Homeخبرونهد پاکستان کابینې خپل هیواد ته د افغانستان د ځینو صادراتي توکو...

د پاکستان کابینې خپل هیواد ته د افغانستان د ځینو صادراتي توکو تعرفې کمې کړې

تاند (جمعه، د زمري/ اسد ۱۰ مه) د پاکستان فدرالي کابینې د پنجشنبې په ورځ پرېکړه وکړه چې دغه هیواد ته د افغانستان د وارداتو تعرفې دې ټیټې شي.

د پاکستان د نیوز ۲۴ ټلویزیوني چاینل د راپور له مخې، دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې تېره اوونۍ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د «ژر نتیجه ورکوونکي» سوداګریز پروګرام په اړه موافقه وشوه، چې هدف یې د دوه‌اړخیز تجارت پراخول دي.

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت دا وړاندیز کړی و، چې کابینې تر غور وروسته تایید کړ.

د دې نوې پرېکړې له مخې، پاکستان به پر یو شمېر افغان کرنیزو محصولاتو د وارداتو مالیې یا خو ختمې کړي یا به یې راکمې کړي. پر رومي‌بانجانو (ټماټرو) ۵ سلنه مالیه له منځه وړل شوې، او پر انګورو، انارو او مڼو تعرفه له ۵۳ سلنئ څخه ۲۷ سلنې ته راټیټه شوې ده.

په بدل کې، افغانستان به هم د پاکستاني صادراتو پر محصولاتو مالیات راکم کړي. د پاکستاني الوګانو (کچالو) مالیه به له ۵۷ سلنې څخه ۲۲ سلنې ته راښکته شي، او پر کیلې به ۳۰ سلنه کمښت راشي. د آم او کوپرۍ یا ناریال پر صادراتو به ګمرکي مالیه ختمه شي، او نور مالیات به له ۴۷ سلنې څخه ۲۷ سلنې ته راکم شي.

د نیوز ۲۴ د راپور له مخې، دا اقدامات د دې لپاره دي چې دوه‌اړخیز تجارت پراخ شي، د اساسي توکو بیې راکمې شي، او د هغو دوو ګاونډیو هېوادونو اقتصادي اړیکې پیاوړې شي، چې وخت ناوخت‌ یې اړیکې د سیاسي او امنیتي ترینګلتیاوو له امله خړې شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...