Homeخبرونهننګرهار کې د یوه کور د چت لوېدو پېښه کې د یوې...

ننګرهار کې د یوه کور د چت لوېدو پېښه کې د یوې کورنۍ ۴ غړي مړه او ژوبل شول

اند (جمعه د اسد/زمري ۹مه) د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار په اتمه ناحیه او یو شمېر ولسوالیو کې نن د سختو بارانونو له امله سېلونه راوتلي او خلکو ته یې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

ننګرهار کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر، قریشي بدلونپه یوه ویډیویي کلیپ کې ویلي چې، نن (جمعه) سهار د دې ولایت د شینوارو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د سېلابونو له امله د یوه کور چت لوېدلی چې له امله یې د هغې کورنۍ ۴ غړي مړه او ژوبل شوي دي.

بدلون زیاتوي چې، د یادې پېښې له امله یوه ښځه مړه او درې تنه نور ژوبل شوي دي.

نوموړی زیاتوي، چې د وروستیو سېلابونو په پایله کې د جلال‌اباد ښار د اتمې ناحیې دامان سیمه کې هم زورو سېلونه راوتلي چې، خلکو ته یې مالي زیانونه اړولي دي.

دغه راز په مومندرې ولسوالۍ کې هم سېلونو لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه زیانمنه کړې ده.

په دې سېلونو کې د اوښتو زیانونو په تړاو تر اوسه کره شمېرې نه دي وړاندې شوي.

دا سېلونه داسې مهال راووځي چې، نن د هوا پېژندنې ملي ادارې په ۷ ولایتون کې د سختو بارانو او سېلونو اټکل کړی وو.

د یادونې وړ ده چې، تېره اوونۍ د سختو سېلونو له امله د نورستان مرکز پارون تر اوبو لاندې شو او سلګونه کسان په کې مړه او ژوبل شول او سخت مالي زیانونه یې واړول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

بي‌بي‌سي د افغانستان د ۲۰۲۱ کال د پېښو په اړه د «کابل» ډرامه خپروي

تاند (شنبه، د زمري/ اسد ۴ مه) د بریتانیا بي‌بي‌سي (BBC) د «کابل» په نوم یوه اروپایي ډرامه اخیستې چې په ۲۰۲۱ کال کې...