Homeخبرونهمتقي له بنګله دېشي پلاوي سره د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي تعامل...

متقي له بنګله دېشي پلاوي سره د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي تعامل په اړه خبرې وکړې

تاند/ پنجشنبه د وږي ـ سنبلې ۱۹مه/ افغانستان کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي کابل ته د بنګله دېش له راغلي پلاوي سره، چې علماء، سوداګر او صنعتکاران په کې شامل دي، د افغانستان او بنګله دېش د دوه اړخیزه اړیکو او تعامل د پراختیا په اړه خبرې وکړې.

بهرنیو چارو وزارت تېره شپه ناوخته په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، دواړو لورو د یوې لیدنې پر مهال د کابل او ډاکې د دوه اړخیزه اړیکو د پراختیا او د دواړو لورو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي تعامل د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.

د سرچینې په وینا، دواړه خواوو په دې لیدنه کې هیله څرګنده کړې چې، ورته ناستې د افغانستان او بنګله دېش د دوه اړخیزه اړیکو په پراختیا کې مهم رول لري.

د سیاسي شنونکو له نظره، له بنګله‌دېش سره د افغانستان د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو پراختیا کولی شي د افغانستان د سیمې له هېوادونو سره د تعامل کچه لوړه کړي. دا ډول اړیکې په ځانګړي ډول د سیاسي مشروعیت، سوداګرۍ او سیمه‌ییزې همکارۍ لپاره مهمې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د خبر لیکنې آرونه او اصول| نصرت الله نصرت

لیکوال: اکبر نصراللهي ژباړن: محمدآصف شینواری خپرندوی: دانش خپرندویه ټولنه چاپ کال: ۱۳۸۶ل / ۲۰۰۷ز د کتاب شمېر: ۱۳۰ مخونه ما د «د خبر لیکنې آرونه او اصول» کتاب...