تاند (شنبه، د زمري/ اسد ۱۰ مه) د «له پولیو پاک افغانستان» موسسې د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د ماشومانو لپاره د څو واکسینونو د هممهاله تطبیق ۱۰ ورځنی کمپاین به د شنبې په ورځ (د اسد ۱۰مه) په ټول افغانستان کې پیل شي. په دې کمپاین کې به ماشومانو ته د پولیو (د ماشومانو د فلج)، شري، پنځهګوني واکسین (پینټاوالنټ)، سکاروي (سینهبغل) او نسناستې ضد واکسینونه ورکړل شي.
له پولیو پارک افغانستان د جمعې په ورځ، د اسد په ۹مه، په خپله اېکسپاڼه (X) کې لیکلي چې د څو واکسینونو د تطبیق ۱۰ ورځنی کمپاین به د شنبې له ورځې پیل شي.
د دې موسسې په وینا، ماشومانو ته به د هغوی د عمر او اړتیا له مخې اړین واکسینونه ورکړل شي. په خپره شوې خبرتیا کې دا نه دي څرګند شوي چې دا کمپاین به د هېواد په کومو ولایتونو کې تطبیق شي.
دا کمپاین په داسې حال کې ترسره کېږي چې افغانستان لا هم د واکسیناسیون د پوښښ او د پولیو ناروغۍ د له منځه وړلو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دی.
تر دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په خپل کلني راپور کې ویلي و چې په افغانستان کې ۱۶.۶ میلیونه ماشومانو د واکسیناسیون په ملي کمپاینونو کې د شري واکسین ترلاسه کړی او میلیونونو نورو ماشومانو ته د پولیو واکسین هم تطبیق شوی دی. سره له دې چې د واکسیناسیون کمپاینونه دوام لري، خو پولیو لا هم په افغانستان کې یړنه له منه نه ده تللې.