پخوا به چې چا غوښتل د خپلې مینې، باور او اخلاص ژورتیا څرګنده کړي، نو په ډاډ به یې یو بل ته ویل: «د ورور غوندې راباندې غږ کوه!»
دا یوازې یوه جمله نه وه؛ د یوه لوی احساس، درانه باور او سپېڅلي تعهد نښه وه. په دې څو ټکو کې د ملاتړ ژمنه او د وفادارۍ قول پروت و. دا پیغام پکې نغښتی و چې د ژوند په تنګو لارو، د ستونزو په تورو شپو او د اړتیا په سختو شېبو کې به دې یوازې نه پرېږدم. یعنې په ژوند او مرګ کې به سره شریک یو، ستا درد به راته خپل درد ښکاري او ستا د اوږو د دروند بار په پورته کولو کې به درسره مرسته کوم.
خو اوس دې جملې خپل پخوانی رنګ بایللی ؛ مانا یې کمزورې شوې او د ژمنې غږ یې ورو شوی دی. ستونزه دا نه ده چې خلک د ورورولۍ له نومه ستړي دي؛ ستونزه دا ده چې د ورورولۍ تر نوم لاندې بې مسؤلیتۍ، بې پروايۍ او ځانغوښتنې پوزې ته راوستي دي. نومونه شته، خو روحونه یې پیکه شوي؛ اړیکې لا شته، خو هغه پخوانی اخلاص پکې نه لیدل کېږي.
په ځانګړي ډول، په ګډو کورنیو کې د ورورولۍ تر یوه چت لاندې داسې پردیتوب زېږي، چې پردي یې په تصور کې هم نه شي راوستلای. خلک یو ځای اوسېږي، ډوډۍ یو ځای خوري او د یوه کور تر سیوري لاندې ژوند کوي؛ خو د یو بل د درد، اړتیا او مسؤلیت پر وړاندې داسې بېپروا وي، لکه د یو بل له ژوند سره چې هېڅ تړاو نه لري. د ورور نوم اخلي، خو د ورور دنده نه مني؛ د خپلولۍ دعوه کوي، خو د خپلولۍ د حقونو پر ځای یوازې خپلې غوښتنې ویني. ان کله ناکله د یوه انسان په توګه هم د بل انسان درد نه شي درک کولای.
عجیبه ده! موږ د ورورولۍ تمه له نومونو کوو، حال دا چې د ورورولۍ حقیقت په نومونو کې نه، بلکې په کړنو کې نغښتی دی. موږ د مینې خبرې ډېرې کوو، خو د مینې تر ټولو لویه ازموینه هغه وخت وي چې څوک مرستې ته اړتیا ولري، څوک د ژوند تر فشار لاندې ماتېږي او څوک د ستونزو د دروند بار له امله د یوه خواخوږي لاس ته سترګې په لار وي. دا هغه شېبه ده چې د اړیکو حقیقت راڅرګندېږي او د ژبې پر ځای عمل خبرې کوي.
حقیقي ورورولي دا ده چې د غم پر مهال دې پر اوږه لاس کېږدي او د بریا پر وخت مبارکي درکړي؛ د ماتې پر مهال دې ارزښت کم ونه ګڼي او د مسؤلیت پر وخت له خپل برخلیکه پردی نه شي.
ورورولي د وینې په تړاو پیل کېدای شي، مګر په اخلاص، وفادارۍ، درک او مسؤلیت ژوندۍ پاتې کېږي. یوازې ګډه وینه انسانان نه سره نږدې کوي؛ کله ناکله د یوه پردي رښتینی اخلاص تر سلګونو خپلوانو ډېر د ورورولۍ حق ادا کوي.
نو که رښتیا هم څوک وایي: «د ورور غوندې راباندې غږ کوه!» باید د دې جملې تر ویلو وړاندې د هغې دروندوالی هم درک کړي. ځکه دا صرف د یوه لفظ غوښتنه نه ده، بلکې د یوه باور سپارل دي؛ دا ایله د یوې اړیکې تړون نه دی، بلکې د یوه مسؤلیت منل دي.
ورور هغه نه دی چې یوازې دې د ورور په نوم یاد کړي؛ ورور هغه دی چې د ژوند په سختو شېبو کې دې ګوښی پرېنږدي. هغه چې ستا د درد پر وړاندې چوپ پاتې نه شي، ستا د اړتیا پر مهال پلمه ونه لټوي او د مسؤلیت پر وړاندې د شغال غوندې پښې سپکې نه کړي.
ځکه انسان د خبرو له مخې نه، بلکې د کړنو له مخې پېژندل کېږي؛ او ورورولي هم په دعوه نه، بلکې په وفا ثابتېږي.
لیکوال: شاه زلمی
نېټه: ٢٠٢٦ کال د اکتوبر ٢١مه