جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+هی هی وطن (ناول) – محمدظاهر ارڅک

هی هی وطن (ناول) – محمدظاهر ارڅک

د طوفان لارويان

د شعبې په کړکۍ کي قطار او کړم خلک ولاړ ول. مدير صمدخان د چايو په ترموز يو ګيلاس په بل ګيلاس کي پرېولی. نسرين ورته وويل: مدير صاحب، ياران دي را روان دي، څه به کوې؟

مدير صاحب وخندل، ول: زما ئې چم زده دئ. خلقيانو ته مي برېتونه پرېښول، مجاهد ته ږيره. جمهوريت ته مي خواپاکی ښوی مخ او ښايسته نکټايي ده. اوس به لا د يو څو جوړو کالو فرمايش ورکړم. ږيره مي دا هفته نه ده اخيستې، دا مي ئې کار جوړ. تاسي مو حال واياست. تاسي څه کوی؟ کار مو خراب دئ.

نسرين وويل: يا، هغوی بدل سوي، په ښځو نور کار نه لري.

مدير صمد وويل: د طالب فطرت په ژوند نه بدلېږي. دوی مجاهد نه دي، چي ږيري يې د جمهوريت د لکسسانو ارکنډېشنو وخوړې، همغسي سنګړه جنګره دي.

سميرا چي په هينداره کي کتل او د مخ سرخي او سفيده ئې سمول، ول: يو ښه مولوي ته به ګپ ورکړم، مېلې به مو وي. د ښځو په قدر خو هغوی پوهېږي، چي پر ځان بم تړي، هغې دنيا ته پسي ځي.

له دې سره ټولو وخندل. له بهره د خلکو غالمغال اورېدل کېدی، خو دوی به کله کله په نيم ساعت کي د يوه کار خلاصوی او نور به ئې په يوه او بله بهانه په تورو نخودو پسي استول.

ادارې له وخته تشي توري وې. ډېرو له موقعې په استفادې خپل پخوانۍ دوسيې او چټلۍ پټولې او ځيني نور د شيانو په غلا بوخت ول.

دا خلک له انقلابونو او طوفانونو سره لوی سوي ول او له طوفانو سره د اوښتلو چلونه ئې ډېر ښه زده وه. د خلکو کارونه ئې قصداً ځنډول، چي نفرت زيات سي او حتی خلک مجبور سي، چي دا پاڼه بدله کړي.

يواځي ښځې وې، چي نسبتاً نرانو ته ئې په زړو کي تشويش زيات وو او يو له بل سره به بڼېدې او خپل تياره سرنوشت ته چورت وړي وې.

نسرين که څه هم خندل، مګر په زړه ئې يو خدای خبر وو. د دې کورنۍ ټوله نظاميان ول. مېړه ئې له مجاهدو سره په مخامخ جګړه کي وژل سوی وو. يو زوی ئې په مقاومت کي مړ وو او بل زوی ئې په يوه انتحاري حمله کي شهيد سو. خپله کونډه وه او دوې کونډي مږندي ئې وې او دوې پېغلي لوڼي ئې وې. دې په وزارت کي کار کاوه. لوڼي ئې دواړي معلماني وې او يوه مږور ئې په يوه نړۍواله مؤسسه کي کارمنده وه. دا څو وخت د هغې يواځي بحث او پوښتنه همدا وه، چي په نوي حکومت کي به د ښځو سرنوشت څه وي. ځکه دې په ټوله کورنۍ کي نرغاړی نه درلودی، چي کار وکړي. مګر طوفان همهغسي په منډه وو.

مدير صمد او نور مامورين ئې کيسه کي نه وه، يواځي د ږيري خريل او پرېښول، د لباس بدلولو اړتيا وه. مګر ښځو به څه کول. دې سوال ته هيچا جواب نه درلودی او ټول لګيا وه، طوفان ئې مستاوه.

زوړ کښتۍوان او ماته بېړۍ

پخوانی ولسمشر به اوس شايد د اته پنځوس کالو وي. دی د نوي افغانستان مؤسس هم بلل کېږي. ډېر خلک ئې سټايل او خبري خوښوي. سټايل ئې داسي جوړ سوی، چي د ټول وطن د قومونو نماينده‌ګي وي. د کرکټر کريزما ئې په دې کي ده، چي د سر دښمن ورته راوله، په څو دقيقو کي ئې يار کوي. يو علت چي په بن کي ئې دی انتخاب کړی، همدا ده هر اړخيزتوب وو. کله چي دی راغلی په دې وطن کي هيڅ نه وه. نه حکومت، نه سيسټم، نه دفترونه او هر څه په صفر کي ضرب وه.

ده له هيڅه هر څه منځ ته راوړه. نوم، نښان، قانون، بيرغ، پارلمان، زده‌کړي او هر څه ئې له مځکي اسمان ته پورته کړه، خو تر ټولو مهمه دا وه، چي پاشلی ملت ئې راټول کړی او يو د بل دښمن زورواکي ئې په ډېر هنر هم سره کښېنول، هم سره وچلول. دا ښکاره ده، چي بهرنيان په کښي دخيل ول، مګر د رهبرۍ هنر ټول د ده وو.

دی د ارګ شا ته په هغه کور کي اوسېدی، چي يو وخت د بين الملل مرکز وو او پاکستانيانو ډاکټر نجيب الله دلته وواژه او بيا ئې په کشولو پر اريانا چوک مړ وځړوی. ده ته امريکا د ارګ دننه يو ډېر لوکس کور جوړ کړی، مګر ده و نه منی او دغه زاړه کور ته ئې ترجيح ورکړه. دی چي څونه پلويان لري، هغونه ئې خلک بد هم يادوي. مګر دی د هيچا د بدو جواب نه وايي او ځان تېروي. مخالفينو څو ځله مخامخ ښکنځل ورته کړي، ده پر هغه سربېره په غېږ کي نيولي.

دی د کرز د ملک زوی دئ او تر اوسه په همغه شرقي سټايل ژوند کوي. ښه سترخان لري، د ډوډۍ بحثونه کوي. پر ادبياتو کي ږغيږي، د کور کلي حال اخلي او له خلکو سر مراودات ئې ډېر ښه زده دي.

د ارګ هغه نږدې خلک ئې دلته هم ورسره راغلي دي او د هر چا که اهل دي که نا اهل چي له نوي رئيس جمهور سره ئې نه ده جوړه يا يې کړپه راځي ده ته راځي او ټول دلته پر ده راټول دي. هر څوک چي هر چيري خوابدي کېږي، تر ده ځان را رسوي.

هره غرمه لمونځ همدلته په جمعه کېږي، ملا ئې د ارګ پخوانی ملا دئ، چي په اصل کي د بدخشان دئ. نن ئې له لمانځه وروسته ږغ پر وکړی، ول: مولوي صاحب، په بدخشان کي څه کيسې دي؟ هغه ورته وويل، چي چينايانو يوه نوې لېوا اچولې ده، چي زموږ له کليو معلومېږي.

ده ورته وويل: نه والله. هغه ول: هو، د طالبانو نفوذ زيات سوی. کانونه ئې ټول په واک اخيستي دي او يو دم ډېر سول او اسلحې هم ډېري زياتي ورسره دي او اکثره سوداوي په ډالرو کوي. ده ورته وويل: دا ټول د امريکايانو ډلګۍ دي. څنګه ګرده شيان تصادفي دي. بيا ئې ورته وويل: ځه خدای دي خير پېښ کړي.

هغه تېرو اوولسو کالو داسي يو ناڅاپه بوډا کړی، چي په ټول سر او ږيره کي ئې يو تور ورېښته نه دئ پاته. د ډوډۍ مېز ته چي کښېنستل، په زوره ئې وويل: د مشرانو مخ ته ځای ورکړئ. چي ټول کښېنستل، بيا دی هم کښېنستی.

ده په دې وخت کي د انتخاباتو د کمېسون کميشنر ته وکتل، ول: څه کيسې دي؟ هغه ورته وويل، چي د امنيت د شورا سلاکار اوازه ګډه کړې ده، چي اوولس ولايته سپارل کېږي او مذاکرات په کابل کي کېږي. ده له خپل عادت سره وويل: د دوی پلار ئې لا ولاکه کنټرول کړي. مسخرې خو نه دي، چي نيم ولايتونه ايله کړي او ګډوډي جوړه نه سي.

په دې وخت کي يوه پخواني وکيل، چي اوس د امنيت شورا کارمند وو، په شيطانت خوله چينګه کړه، ول: رئيس صاحب، بې تا ئې ولاکه وکړي. هغه ته دا غوړمالان ورمعلوم وه، چي دلته هم کوټ کوټ لري، هلته هم حال ځغلوي. ورته وئې خندل، خو خبره ئې واړول. پخواني قاضي القضات ته ئې وويل، چي ته خو د طالبانو قاضي القضات هم وې، دا اوس څه کيسه روانه ده. هغه ورته وویل: رئيس صاحب، وطن دي لېوني ته حواله کړی. دا څونه مړي چي روان دي، په دې ټولو خونو کي شريک يې. ده ورته وويل: قانون اساسي موجود وو، ما خو د ملت پرېکړي او قانون ته احترام وکړی. ما خو ويل د پوهنتون استاد دئ، کنې دوی دواړو راته ويلي وه، چي دا اهليت نه لري. اشاره ئې د امنيت د شورا پخواني مشاور او د علوم اکاډمۍ غړي او د پوهنتون تر ټولو پخواني استاد ته وکړه.

د امنيت د شورا مشاور وويل، چي مملکت ئې تباه او برباد کړی. مسلح قواوي ختمي دي. دی تر اوسه ځان ته د مسلحو قواوو سراعلی قومندان وايي، مګر خبر نه دئ، چي د مسلحو قواوو څه حال دئ. هغه ورځ ئې دونه کمزورې روحيه فوج ته ورکړه، رسماً ئې پر سټيج اعلان وکړی، چي په روان کال کي اووه څلوېښت زره نظاميان شهيدان دي؛ نو فوج ولي نوره حوصله وکړي؟

د بهرنيو چارو وزارت پخواني مرستيال وويل: دی فکر کوي، وطن دا د بهر په سور جرابو هلکانو جوړېږي. هغوی چي ماښام نشه سي، غرمه له خوبه پاڅېږي. جنګ د ارګ تر يو کيلومترۍ را ورسېدی، دی تر اوسه قبايلو ته برق تېروي.

د پوهنتون استاد وويل، چي د ده مشکل دا دئ، چي فکر کوي تر ټولو پوهېږي او د هيچا نظر له سره اوري نه. مګر د ده طرحي د يوه شرقي وروسته‌پاته هيواد تر اړتيا او وړتيا لوړي دي. دی تر اوسه فکر کوي، په امريکا کي لکچر ورکوي، يا د بانک جهاني مرستيال دئ، ټول فکر ئې د پيسو د چاينلونو په خپل لاس کي اخيستلو ته دئ.

د جمهور رئيس د ګارډ قومندان، چي نږدې خپلوان ئې وو او تازه ئې جنګ ورسره کړی وو؛ غاړه تازه کړل، ول: رئيس صاحب، که اجازه وي زه به يو دوې خبري وکړم. پخواني ولسمشر ورته وويل: ولي نه، ولي نه. رسمي مجلس نه دئ، بېغمه خپلي خبري کوه.

هغه وويل: رئيس صاحب، دی تر اوسه فکر کوي، چي اصلي رئيس جمهور ته يې او يوه ورځ به ما بيرته پسي واخلې. هيڅ کله ئې دا نه ده قبوله کړې، چي دی رئيس جمهور دئ. هيڅ ئې زړه ته نه لوېږي. بېچاره خپله ډېر پوهيږي، مګر نه خپل فکر انتقالولای سي او نه پر چا باور لري. په ورځ کي دوه ځله سکرټر بدلوي، د ناستي ځای په هر ساعت کي بدلوي او ځان ئې ناحق په ناحق سرګردانه کړی دئ. دی د يوه رهبر خوی نه کوي، چي قرار کښېني او کارونه په خلکو وکړي. دی ټول عمر مدير پاته سوی، فکر کوي دا رياست جمهوري هم يوه پروژه ده، دی ئې بايد خلاصه کړي. په دغه مديرتوب به هم ځان غرق کړي، هم ملت.

په دې وخت کي ولسمشر وويل: دی له اولي ورځي تر پاچاهۍ زما سره راسره وو. ما حتی خپله رايه ورکړه. د امنيت د شورا مشاور شاهد هم دی راڅخه خوابدی هم سو. ما بې له مشورې نور څه کړي دي. ټول عمر مي د ملت او مملکت د راټولېدو خبري کړي، حتی هغه ورځ مي لا هم د مرګ شعار ور نه کړی چي خپل کشر ورور مي د دوی له لاسه تر خاورو لاندي کړی. زه نه اجرائيوي صلاحيت لرم، نه د حکومت ونډه. که زما په نظر څرګندولو دا اداره ضعيفه کېږي، دا نو د ده ضعف دئ، زما نه.

په دې وخت کي قلم مخصوص وويل: هغه د اج انډيا خبريال راغلی دئ، وخت مو ورکړی وو؟

پخواني ولسمشر وويل: را ئې وله، دلې د مشرانو مخ ته به خبري ورسره وکړو.

هغه ويل: سمه ده.

څو دقيقې وروسته يو د پوخ سن سړی راغلی. پخواني ولسمشر ورته وويل: نمستې نمستې.

هغه سلام ووايه او په ښه روانه پښتو ئې ستړې مسې وکړه. رئيس صاحب وويل: ستاسي په ټولو نماينده‌ګي به زه روغبړ ورسره وکړم. وروسته ئې وويل: دی راج وير سينګ نوميږي، د آج انډيا سينير ايډيټر دئ. راغلی دئ، چي د افغانستان پر حالاتو يوه مقاله وليکي. بيا ئې هغه ته وويل، چي ته خو ښه پښتو وايې. دا دي چيري زده کړه؟

هغه وويل: زه د جينو پوهنتون د پښتو څانګي محصل پاته سوی يم، فارسي مي هم زده ده.

پخواني ولسمشر د پوهنتون استاد ته وکتل او د هغه نوم ئې ور ياد کړی، ول: دی پېژنې؟

هغه له ډېرو احساساتو را ولاړ سو، ول: دا خو ډېره غټه هستي ده. ما د ده ډېر کتابونه لوستي. وروسته يې له استاد سره په لاس روغبړ وکړئ او وې ويل زه د استاد رشاد او بايزيد اڅک شاګرد پاته سوی يم.

د پوهنتون استاد وويل: هغه خو دواړه مړه سوي دي. خدای دي ئې وبخښي.

وروسته پخواني ولسمشر ورته وويل: ښه، څنګه افغانستان ته راغلې؟

هغه وويل: يو تحقيقاتي ريپورټ ليکم، مګر په هر شي کي ستاسي نوم دئ، نو ځکه مي ستا دروازه هم در وټکول. زه به ئې له بن څخه شروع کړم. خلک ټول وايي، چي په بن کي د شاه د وخت قاضي القضات رايي دوولس وې، ستا يوه. ستاسي جواب څه دئ؟

پخواني ولسمشر ډېر په سړه سينه وويل: ته ګوره، زه د بن کنفرانس غړی نه وم. زه په اروزګان کي جنګېدلم، چي راډيو اعلان وکړی، چي زه د موقتي ادارې مشر يم. خو زما معلومات دا دي، چي هلته د اعليحضرت په ټيم کي د قاضي القضات رايي دوولس وې، مګر د عمومي ناستي اتفاق پر ما وو او وروسته د اعليحضرت ټيم او ارواښاد اعليحضرت هم پر ما اعتماد وکړی. نور نو ته کولای سې، دا معلومات د بن له کوم ګډونوال څخه وکړې.

راج وير وويل: خلک وايي، تا جنګ سالاران حاکمان کړل او ښه حکومت دي جوړ نه کړی. هغه توپکيان دي بيرته پر واک کړل او و پړ سول، چي د خلکو نفرت ځني کېدی.

  • ښه اوله خبره دا ده، چي زما کار د سيسټم له جوړولو سره وو، هغه هم په داسي وخت کي، چي ټول زور له همدې خلکو سره وو. زه د بن د ګډونوالو تر ټولو کمزوری او نامعلوم کس وم. دوی ټول اصلاً له شلو تر دېرشو کالو د منظمو تشکيلاتو درلودونکي ول. افغانستان يو جوړ هيواد نه وو، نه ئې چلېدونکې دستګاه درلوده. په زور او واک کي او د بن په کنفرانس کي ټولي غاړي هغه څوک وه، چي واک ئې وېشی او جوړوی. د واک وېشل هم هلته وسول. زه د واک وېشونکی نه وم. د دغو خلکو تر منځ د مشکلاتو ليري کوونکی او د حکومتي دستګاه سمبالوونکی وم. همدې خلکو لسګونه کاله پر واک جنګ سره کړی. زما غوندي يو بې واکه سړی راغلی؛ ټول اړ سول، چي مشرتوب ئې ومني. ما ته مشرتوب راکول سوی وو، دوی ته خپلي خپلي برخي. ما په يو نازک حال کي يو نازک جام تر يوه ځايه وړی، چي مات نه سي.

راج وير دفعتاً وويل: يعني تا معامله کول. همدا تر ټولو لوی تور دئ پر تا باندي.

  • هو، ما بيخي معامله کول، د وطن د ګټو له پاره. د ځان له پاره مي هيڅ چېري معامله نه ده کړې. زه جمهور رئيس وم، مګر دوی هر يوه تر ما ډېر زور درلودی. زه بې فوجه، بې عسکرو او بې ښو او بدو رئيس جمهور وم. زه مکلف وم، چي دا هر څه د دوی له منځو را پيدا کړم. هر څه له دوی سره بند او قيد پاته وه، نو زه مجبور وم، له دوی سره مراودت وکړم او کرار کرار ډلي سيسټم ته ننباسم. د بهرنيو مرستي، اړېکي او خواخوږي ورسره وه. د مجاهدو لوی ملاتړ کوونکي په بن کي د پروسې تمويلوونکي ول او ابداً ئې زما سره د يوې محکمې د ايجاد او د جنګيانو د محکمې خبره نه منل. يوه پرېکړه هم زما فردي نه ده. د بن د کنفرانس پرېکړي دي، چي زه ئې تر سره کولو مکلف يم. وروسته وګورئ، همدا خلک بيا شاته سوه، خپل لوستي ئې را مخ ته کړه او دا يو تحولي پړاو دئ. کرار کرار به ښايسته سالارۍ ته لاره خلاصوي. يو دم لاس اچول خپله جوړ کړی سيسټم نړوي.
  • خو پښتانه ادعا لري، چي دوی ووژل سول، بنديان سول او حق ئې په غير پښتنو وخوړل سو. پيسې او امکانات ټول غير پښتنو يووړل او قرباني پښتون دئ.
  • ښه، اوله خبره دا ده، چي زه د افغانستان جمهور رئيس وم د اساسي قانون په رڼا کي هر څه ټول افغانستان ته ځي او ټول د قانون په وړاندي يو ډول حقوق لري. ته په نړۍوال سياست کي شايد ښه مطالعه ولرې. دا پلان وو، چي پښتانه په منطقه کي وټکول سي. تروريزم پر پښتون تاوان سوی، د طالبانو تحريک د پښتنو تحريک يادېدی او بيا په قبايلو کي قصداً حالات همداسي ترسيم سول، چي پښتانه وټکول سي. کنې تاسي ولاړ سئ، يو ثبوت راوړی، چي پښتنو ته دي پروژې، امکانات او بوديجې تر غير پښتنو کمي ورکړل سوي وي. پښتانه د يوې نړۍوالي دسيسې قرباني ول او بل د خپلو بې‌اتفاقيو. که خبره د پښتنو سي، زه هم پښتون وم او د کابينې ډېر غړي پښتانه وه. موږ خو يوه نااعلان سوي جنګ ته ورټېل وهل سوو. ستاسي څه فکر دئ، موږ د حملو، تاوتريخوالو او ټولو تخريبي اعمالو په مقابل کي خاموش کښېنستلي وای. نو خبره دا چي د پښتنو حقوق په نورو خوړل سوي دقيقه نه ده، مګر دا خبره دقيقه ده، چي موږ و نه سو کولای، جګړه له افغانستانه بلخصوص د پښتنو له سيمو وباسو. جنک زما په خوښه نه دئ. اکا ئې را مړ کړی، پلار ئې را مړ کړی، ورور ئې را مړ کړی، د اکا زوی ئې را مړ کړی او بيا کابينه خو د هري سيمي په مشرانو ډکه وه هغه سيمو چي مشرانو يې وړتيا درلودله خپلو سيمو ته يې کار کړئ ايا تاسي فکر کوئ دا به معقوليت واي يا حق خبره ده چي ما دي پښتنو ته کار کړئ وائ ما مخکي هم ويل زه د افغانستان جمهور رئيس او دا افغانستان دا مېز ته و ګوره دا ټول افغانان دي مګر د هيڅ يوه قوم ما ته نه دئ مطرح ټول ما ته يو ډول دي او د هر قوم دي مګر ما ته مهمه دا ده چي د همدې ملک دي.
  • دوی وايي، ټلواله تا پړسولې ده. مسعود دي قهرمان کړی، فهيم دي مارشال کړی او جنرالياني دي مفتي ووېشلې.
  • اوله خبره دا ده چي يو زما شخصي نظر دئ هغه دئ زما سره ويي بل د دې ملک د چلونکي په حيث زما مکلفيت دئ اصلي خبره دا ده، چي مقاومت يواځني خلک ول، چي په ميدان کي عملاً موجود ول. په نړۍ ئې ځان پېژندلی وو. نوري ټولي لوري يا ورکي وې، يا طالبانو له منځه يووړې. دوی مقاومت وکړای سوای او له نړۍوالو ځواکونو سره ئې يوځای جګړه وګټل او دوی يواځي تشکيل لرونکي خلک ول، سياست ئې وکړی. دا هر څه ئې د بن په کنفرانس کي په نړۍوالو ومنل. زما په نوم يواځي تمام سول، ځکه اعلانول او اداري پروسيجر ئې ما بشپړاوی. پاته سول پړسېدلو خبره.

راج ئې خبره نيول: د پړسولو له خبري سره که ئې د اداري فساد موضوع هم تشريح کړی. خلک وايي په ميليارډونه پيسې راغلې، څه سولې؟ تاسي وايي فساد ته فوق العاده زمينه مساعده کړې وه؟

  • ښه، يوه د اداري فساد مسئله ده، يوه د مليارډونو ډالرو. اوله خبره به د ډالرو وکړو، چي ډېر ئې په اړه شک لري. د افغانستان ټولي پروژې تر دوه زره څوارلس پوري د پرمختيايي مؤسساتو او سوله‌ساتو ځواکونو له خوا مستقيمي او مستقلي ورکول کېدې، چي ما او زما حکومت هيڅ دخالت نه پکښي درلودی. مګر زما د حکومت محصول لسګونه لويي لاري، زرګونه مکتبونه، چي حتماً فساد پکښي سوی؛ نه ئې ردوم. د اوبو بندونه، روغتونونه، پوهنتونونه خو تر دې ټولو مهم د يوه لوستي نسل روزل وه، چي دا اوس دستي تر ديارلس ميليونه زيات افغانان زده‌کړي کوي. سپورټ مو نړۍوال سو. و دي نه ليدل، پرون مو له اسټراليا کرکيټ وګټی. موږ په لږ وخت کي ډېره تېزه منډه کړې ده. موږ له صفره شروع کړه او تر دې ځايه راغلو. د توپکو جګړه تر تلوېزوني بحثونو را ورسېده. دا کفايت نه کوي، مګر زما دوره همدومره وه. هو، د مليارډونو ډالرو حساب ډېر واضح دئ. هغو چي راوړلې، خپله ئې مصرفولې. د تړون پر اساس حکومت برخه نه په کښي درلودل. د بيان آزادي مو تر هند لا اړولې ده. مهمه خبره د سيسټمونو ايجاد وو، چي موږ وکړی.
  • حکومت تاسي تورنوي، چي پښې ئې وهی، کار ته ئې نه پرېږدی او تخريبوی ئې؟
  • ښه، زه د دې مملکت يو متقاعد، سپين ږيری سياستوال يم. حالات مۍ خاموش نه پرېږدي. سياست مي مدني حق دئ. مګر که زه تخريب کوم؛ قانون موجود دئ، مسلح قوتونه سته. زه هيڅ ډول قضايي مصونيت نه لرم. محکمه مي دي کړي او که زه د سولي خبري مذاکرات او هڅي کوم؛ دا مي د پلار، نيکه او د راتلونکي نسل وطن دئ، بايد جوړ او امن ئې وساتم. دغه مي زوی دئ، ميرويس جان. په دغه د کور د څنګ په مکتب کي دريم صنف وايي. هغه وينې، په باغچه کي نازو او ملالۍ لوبي کوي. چي هغه بله لا چيري ده، نه پوهېږم. ما که د قانون خلاف، ملي حاکميت خلاف خبره کړې وه، تاسي ئې را وښاياست. مګر دا چي د مسلحو قواوو د سراعلی قومندانۍ سره ستاسي وس يواځي تر تور تړلو پوري دئ، بيا نو هغه د پهلوان کيسه وه، چي پتلون مي تنګ وو.
  • بيا غواړې رئيس جمهور سې؟
  • ابداً نه. ما ته ويل سوي، چي امنيت تړون امضاء کړم او نامساعدو حالاتو په خاطر خپله دوره وغځوم. ما خپله ايجاد کړی سيسټم او خپل باور سره خيانت نه سوای کولای. د پنځه زره کلن تاريخ يواځنی کس وم، چي چوکۍ مي بېله چون او چرا وسپارل. زه غواړم، په دې وطن کي د ژوند تر پايه و اوسېږم او په آرامه خپل بچي غټ کړم. هغه وطن چي موږ را پورته کړی، و نه لوېږي.
  • د امريکا په اړه مو نظر څه دئ؟
  • د امريکا ډېر ښه اولس او خلک دي، مګر حکومتونو ئې هيڅ کله زموږ سره وفا نه ده کړې. ما ته ئې اوس هم ټولي کړني مشکوکي ښکاري. هر چا ته بېلي بېلي خبري کوي، خو په نتيجه کي بل څه کوي، هيڅ کله مي باور نه دئ په کړی او هيڅ کله به ئې و نه کړم.
  • خپل اشتباهات منی؟

په دې وخت کي پخواني اولسمشر په زوره وخندل او وئې ويل، چي انسان اشتباه و نه کړي؛ انسان نه دئ. بيا نو د يوه مات سوي وطن، د يوه پاشل سوي ملت او دربدره خلکو څوارلس کاله حکومت ټوکي نه دي. حتماً مي اشتباهات کړي دي، خو د افغانستان له پاره زموږ لاس ته راوړني تر بايللو زياتي دي.

  • خلک دي ښکنځي. تاسي خاندی او جواب نه ورکوی، ولي؟
  • داغه اخيري جواب به درکړم او وروسته به موږ رخصت کړې، چي يو بل مجلس لرو. ما افغانستان په داسي حال کي په لاس کي واخيستی، چي د توپک ژبه حاکمه وه. ما د زغم لاره خلاصه کړې، د خبرو مېز ته مي خلک راوستل. زه نه غواړم، هغه د زغم او حوصلې بنياد، چي خپله مي جوړ کړی؛ خپله ونړوم. زما هم عکس‌العملونه زده دي. وهل او ټکول مي په وس پوره دي، نور که هيڅ نه وي د کندهاريانو په اړه به دي دا اورېدلي وي چي د ښکارپوري دروازې نامي دئ زه وچکلک د ښکارپور دروازې سړى يم خو دا زما لار نه ده.

وروسته راج وير مننه وکړه. له بهره د څو چاودونو ږغ راغلی، خو پخواني اولسمشر سر په و نه ګرځاوه. په دې وخت کي قلم مخصوص په بېړه راغلی، ول: نيمروز سقوط سو، په هرات کي درنه جګړه روانه ده.

ژورناليست رخصت سو، خو لومړۍ ورځ وه، چي پخواني اولسمشر ټولو ته وويل، چي خبري به وکړو.

پخواني د امنيت د شورا مشاور وويل، چي وضعيت قصداً خرابوي، چي سړی استعفاء ته اړ کړي. پخواني اولسمشر وويل، چي له امريکا سره هر څه تړلي. د قوتونو دفاعي حالت ته بېول زغره‌وال قوتونه لڅو پښو خلکو ته تسليمېدل ټوکي نه دي.

بيا د پوهنتون استاد وويل: ژورناليست رښتيا ويل، امريکا خپله لوبه کول. هغوی چي دوی غوښتل، په واک کي ئې ساتل او چي نه ئې وو خوښ، له منځه ئې وړل. دا ګناه موږ کړې ده، هر وخت به مو ځوروی. خو وجدان ته خجالته نه يم، چي څونه خير مي وطن ته رسولی سوای، و مي رسوی.

پخواني قاضي القضات وويل: خدای(ج) په قرآن شريف کي وايي، چي انسان مو تر خپله وسه مکلف کړی. چي زړه دي پاک وي، خپل زور دي وهلي وي، نور نو نه ئې پړ. په دې هر څوک پوه دي، چي غټ مجرمين چا ساتل، چا سپورټول.

د طوفان کرږي نږدې کېدې، خو هيچا د يوځای کېدو او د طوفان په وړاندي د يوځای درېدو اراده او پلان نه درلودی او دا حقيقت وو، چي اوسني او پخواني ولسمشر پر شاوخوا خلک راټول ول. هم ئې دوی سره جنګول، هم ئې د حالتو خرابېدو ته د پردو په اشاره لمن وهل. او دوی دواړه ځکه پړ ول، چي ماته بېړۍ د دوی وه، خو دوی خاموش ول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب