لیکوال: محمد محق
په دیني مفکوره کې د سلف ځای ځایګی
اوس وخت د مسلمانو عالمانو تر منځ یوه جنجالي قضیه د دیني مفکورې په ډګر کې د سلف د نقش او ځای ځایګی موضوع ده. سلف یعنې د مسلمانانو لومړني نسلونه چې صحابه، تابعین او تبع تابعین رانغاړي.
د دین د لومړۍ درجې متنونو په اړه د سلف فهم او برداشت د هغو مسلمانانو تر فهمه چې وروسته اوسېدلي یا اوس اوسېږي، زیات اعتبار لري؟ له دیني متنونو څخه د دوی برداشت او تفسیرونه باید د محک او معیار په توګه په پام کې ونیول شي او نور تفسیرونه او تأویلونه په همدې محکونو وتلل شي؟ د سلف له نظریاتو سره مخالفت او د نویو تفسیرونو وړاندې کول بد بدعت ګڼل کېږي؟
دا ډول پوښتنې د مسلمانانو تر منځ هغو فکري واټنونو ته اشاره کوي چې د مختلفو ډلو ترمنځ پولې جوړوي.
د ځینو اسلامي ډلو په نظر، پخواني یا سلف هم په علم او تفکر کې او هم په اخلاقو او عمل کې لوړ مقام لري. هغه ډلې چې نن سبا سلفيان بلل کېږي او ان ځینې نورې سنتي ډلې چې رسماً له سلفیت سره سر و کار هم نه لري، په دې عقیده کې سره شریک دي چې د لومړنیو مسلمانانو فهم تر نورو سم او بې عیبه و. د دیانت او مسلمانۍ په برخه کې د دوی سرمشق ګڼل، یوازې په عبادي او اخلاقي مسایلو نه منحصرېږي، بلکې فکري او نظري چارې هم رانغاړي. له دې نظره، که پوه شو چې هغوی کومه خاصه فتوا ورکړې یا یې ځانګړی تمایل څرګند کړی نو بیا په هغه برخه کې د نویو او متفاوتو نظرونو لپاره ځای نه پاتې کېږي. لنډه دا چې سلف تر نورو مسلمانانو په قران او سنت ښه پوهېدل.
دغه ډلو د خپل لیدلوري د اثبات لپاره دلیلونه راوړي دي. تر ټولو مهم نقلي دلیل یې د پيغمبر دغه حدیث دی چې فرمایلي یې دي:”خیر الناس قرنی ثم الذین یلونهم ثم الذین یلونهم..” (3). یعنې غوره خلک هغه وګړي دي چې له ما سره په یوه عصر کې دي او بیا هغه کسان چې تر دوی وروسته راځي او بیا هغه کسان چې تر هغوی وروسته راځي. په دې اړه نور دلیلونه چې ویل کېږي، زیاتره خپله د سلفانو ویناوې دي چې د ځان او خپلو معاصرانو په شأن کې یې کړې دي نو ډېر د اعتبار وړ نه دي ځکه چې «مطلوب ته د مصادرې» له ډوله دي.
دوی په عقلاني لحاظ هم استدلال کړی دی چې سلف او پخواني په اسلامي مفکوره کې مهم ځای لري ځکه چې د وحي د نزول زمان ته ورنږدې وو او ډېر تفسیرونه یې له پیغمبره زده کړي دي او ان که په ځینو موردونو کې یې دغه خبره یاده کړې هم نه وي، دا احتمال شته چې دغه موردونه یې هم له پیغمبره اورېدلي وي.
پر داسې استدلالونو ځینې نیوکې شته چې نورو مسلمانو متفکرانو مطرح کړې دي. د یاد روایت پر وړاندې یې دا حدیث راوړی دی چې: “إن مثل أمتی مثل المطر لایدری أوله خیر أم آخره” (مسند احمد، حدیث 12429). یعنې زما امت د باران غوندې دی چې نه پوهېدل کېږي اول به یې ښه وي که اخر یې. د لومړي حدیث پر تأویل هم پرېمان بحثونه شوي دي چې د لومړنیو نسلونو برتري یوازې اخلاقي – عبادي بروالی دی که هر اړخیزه برتري چې فهم او پوهه هم رانغاړي. همدارنګه د «خیرالناس» پر منظور هم بحثونه شوي چې مطلب یې خاص جماعت دی که د ځمکې پر مخ ټول انسانان.
پر دې مناقشاتو خبرې کول، تخصصي چاره ده چې موږ له اصلي موضوع لرې کوي. د دې قضیې له مطرح کولو زموږ هدف دا و چې د دین په فهم کې د سلف د لوړ مقام په اړه استدلال قاطع نه دی چې د یوه دیني حکم په حیث یې په یقین سره ومنو. که دې موضوع ته له عقلاني لیدلوري وګورو، داسې عمده دلیل نشته چې د دین د فهم په برخه کې د یوه خاص نسل برتري ومنو. البته کولای شو قضیه داسې مطرح کړو چې د هر نسل فهم د هماغه عصر د تفکر له سطحې سره ډېر سمون لري او ممکن د هماغه وخت پوښتنو ته بهتره ځواب ووايي. خو که دا خبره تعمیم شي او وویل شي چې د یوه نسل فهم به د نورو نسلونو اړتیاوې هم پوره کړي، داسې مبالغه به وي چې پر غیب پوهېدل به غواړي چې دا بیا په قران او سنت کې د اسلامي عقیدې له کُلیاتو سره په تقابل کې راځي.
یعنې که دا ومنو چې یو خاص نسل دغه وړتیا درلوده چې د دین داسې فهم او تفسیر ته ورسېږي چې تر خپلې زمانې ورهاخوا د نورو نسلونو اړتیاوې هم پوره کولای شي، نو باید دا هم ومنو چې هاغه نسل باید د وخت او زمان د حجاب په څیرلو کې خارق العاده وړتیا درلودلې وي چې د نورو نسلونو له پوهې او درک څخه باخبر اوسي او د هغوی فکري ستونزې ورحل کاندي. تر اوسه پورې دغه فرض هېچا نه دی مطرح کړی، ان هغو کسانو هم چې شدیداً د سلف په برترۍ قایل دي.
که د لومړنیو نسلونو برتري اخلاقي برتري وګڼو او دا مو باور وي چې هغوی په تقوا او دیانت کې تر نورو بر وو، سره له دې چې دا خبره هم د مناقشې وړ ده خو که له مناقشو راتېر شو او په ټوله کې یې ومنو، دا برتري په خاصه برخه کې ده چې هغه اخلاقي او سلوکي برتري ده او علمي او فکري برتري نه شي رانغاړلی.
څه چې د مسلمانانو په تاریخ کې عملاً پېښ شوي دي، راښيي چې هېڅ نسل په علمي لحاظ خارق العاده وړتیا نه ده درلودلې او په دې لحاظ ټول سره یو شان دي. د مسلمانانو ټول نسلونه د خپلو ځانګړو زماني او مکاني شرایطو تر اثر لاندې وو او ټولو یوازې د خپل عصر مروجو علومو ته لاسرسي لرل. ټول پخواني نسلونه د خپل عصر له ستونزو سره اخته وو او ټولو پر همدې اساس د دین د لومړۍ درجې متنونو ته مخه کړې وه چې خپلو اړتیاوو ته ځوابونه پيدا کړي. هېڅ نسل تر خپل تاریخه پورته نه و تللی او تر تاریخ ورهاخوا نه و.
که له دې تېر شو، که د اسلامي تمدن او د اسلامي علومو تکوین مطالعه کړو، وبه وینو چې ځینې علوم یې د لومړنیو نسلونو په وخت کې یا خو بیخي نه وو او یا په کاملاً ابتدايي بڼه وو نو هغوی له دې علومو سره یا یو مخ اشنا نه وو یا یې اشنايي ورسره کاملاً محدوده وه. دا چې دوی د دین د لومړۍ درجې متنونو تفسیر او تأویل د خپل وخت د علومو په وسیله کړی و نو خاص امتیاز نه شي لرلای.
نن ورځ د لومړنیو نسلونو هېڅ داسې مدون فقهي، تفسیري یا کلامي اثر نشته چې پر اساس یې استدلال وکړو او وښيیو چې لومړني نسلونه په فهم او پوهه کې بر وو او وروسته دې دا پوهه د نورو نسلونو له لاسرسۍ لرې پاتې شوې وي. ان برعکس، تحقیقي شواهد راښيي چې د مفسرانو، محدثانو او فقیهانو وروستني نسلونه په لا علمي او فني ډول په دې کار بوخت شوي ځکه چې د دوی په وخت کې لا دقیقې علمي وسیلې او لارې رودې شته وې.
د علم تاریخ راښيي چې علم د تاریخ په اوږدو کې د تدریجي ودې او تکامل خوا ته روان و او څومره چې وخت پرې تېر شوی، هماغومره غوړېدلی او څانګې یې کړې دي.
البته وروستني نسلونه د مختلفو علومو د بنسټګرو مدیون دي او د لومړنیو نسلونو له هغو هلو ځلو نه شو منکرېدای چې د وروستنیو څېړنو او پلټنو لپاره یې لاره پرانیستې ده. خو دا هم ثابته ده چې وروستني نسلونه په لا زیاتو علمي او فني وسیلو سمبال وو.
پر دې ټکي ټینګار مو په دې هدف نه دی کړی چې وویل شي د وروستنیو فهم تر پخوانیو زیات و او د خلف تفسیر د سلف تر تفسیره عالي و. که قضیې ته په تاریخي نظر وکتل شي، ښايي دې نتیجې ته ورسېږو چې د هر نسل فهم او تفسیر د هغوی له شرایطو سره مناسب و او د هماغه وخت له اړتیاوو سره یې سمون درلود.
ښايي د سلفانو تفسیر به بهترین تفسیر و خو د هماغه وخت لپاره چې دوی په کې اوسېدل. د ورستنیو نسلونو فهم او تفسیرونه هم د دوی د خپل عصر له ستونزو سره سمون لري. له بلې خوا، د مډرنې ټکنالوجۍ په رامنځته کېدو سره اوسنیو څېړونکو ته زمینه برابره شوې ده چې ډېرو پراخو منابعو ته لا په اسانۍ سره لاسرسی ولري چې د لاسرسۍ دغه زمینه په پخوانو زمانو کې یا ممکنه نه وه او یا د سختو سفرونو او ډېرو اوږدو هڅو په وسیله برابرېدای شوه. د کتابتونونو وده، د علمي او څېړنیزو مرکزونو زیاتېدل، د چاپ صنعت، د کمپیوټري او مجازي نړۍ رامنځته کېدل د فکر او پوهې په ډګر کې داسې انقلاب راوستی چې په تاریخ کې یې ساری نه شو موندلای.
په دې حساب، نن هم د پخوانو پوهې (د لومړنیو نسلونو یا سلفانو په ګډون) زموږ په لاس کې دي او هم تر ننه پورې د وروستنیو نسلونو. اوس نو سخته ده چې دا مفکوره ومنو چې یو خاص نسل دې د ټولو دیني مسایلو په اړه بهترین فهم ولري او موږ د خپلو برداشتونو او د نورو تفسیرونو د سمولو لپاره باید د هغوی فهم ته مراجعه وکړو او قضاوت هغه ته پرېږدو.
وروستۍ خبره دا چې په دې اړه قراني منطق د ټولو لپاره د عدالت او برابرۍ پلوی دی او دا مسأله یې یوه خاص زمان او مکان پورې نه ده تړلې. قران مجید د بني ادمانو په ژوند کې، بلکې په ټولو کایناتو کې د الهي سنتونو پر اهمیت ټینګار کړی او مسلمانانو ته یې ویلي دي چې دا سنتونه دې وپېژني او په سمه توګه یې وکاروي. الهي سنتونه، د علم او فکر او فهم په ګډون، د ټولو وګړو لپاره یو شان دي او په دې لحاظ د نسلونو تر منځ هېڅ توپیر نشته.
څرنګه چې د مسلمانانو لومړني نسل د جګړو لپاره جنګي تجهیزاتو ته اړتیا درلوده او لازم تدبیرونه به یې ورته نیول، او یوازې په تقوا سره نه شول بریالي کېدای، د پوهې په قضیه کې هماغه خبره ده. د څېړنو او علمي هڅو لپاره په لازمو وسایلو سمبالښت او له دې وسیلو څخه سمه استفاده په دې ډګر کې د بریا لوازم دي او هېڅ نسل له دې نظره مستثنا نه دی. ټول نسلونه د الهي سنتونو پر وړاندې یو ډول حکم لري او ټولو ته د دې سنتونو د کارولو برابر حق ورکړل شوی دی.