Home+حفیظ الله امین څوک و؟

حفیظ الله امین څوک و؟

تاند- حفیظ الله امین د ۱۹۲۹ د اګست په ۱ زېږېدلی، د ۱۹۷۹ د دسمبر په ۲۷ وژل شوی دی.

له نن څخه 98 کاله پخوا د ۱۹۲۹ د اګست په لومړۍ نېټه (د ۱۳۰۸ د زمري په لومړۍ حفیظ الله امین د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ په قاضي خېلو کلي کې وزېږېد.

امین لومړنۍ زده کړې په پغمان ولسوالۍ کې وکړې، لېسه او دارالمعلمین یې په کابل کې ولوستل، وروسته یې د کابل پوهنتون په ساینس پوهنځي کې لیسانس وکړ. د لیسانس له ترلاسه کولو وروسته یې د ښوونکي په توګه دنده پیل کړه. د ښه استعداد له کبله ژر د ابن سینا لېسې مدیر شو.

په ۱۳۲۶ لمریز کال یې سکالرشیپ ترلاسه او د لوړو زده کړو لپاره امریکا ته لاړ. هلته یې د ښوونې او روزنې په برخه کې ماستري ترلاسه کړه او کابل ته تر راګرځېدو وروسته یې په یوه امریکايي تعلیمي مرکز کې کار پیل کړ. په همدې موده کې له نور محمد تره کي سره اشنا شو.

دی په امریکا کې تر یوې مودې پورې د کولمبیا پوهنتون د افغان محصلانو د ټولنې مشر و.

امین په ۱۳۴۱ لمریز کال د دوکتورا لپاره بیا امریکا ته لاړ خو د دې لپاره چې چپي افکارو ته لېوال شوی و او سیاست یې پر ذهن غلبه کړې وه، بې له دې چې دوکتورا واخلي په ۱۹۶۵ م کال کابل ته راستون شو.

د خلق او پرجم په ډلو د افغانستان د خلق د دیموکراتیک ګوند د وېشلو کېدو په مهال امین د خلق ډله غوره کړه. دی وروسته په خلق ګوند کې د پوځيانو د جلب و جذب د چارو مسوول شو او بالاخره یې د ۱۳۵۷ د ثور په اوومه (د ۱۹۷۸ اپریل) د ثور کودتا وکړه.

له کودتا وروسته امین د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر وټاکل شو. له کودتا یو کال وروسته صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر شو.

امین د ۱۳۵۸ د سنبلې په ۲۵ مه د نورمحمد تره کي له وژل کېدو وروسته د افغانستان د خلق د دیموکراتیک ګوند سرمنشي، د انقلابي شورا ريیس او لومړی وزیر شو. د صدراعظم په ځای لومړي وزیر کلمه امین رامنځته کړه.

د امین حکومت پوره سل ورځې دوام وکړ.

امین په دغو سلو ورځو کې هڅه وکړه چې له هغو بې رحمیو څخه ځان مبرا وښيي چې د نوره محمد تره کي په مشرۍ د خلق د دیموکراتیک جمهوریت په واکمنۍ کې شوې وې. ده د ۱۲ زره وژل شویو سیاسي بندیانو لیست خپور کړ او د قانونیت، مصونیت او عدالت په شعار یې هڅه وکړه چې خلکو ته ډاډ ورکړي چې نور به د پخوا په شان نه نیول کېږي او نه وژل کېږي.

امین بالاخره د ۱۳۵۸ د جدي په ۶ مه د شوروي اتحاد د پوځونو له لوري ووژل شو.

10 COMMENTS

  1. امین د افغانستان وروستی ازاد ولسمشر وو! هغه دولس زره کساان چې وژل شوي دي، ۹۰ فیصده یې د ای اس ای د مزدورانو ګلبدین، ربانی او مسعود کسان وو! چې د غولو بوی یې تر اوسه افغانستان څخه کناراب جوړو کړی. که هغه لا ژوندي وای نو خدای خبر چې څه حال به وای.

    • ببرک صاحب، هیڅ څوک دا حق نلري چې د بل انسان د متفاوتي مفکوره پر بڼست له منځه یوسئ. جنایت ته باید د جنایت په سترګه وکتل شي. کوم ظلمونه چې دغو خلکو تر سره کړي او هغه هم د خپل ملت په وړاندي نه د بخښنې او نه هم د توجیه وړ دي. دولس زره لسانس او مافوق د لسانس د ملت بچیو شهادت ته د کناراب د موادو خطاب کول په اسلامي، افغاني او انساني اصولو سپک او قبیح کار دي. د ما لپاره د یوه انسان مرګ د منلو وړ ندي او ته ١٢٠٠٠ انسانانو په بیرحمانه قتل خوشحالي څرګندوي د تاسف او خفګان ځاې دي.
      البته د ما خبري د کوم تنظیم په ګټه ندي ماته حپل ملت د ارزښت وړ دي

  2. د افغانستان هر وګړی به هر سیاسی رهبر پیژنی ( ضمناً د هر رهبر په وړاندی د هر وګړی لید به توپیر سره ولری) خو اصلی ستونزه دا ده چی ” رهبر یا رهبرانو ” خپل وولس او لوی قدرتونه نه وه پیژندلی او نه دی پیژندلی او اوس ئی هم نه پیژنی.

  3. سلام
    هو! پېژندنه
    افغانانو ته له هرڅه نه خپلې ګټې ، ملګرتیا او انډیوالی، مقام اوقدرت، پیسې اوشهرت ولو که په څلورو باندې روان هم وی اهمیت ورته لری چې دا بیسوادی یو ستر لامل دی. زه یی مثالونه پریږدم خوداشرم دی چې دمعین په کچه نفوس به ص تورې لیکی ادګرامر داکتر دسوسیالوژی کارونه مخ ته وړی. یا دټپوس په څیر دوژنې په خاطر له امریکا څخه مرسته غواړی.
    زه لیرې نه ځم او دتور لګونې خبره هم نه ده چی چاته غاښونه وچیچم دا زما مسئولیت نه دی. اصلا زموږ هېواد کې ملی او اسلامی اصول دیوې ځانګړې جهان بینی پر بنسټ چې هغه کې دبوهې او تقوی ، داعتدال یا منخلاریتوب او ارزښتونو معیار مراعات شی شتون نه لری. مهمه نه دهچط دګوډی پر سر څوک ناست دی. افغانان تل بهرنی پسې ښې منډې وهی اوخپل ورته بد شکاری!
    تاسې وګوری زموږ دیر لوړ القابی ښه دی او که بد، کین دی او که ښی. جمهوری دی او که امارتی، ختیخ دی او که لویدیځ ، کا هو دی اوکه ټېپر! داټول ډیر احساساتی چیغې او نارې وهی راشی په افغانستان انتر نشنال ، طلوع او نور کط دیوشمېر بد وبلا تلویزنو کې دستیج په سردا انډوخر، او جګړې،لافې او باټې بګیر ونمان هلی چې لیوه راغی! له نیږ دې وڅېړی!!!
    فلهذا دمعادلې اوستونزې سرکې دوژونکی ، ظالم، رسوا، خاین، بې ناموسه وطن فروش ، مرتجع ، سپک چار عیب شرعی مفهوم له منخه خی څلور الی پنځه لسیزو کې تاسې یو خورد ضابط لیدلی چې له ملت نه یې دخبل جنایت معذرت غوښتی وی ؟ اوس تاریخ حه دول حکم کوی راځی امین ر واخلی چې ایادې قاموس کې په تول برابر یووژونکی جنایت کار نه وه؟ اوپه پای کې دامین هغه وخت کې دابن سینا ښوونځی یوه متوسطه وه نه لېسه.

  4. هو! پېژندنه
    افغانانو ته له هرڅه نه خپلې ګټې ، ملګرتیا او انډیوالی، مقام اوقدرت، پیسې اوشهرت ولو که په څلورو باندې روان هم وی ډیر اهمیت لری چې دا د بیسوادی یو ستر لامل دی. زه یی مثالونه اوس پریږدم خودا لوی شرم دی چې دمعین په کچه نفوس به ص تورې باندې لیکی اودګرامر داکتر بی دیبلوماتیک اودسوسیالوژی کارونه مخ ته وړی. یا دګلم جم ټپوس په څیر دوژنې په خاطر له امریکا څخه دوسایلو او ابزارو غوښتنه کوی.
    زه لیرې نه ځم او دتور لګونې خبره هم نه ده چی چاته غاښونه وچیچم دا زما مسئولیت نه دی. اصلا زموږ هېواد کې ملی او اسلامی اصول دیوې ځانګړې جهان بینی پر بنسټ چې هغه کې دپوهې او تقوی ، داعتدال یا منخلاریتوب او ارزښتونو معیار مراعات شی شتون لری یانه لری تاسې پرېکړه وکړی زه به دنکتایی فتوا نه ورکوم. مهمه نه ده چې بر دګوډی پر سر څوک ناست دی. افغانان تل بهرنی پسې ښې منډې وهی اوخپل ورته بد ښکاری!
    تاسې وګوری زموږ دیر لوړ القابی ښه دی او که بد، کین دی او که ښی. جمهوری دی او که امارتی، ختیخ دی او که لویدیځ ، کا هو دی اوکه ټېپر! داټول ډیر احساساتی چیغې او نارې وهی راشی په افغانستان انتر نشنال ، طلوع او نور کې دیوشمېر بد وبلا هیاهو تلویزنو کې دستیج په سر وګورو دا انډوخر، او جګړې،لافې او باټې بګیر ونمان هم واوړی او همدا وایی چې هلی ژرشی چې لیوه راغی! راخی دغه واقعیت له له نیږ دې وڅېړی!!!
    فلهذا دمعادلې اوستونزې سرکې دوژونکی ، ظالم، رسوا، خاین، بې ناموسه وطن فروش ، مرتجع ، سپک چار عیب شرعی مفهوم له منخه ځی اوټول دتورزن سنګر کې ځان راښیی. څلور تر پنځه لسیزو کې تاسې یو خورد ضابط لیدلی چې له ملت نه یې دخپل جنایت په هکله معذرت غوښتی وی پخوانی ولس مشر او قومندان اعلی او ادنا خو لاپرېږده ؟ اوس تاریخ څه دول حکم کوی ؟ راځی امین ر واخلو چې ایادا باتور دتاریخ به قاموس کې په تول برابر یووژونکی جنایت کار نه وه؟ اوپه پای کې دامین هغه وخت کې دابن سینا ښوونځی یوه متوسطه وه نه لېسه.

  5. سلامونه،
    زما په فکر، د افغانستان له فاتحانو،امپراطورانو،پاچایانو،جمهور رییسانو او امیرانو … یوه هم پخپل قدرت وخت کې د ولس یا ولسونو د قتل او وژنو مخنیوی نه دی کړی؛مستقیم یا غیر مستقیم؛
    داچې اوس ټول خلک د امنیت،عدالت او مصونیت او ډوډۍ کار او کور او اور نارې وهي ؛دا د تیرې پیړۍ دانقلابي دولتونو شعارونه ول؛او غوښتل ۍ چۍ خپلو وګړو ته ې برابر کړي .تره کي او امين همدا غوښتل؛لاکن د غرب وشمال و جنوب او شرق ابر قدرتانو خپل مفادات په خطر کې لیدل نو له هر ډول دسایسو اوتوطیو نه ې کار اخیسته تر څو ملي ډیموکراتیک او مترقي انقلابونه ناکامه او خلکو کې دهشت اوفتنې خپرې کړي.
    د ځوان انقلابي حفیظ الله امین په برخه هم د کا جي بي او داخلي ګوډاګیانو او ضد د انقلاب ګروهګانو همدا کړنې وکړې .زه نه وایم چې هغوی به خطا یا سهوې نه درلودې مګر په هغه مقطع د زمان کې هماغسې لازم ول.
    د هغه نه وروسته د کارمل،نجیب ؛او بیا مجاهدینو او کرزی عودلا غني په غیر مترقبه رژیمونو کې لکه چې د هغوی نه کم جنایات او وطن فروشۍ وشوې؟؟؟؟؟ د دوی ولې څوک نه یادوي،؟
    او تر ټولو بد او منفور اعمال زما په نظر د امپریالستانو په ټانک و الوتکو سپاره تش دقدرت اریکه چوکۍ ته خوشاله شاشجاعګان و چې د امین او نجیب غوندې لیډران ې ځوانیمرګان کړل او خپله ې له هغوی بتر جنایات وکړل.
    فاعتبروا یا اولی الابصار

  6. سپینه خبره:
    ملا نصرالدین سهار وختی له کوره را ووت او ښاروالی ته روان ۇ. کوم چا د غوا پر خوشائی باندی نصوار تُف کړی وه کله چی د ملا نصرالدین سترګی پر دې منظره ولګیدې نو په لوړ ږغ ئې وویل:
    « عجب بد خلګ دی، خوشائی ئې مُردار کړی دی ».
    امین د سی آی ای په دستګاه کی ظاهراً په کمونسټی او په باطن کی په کمونسټی ضد افکارو مجهز او روزل شوی ۇ.
    ” تعقل او تفکر ” لوی نعمت دی.
    څنګه امکان لری چی چارلی چاپلین غوندی کس چی فقط د انساندوستی احساس ئې درلود د کمونسټی افکارو د درلودلو په تور له امریکې څخه وشړل سو او خپل پلرنی ټاټوبی( لندن ) ته ولاړ خو حفیظ… امین غوندی یو کمونسټ!!!!: په امریکا کی د کمونسټی افکارو سره سره د کار او تحصیل او فکری فعالیت اجازه درلوده؟
    په هره توګه،
    هغه کسان چی د ظاهرشاه د دموکراسی د لسیزی آتشین مدافعین دی باید دې پوښتنی ته جواب ووائی چی:
    څنګه امکان لری یو دولت خپلو ځوانانو ته د کمونسټی افکارو د تخم د شیندلو اجازه ورکړی خو دا توقع هم ولری چی دا کونسټی ډلی به د سلطنت د ړنګیدو اقدام ونکړی؟

  7. په افغانستان کی د کودتاګانو بنسټ داود دکمونستانو په مرسته او دوژنو بنسټ امین د ترکی په مشری او د نجیب د خاد په وسیله دوام ورکړ چا چی دیو ښه یا بد کار بنسټ کیښوده د هغی سزا یا جزا به په دنیا او اخرت دواړو کی څکی دوی ټول په دنیا کی د خپل عمل په سزا ورسیدل هر چا یی دونیاوی ذلت د سر په سترګو ولیده په مړو پسی یی نو ر څه مه وایی ښه کار نه دی اخروی اجر یی د الله ج سره دی چی څنګه یی رضا وی هغه شان به ورسره وکړی والله اعلم

  8. درنو لوستونکو ته سلام! وروسته د غوایي له غوبله په افغانستان کې د وژنو ژرنده په وینو وچلول شوه، خو د خاصو اشخاصو وژنه لیه د مرحوم سردار داود له واکمني پیل شوه، چې پرچمیانو پکې بنسټیزه ونډه دراودله او د میوندوال په وژنه هم یو لوړپوړی پرچمی تورن دی. د سردار محمد داود او د هغه د کورنۍ د وژلو پړه هم پر کمونیستانو پرته ده، چې دستګیر پنجشیري پرچمي لیکلي: امام الدین راغی او په رادیو کې د سیاسي بیرو بېړنۍ غونډې ته یې وویل (ټول مې سټ کړل!)، چې دی بل ځای وایي، چې ټول مې سټه کړي دي. دغه د قتلوقتال پيښه امام الدین، چې اوس په ناروې کې دی، د کمونیستانو په ملي تلویزیون په یوه مرکه کې هم یاده کړې او په ویاړ یې ویل، چې ټول یې د اعمالو په جزا رسولي دي.
    را به شم د مرحوم حفیظ الله امین موضوغ ته! د نظامي کودتا مخکښ حفیظ الله امین ګڼل کېږي. وروسته له کودتا حفیظ الله امین د بهرنیو چارو وزیر، د صدارت مرستیال او د ګوند له منشیانو یو تن یاد شوی. د دولتي امنیت مشر بیا اسدالله سروري وو، د دفاع وزیر قادر خان وو او د کورنیو چارو وزیر بیا نور محمد نور وو، نو په قهریه اورګانونو کې حقیظ الله امین کوم مشخص رول نه درلود، خو وروسته د کارمل له طبعیده چکوسلواکیا ته د کمونیستي دولت لومړی وزیر حفیظ الله امین وټاکل شوو! تره کي د برېژنیف په نغوته او د کې جي بي په غوښتنه د حفیظ الله امین د ایلیمینېشن یا د ده له وژنې سره د حفیظ الله امین د ټولې ډلې د تباه کولو له دسیسې سره همغږی شو او د امین د وژلو د پلان د پلي کولو کاږه واږه ګامونه یې واخیستل، چې په یوه مرکه کې یې ویلي ول: په ګوند کې د سرطان دانه راپیدا شوې، چې لومړی باید دغه د سرطان دانه له منځه یووړل شي، چې نغوته امین ته وه. د حفیظ الله امین د قتل لومړۍ آزمېیښت په ارګ کې د وطنجار، ګلابزوی، مزدور یار او د تره کي د نورو باډیګاردانو په ګډون تر سره شوو، خو داود تړون ووژل شو، مګر حفیظ الله امین په تېښته بریالی شو او د تره کي پر ضد یې د کودتا پلان ونیو او تره کی د بالښت په زریعه د دوو نورو خلقي منصبدارانو لخوا خفک یا ووژل شوو. وروسته د روسانو له یرغله او د امین د ۱۰۰ ورځنۍ واکمنۍ رفیق کارمل یا بکوف د ۱۲۰۰۰ وژلشویو لیست په څرخي پله کې راوځړولو، چې د رسمي اعدامشويو نومونه پکې لیکل شوي ول او په نیدرلند کې څو کاله مخکې یو افغان منصبدار د (۵۰۰۰ تنو نومړل) د هاګ محکې ته ورکړ، چې بیا په رسنیو کې خپور شو. صدیق فرهنګ په خپل کتاب (تاریخ ۵۰۰ سال اخیر افغانستان) کې بیا د کمونیستانو د لومړي کال د قربانیو شمېر ۲۰۰۰۰ تنه ښودلی دی.
    مخکې یاده شوه، چې د قهریه ځواکونو مشران قادر، نور احمد نور، سروري او بیا وروسته وطنجار او ګلابزوی او … ول، چې ټول د امین سیال یا سیاسیي دوښمنان ول، چې باید د وژلو ځوابګو همدغه بدمرغي وي، نو د دغومره وژلو په اړه د یو شحص یعنې یوازې امین ګرمول بې انصافي ده. د ثور له کودتا وروسته د ح د خ ا یو سیاسي، نظامي او ایدیولوژیک سیستم وو، چې د خلکو د وژلو مېچن یې تاووله! نه دا چې ملامتي ټوله پر حفیظ الله امین ورواچول شي!
    څو کاله مخکې په یوه غونډې کې وم، چې د وزیري په نامه یو چا، چې شنې سترګې یې وې، د افغانستان په تاریخ خبرې پیل کړې، چې د کمونیستانو دورې ته راورسېد، نو د ح د خ ا ټوله پړه یې پر حفیظ الله امین ورواړوه. په خبرو کې یې یاده کړه، چې د ګوند رهبر تره کی، حفیظ الله امین د خپلو خودخواهیو صدقه کړ او په بالښت یې نفس ترې وایست. په غونډه کې د حفیظ الله یوه لور مېرمن وږمه هم وه، نو له خپل ځایه پورته شوه او وزیري ته یې په ډاګه کړه: ټول دې د حفیظ الله امین په اړه هر څه ووایي، مګر ته خو د حزب او بیا د امین سیاسي مشاور وې او تر وزیرانو دې واک هم ډېر وو او امین ته نيږدې شخص وې! په کومو سترګو او څنګه د امین بد وایې! د وږمې سترکې له اوښکو ډکې وې او وزیري یې د مملکت، خپل ملګري اورهبر ته په اهانت او خیانت تور کړ او له غونډې ووتله!
    د حفیظ ا لله ۱۴ کلن زوی خوازک د شوروي د یرغل په ترڅ کې د ګلابزوی لخوا ووژل شو، ګڼشمېر خپلوان یې هم د روسانو لخوا تری تام شول، خو بیا هم د ح د خ ا غړي که پرچمي دي او که خلقي دي همدا یو شخص یې کلک نیولی، چې د ح د خ ا ټولې ملامتیاوې پر امین اچول کېږي. د سروري په امضا د خلکو اعدامونه د تر ه کي په لاسلیک وژل کېدل، خو تر ننه د حفيظ الله امین په لاسلیک یوه پاڼه هم چا نه ده خپره کړې، چې د کوم چا د وژلو امر یې ورکړی وي! وايي تره کي به لیکل (مېلمانه دې سي یا میلمه دې سي!). کمونیستانو ۱۴ کاله راج چلولی وو، خو حفیظ الله امین صرف ۱۰۰ ورځې وروسته د تره کي له وژلو واکمن وو، نو پوښتنه دا ده، چې د ۱۳،۵ کال په اوږدو کې دا بدمرغۍ چا رامنځ ته کولې او له ۲،۵ میلیونه زیات خلک چا او ولې ووژل؟
    په روسیه کې په ۱۹۸۰ کال د تاریخ یو کتاب( د افغانستان تاریخ) په نامه خپور شوی دی، چې یو څو پاڼې یې د امین او دهغه د واکمني په اړه دي، نو د کتاب مؤلف په ډاګه کوي، چې نه کې جي بي او نه ګې ایر او (ګرو) او یا بل استخباراتي سازمان داسې اسناد نه دې موندلي، چې په سي آی أې کې د حفیظ لله امین غړیتوب او اجینتوب ته نغوته وکړي او یا یې تأید کړي او دغه پېښه د ح د خ ا یوه سیاسي دسیسه ګڼي او د خلقیانو او پرچمیانو سیاسي زېږنده یې بولي!
    په مجاهدینو کې هم د روسانو استخبارات کار کړی وو، رباني یې په ۱۹۸۹ کې مسکو ته راغوښتی وو، چې د واک تصمین یې ورکړی وو او رباني له جنګي غرامتونو تېر شوی وو او روسیه یې خپل دوست هېواد ګڼلو! مګر حکمتیار د ۲ تریلیونو ډالرو په ارزښت د غرامت غوښتنه کوله!
    په ۱۹۹۲ کې پرچمی دوستم، پرچمی سید کیان، پرچمی جنرال رسول پهلوان، پرچمی مومن خان او پرچمي کشتمند له احمد شاه مسعود سره لاس یوکړ او پرچمی نبي عظیمي، کاویاني، مزدک، دلاور خان …. او نورو چپيانو لاسونه سره ورکړل او د کودتا رهبري یې کوله، چې د پښتنو ۲۵۰ کلنې واکمني ته د پای ټکی کېږدي! د مسعود، دوستم او وحدتیانو د جګړو پيل د دوستمیانو او نورو پرچمیانو د دوو کودتاو پیل وو او په هېواد کې د قومي جګړې د اور بلول او لمبو ته یې د لمن وهل ول، چې د جنګونو عاملین بیا هم پرچمیان ول او په ملت جګړه وتپل شوه، خو د کورنیو جکړو پړه ټول هڅه کوي پر حکمتیار ورواړوي! خو جنګ له ۱۳۵۲ کاله کمونیستلنو او په تېره پرچمیانو پیل کړی، چې لمبې لیه هم د ملت کور سوځوي یا یې د جهالت کندې ته ورټېلوهي!!! ستاسو د بري په تمه! وسلام.

  9. سلام
    هو! دوکتور ،دغوایانو غوبل لا هم دوام لری دغه غوبل په ۱۳۵۲ ش کال له پنجشیر پیل شو .
    شهید میوندوال ، خان محمد مرستیال ، جګًړن ماما زرغون شا، او عارف رکشا دچپیانو له لوری دسیسه کې په بیرحمانه توګه ووژل شول
    هو ! ربانی ای اس ای ددې لپاره روس ته ولېږه چې کابل په پخپله پرچمی زړو واکدارانو په کنډواله بدل کړی ځکه کابل یوازینی ښار دی چې دکابل شاهانو دامپراطوریو ۲۵۰ کلن تاریخ لری چې بیا متجاوزو عربو دلته عملیات پیل کړل.
    دربانی دار ودسته پرچمیان ول افغانستان چا بهرنیو ته په خوله کې ورکړ چې اوس ټیک ټاک کې رباب، طبله، ډهل اوډنبک نغارې وهی.
    دری کې یو متل دی وایی نه کل ماند نه کدو خاک بر سر هردو!
    حقیقت ویل ترخه دی چا دیوې سپږې لپاره ټول افغانستان ته اور واچاوه ؟
    Replyکور ودان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اسمان به ړنګ وي د قدم لاندې به ځمکه نه وې| نصرت‌الله نصرت

هغه ورځ مه راولې خدایه چې ادکه نه وي. مور د مینې هغه ستر سمندر دی، چې څپې یې د مهربانۍ تر پایه نه رسېږي....