Homeخبرونههره ورځ د رومي بانجانو خوړل ښايي د ځیګر د غوړ په...

هره ورځ د رومي بانجانو خوړل ښايي د ځیګر د غوړ په کمولو کې مرسته وکړي

تاند (یکشنبه، د وږي/ سنبلې ۲۲ مه) یوه نوې څېړنه ښيي چې هره ورځ د رومي بانجانو خوړل ښايي د هغو کسانو په ځیګر کې د غوړ په کمولو کې مرسته وکړي چې د ځیګر له غیرالکولي غوړ ناروغۍ سره مخامخ دي.

د ځیګر غیرالکولي غوړ ناروغي په بریتانیا کې په هرو درو کې شاوخوا یوه ته متوجه ده او له چاغښت، لوړ کولېسټرول او دوهم ډول شکر یا قند ناروغۍ سره تړاو لري. په ځینو کسانو کې دا ناروغي د ځیګر د التهاب او داغي کېدو سبب کېږي او په سختو حالتونو کې دا خطر هم لري چې ځیګر له کاره ولوېږي.

د ایټالیا د معدې او کولمو ناروغیو د ملي انستیتیوت څېړونکو ۷۹ لویان چې د غوړ ځیګر په ناروغۍ اخته وو او د بدن د کتلې شاخص یې ۳۰ یا تر دې کم و، په دوو ډلو ووېشل.

یوې ډلې د شپږو اوونیو لپاره هره ورځ ۲۰۰ ګرامه اوومه رومي بانجان، چې د یوه غټ رومي بانجان برابر دي، د ۵۰ ګرامه رومي بانجانو له ساس سره خوړل؛ خو بلې ډلې له رومي بانجانو پرته خواړه وخوړل.

له شپږو اوونیو وروسته، د ځانګړي سکن له لارې د ګډونوالو په ځیګر کې د غوړ اندازه وکتل شوه.

پایلو وښودله چې په دواړو ډلو کې د ځیګر غوړ کم شوي وو، خو د رومي بانجانو خوړونکې ډلې کې دا کموالی ډېر و. په دې ډله کې د ځیګر غوړ د څېړنې د پیل پرتله شاوخوا ۱۱ سلنه کم شوي وو، په داسې حال کې چې له رومي بانجانو ډډه کوونکې ډلې کې دغه کموالی کابو ۶ سلنه و.

دا څېړنه چې د «نیوټرینټس» په مجله کې خپره شوې او د ایټالیا د روغتیا وزارت له خوا تمویل شوې، د رومي بانجانو د خوړلو او د ځیګر د روغتیا ترمنځ د احتمالي اړیکې نښې ښيي.

خو څېړونکي وايي، د دې اغېز د لا کره ثابتولو لپاره نورو څېړنو ته اړتیا ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو شمېر افغان فرهنګیان: د ژبو په اړه دې له پاروونکو او ناعلمي بحثونو ډډه وشي

تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۶ مه) یو شمېر افغان لیکوالو او فرهنګي شخصیتونو د افغانستان د ژبو، لهجو او ملي مسایلو په اړه...