مهاجرت د ژوند د کیسې تر ټولو سخت فصل دی، مهاجرت یوازې د جغرافیې بدلون هم نه دی. هغه کسان چې خپل وطن پرېږدي معمولاً دسختو انتخابونو له امله دې لارې ته اړ کېږي. د جګړې اور، د ژوند ګواښ او یا له اقتصادي ستونزو څخه د تښتېدو عوامل دي. د افغانمهاجرینو کیسه بیا ځکه ځانګړې ده چې ډېری یې له بهرنیو ځواکونو سره همکاران و، کار یې ورسره کړی و او د طالبانو تر راتګ وروستهیې ژوند ته خطر پېښ شو او یا هغه کسان چې د افغان امنیتي ځواکونو په نظامي لیکو کې و او په یو نه یو ډول یې له طالبانو سره سختمخالفت درلود او یا یې جګړې ورسره کړې وې.
له ۲۰۰۱م کال وروسته چې ډېری بهرنیو ځواکونو په افغانستان کې نظامي حضور درلود او یا د بیا رغونې په برخه کې ځینې موسسېفعالې شوې، د بشري خدمتونو ځینو سازمانونو او موسسو خپل کار پیل کړ نو په زیات شمېر افغانان ورسره په کار شول او کلونه کلونه لهدوی سره همکار پاتې شول، خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې ځینو ته په نورو هېوادونو کې د پناه زمینه برابره شوه او ځینې یې لا پهوطن کې بې سر نوشته پاتې دي، دوی د بهرنیانو له لوري د وسیلې په ډول وکارول شول.
اوس په اروپا او امریکا کې مهاجرین، بالخصوص افغان مهاجرین د سیاسي لوبو په شان استفاده کېږي.
په اورپایي هېوادونو کې د سیاستونو بدلون او له ۲۰۱۵م را وروسته د اروپایي هېوادونو د مهاجرت په سیستم کې بدلونونه د دې لامل شولچې مهاجرین لا له زیاتو ننګونو سره مخ شي. اوس په اروپا کې سیاسي ګوندونه خپلو موخو ته د رسېدو لپاره د مهاجرت له موضوعاستفاده کوي. په وروستیو کې ځکه د مهاجرینو د دوسیو په تحقیق کې سختۍ راغلې، انتظارونه اوږده شول او د موقتي استوګنې اجازېخلکو ته رواني ستونزې پیدا کړې.
اوس په اروپایي هېوادونو کې د سیاستوالو لپاره د مهاجرینو موضوع د رايو د ګټلو د معادلې په شان ښکاري او د ځینو له نظره دمهاجرینو بېرته لېږل د داخلي سیاست د تقویې لپاره یوه اله ده. په دې منځ کې د بشري حقونو غږ بیخي غلی پاتې کېږي.
هغه افغانان چې د بهرنیو ځواکونو د ملاتړ له امله ځانونه د ژغورنې مستحق ګڼي د کاغذونو په اږدو پروسو کې بند پاتې دي او یا هم پهکمپونو کې په سختو شرایطو کې ژوند کوي. ځینې یې د ډېپورټ له کواښ سره مخ دي که څه هم بېرته ستنېدو سره یې ژوند ته حقیقيګواښ شته. ټولې هغه ژمنې چې له دوی سره شوې وي یوازې د کاغذ پر مخ پاتې دي او لا هم د زرکونو افغانانو برخلیک نامعلوم پاتې دی.
دا یوازې د هغه افغانانو د برخلیک خبره نه ده، یو شمېر نور یې چې په غېرې قانوني لارو اروپایي هېوادونو ته تللي هغه له دې هم سختحالت سره مخ دي. اوس اروپایي هېوادونه غواړي چې مجرم افغانان بېرته خپل وطن ته واستوي خو دا په عموم کې د مهاجرینو د اخراجلپاره یوه بهانه ده او په دې بهانې سره دوی غواړي هغه خلک هم ډېپورټ کړي چې دوسیې یې رد شوي. جرم د یوې ځانګړې جغرافیې پهخلکو پورې محدود نه دی خو دا چې اروپایي هېوادونه اوس دېته بهانه لټوي چې افغانان تر نورو زیات په جرمونو کې ښکېل دي نو دا همڅه لاملونه لري. یو خو دا چې هغه څوک چې په غېرې قانوني لارو دې هېوادونو ته ورځي نو له قانون څخه ناخبره وي، په اروپایي هېوادونوکې هغه عملونه چې زموږ خلکو ته عادي بريښي لوی جرمونه وي. دوی ته باید د دې هېوادونو د اساسي قوانېنو او د دې ټولنو د ژوند ځینېبرخې د تدریس په ډول ور ښودل کېدای.
خو پوښتنه دا ده چې ایا د انسان ژوند د سیاسي وسیلې په توګه کارول کېدلی شي؟ یا ایا د مهاجرینو ستونزه یوازې د سرحدونو په تړلواو پرانستلو سره حل کېږي؟ خو دا د انسانیت او مسوولیت موضوع ده چې افغان مهاجرین د یو داسې برخلیک قربانیان دي چې پهنړیوالو سیاسي معادلو کې ورک شوي. د دې حالت د بدلون لپاره د بشر حقونو او د بشر ژوند ته د ورپېښو خطرونو له مخې باید وکتل شي.