تاند (یکشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۵ مه) د طالبانو د عدلیې وزارت د یکشنبې په ورځ، د سپټمبر ۶مه، اعلان وکړ چې د کابل د بګرامۍ ولسوالۍ د احسان مېنې تر ۶۹ جریبه ډېره ځمکه د «شرعي او امارتي پرېکړې» له مخې دولتي ځمکه تثبیت شوې ده.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د مرکز زون د غصب شویو ځمکو د قضیو د څېړنې ځانګړې محکمې د یادې مېنې ۳۶۴ جریبه ځمکې اسناد ارزولي او له دې ډلې یې ۶۹.۴۵ جریبه «امارتي» ځمکه بللې ده.
احسان مېنه د کابل په جنوبختیځ کې د بګرامۍ ولسوالۍ د کمري په سیمه کې موقعیت لري.
د طالبانو د عدلیې وزارت ټینګار کړی چې په ټول افغانستان کې د دوی په وینا د غصب شویو ځمکو د تثبیت او مصادرې بهیر په چټکۍ سره دوام لري.
د ځمکو د قضیو په اړه د طالبانو پر محکمو نیوکې هم کېږي چې په ډېرو مواردو کې د تورنو کسانو له مدافع وکیل پرته قضیې څېړي. منتقدان طالبان د عادلانه محاکمې د اصولو په نه رعایت تورنوي.
طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونه جریبه ښاري او کرنیزه ځمکه دولتي بللې او مصادره کړې ده. د دغو پرېکړو پر وړاندې په یو شمېر سیمو کې د خلکو اعتراضونه هم شوي دي.
منتقدان وايي، د طالبانو د ځمکو د تثبیت په بهیر کې د مدافع وکیل نشتوالی، د ملکیت د اسنادو نه منل او د ځانګړو کسانو او ډلو په ګټه د سیاسي لاسوهنو په څېر جدي ستونزې شته.