Homeخبرونهد نیمروز په دښتو کې د بې درکه ۱۴ ځوانانو مړي وموندل...

د نیمروز په دښتو کې د بې درکه ۱۴ ځوانانو مړي وموندل شول

تاند (جمعه د اسد/زمري ۹مه)نیمروز کې د طالبانو د ولایت ویاند عبدالمتوکل توحیدي رسنیو ته ویلي چې، د هغو ۱۴ ځوانانو مړي موندل شوي چې ایران ته د قاچاقي سفر پر مهال د دغه ولایت په دښتو کې ورک شوي وو.

د نوموړي په وینا، د پنځو نورو ځوانانو مړي هم څو ورځې وړاندې د نیمروز په دښتو کې موندل شوي وو.

د راپورونو له مخې، دغو ۱۹ کسانو غوښتل چې، د نیمروز ولایت له قاچاقي لارو ایران ته واوړي؛ خو په دښته کې یې لاره ورکه کړې او د سختې ګرمۍ او تندې له امله یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

تر دې وړاندې هم د نیمروز سیمه‌ییزو چارواکو په دښتو کې د دغې ډلې د ځوانانو د ورکېدو پخلی کړی و.

د نظر خاوندان دا یوه ډېره دردوونکي پېښه بولي او وایي، د ښه ژوند او کار په هیله د ځوانانو د قاچاقي لارو سفر باید د داسې غمجنو پایلو سبب نه شي.

دوی ټینګار کوي چې، اړینه ده چې د هېواد دننه د کار او اقتصادي فرصتونو د رامنځته کولو ترڅنګ، د قاچاقي سفرونو د خطرونو په اړه هم خلکو ته لا ډېر پوهاوی ورکړل شي، څو نورې کورنۍ د خپلو غړو د له لاسه ورکولو له درد سره مخ نه شي.

کارپوهان په هېواد کې ورک حاکم حالت، ناسم اقتصادي وضعیت او ځوانانو ته د حکومت نه پاملرنه پر قاچاقي لارو د ځوانانو د تګ د ډېرېدو ستر لاملونه یادوي.

1 COMMENT

  1. خدای دی دا ګُلالی او په زړه او بدن ستړی ځوانان وبخښی. ددی ډول صحنو لیدل ډیر ځوروونکی دی البته ددی ناوړو پیښو اصلی مسببین او مسئولین نړیوال او محلی مدیران دی.
    باید یادونه وشی چی دا ډول دردوونکی پیښی پنځوس کلونه مخکی هم را منځته کیدی.
    د ظاهرشاه او داوودشاه د حکومتونو په وروستیو کلونو کی هم ډیر ځوانان ایران ته په غیرقانونی توګه د تګ په حال کی د ګرمی او تندی د بیرحمانه څپو قربانی شوی دی.
    اکثراً د یو چا په ذهن کی زموږ د هیواد د تیرو او اوسنیو حاکمانو د مشروعیت په هکله د شک او تردید څخه ډکی پوښتنی پیدا شی ( ولی د وخت حاکمانو لخوا بیکاره او سالمو ځوانانو ته اجازه نه ورکول کیده چی په رسمی او قانونی توګه مثلاً د ایران هیواد یا نورو هیوادونو ته د کار کولو په موخه ولاړ شی او ځان او کورنی ته یوه ګوله حلاله مړۍ لاسته راوړی.
    ځوانانو ته د سفر او کار د اجازی د نه ورکړی په باب د وخت د حاکمانو احمقانه ( په حقیقت کی خائنانه) توجیه دا وه چی ګواکی په نورو هیوادونو کی د افغانانو نوکری او کار د هغوی ملی غرور ته زیان رسوی. ( عجب ).
    اې زما تاریخ او جغرافیا! لږ غوندی رحم را باندی وکړه سخته اړتیا لرو ترحم ته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«شنبه» څه معنا لري او له کومه راغلې ده؟

تاند - د اوونۍ د ورځو په نومونو کې د «شنبه» وروستاړی څه معنا لري او دا کلمه له کومه راغلې ده چې ورڅخه...