڅنګ د خبرو اترو چینلونه باید فعال پاتې شي.
شنونکي باور لري چې د ملګرو ملتونو له استازو سره منظم تعامل کولای شي د افغانستان د سیاسي، بشري او اقتصادي مسایلو د حل لپاره د تفاهم زمینه برابره کړي. په ځانګړې توګه، د دوحې پروسې راتلونکی تعامل کولای شي د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د باور جوړونې او د عملي همکاریو د پراختیا لپاره مهم فرصت وي.