رښتیا یې ویلي؛ که جنګ د ځنګل میراث او د یو څو قدرتونو د ګټې وټې یو لېونۍ هوس او نشه نه وای، دا هیڅکه نشوای کېدای، چې بشري طبعیت دې دومره هم بې پولې او بې سرحده شي؛ چې حتی په خپله دې د خپل ځان لېوه او خوارک وي.
دا سمه ده چې د څو لسیزو جګړو لامله مو د غزې له بربادیو او بشري فاجعو حالت کم و کوز نه دی او تقریبا مقایسې مو سره برابرې او په لږ و ډېر تفاوت سره یو ډول دي؛ خو له تېرو څو میاشتو راهیسې چې هلته په درې نیم سوه مربع کیلومیترۍ کې د ۲۱ لاکو انسانانو د لوږې، تندې او قحطۍ کومه جدي او وحشي بندیخانه یا زندان جوړ دی او د بشر خورا ښایستوکې او ښکلې انساني څېرې یې د هډوکو پر خالي او تشو کالبوتونو واړولې؛ شاید بشري تاریخ یې له ویرې هم د خپلې حافظې برخه ونه ګرځوي. موږ ته دې څوک د کوم بل افاقي یا ملي او فکري ایزم په تلقین کوم بل خپل او پردۍ یادښت نه راکوي، موږ د خپلو جګړو په یادښت او درد تر ځان هم بل ښه درک کولای شو، دا په رښتیني او طبعي مانا انساني او بشري درک دی؛ ځکه خو دا انساني او بشري هویت او مظلومیت دواړه زموږ د میراث برخه کېدای شي، کاش د نړی د بشري او حقوقي ایوانونو او تالارنو پر سټیجونو چا زموږ د سایل دغه خبره لیکلې او ویلې وای:
ماشومانو که د مغرب که د مشرق دي
د ژړا او د خندا انداز یې یو دی
موږ خو د دغه انساني بیانیې او فکر خلک یو، دا د نړې له یو سره تر بله د جګړې د نوعیت او بنسټ جوړونکیو او کونکیو په مغز او فکر کې که دغه انساني تمیز او یا لږ رحم هم وای؛ هیڅکله به یې د جګړو او وحشتونو دغه یو رنګه شکل و صورت نه وای اخیستی، چې تاوان او خوارک یې یوازې انسان او بشریت دی.
که داسې نه وي یا موږ ناخلفه او ناپوهه وو؛ نو هغه بشري حقوق، انساني مساوت، جمهوري ارزښتونه، بین المللي قوانین او مساوي عدالت، د ښځو او ماشومانو د حقوقو داعیې او شعارونه څه شول؟ چې د دغه یو طرفه بشریت پر مرۍ یې پښه او چاړه نه ویني. بې شکه چې دا اصطلاحات او تر شا یې مفاهیم انساني او مقدس دي؛ خو سوال دا دی، چې دا ولې یو طرفه دي؟ ولې یې څوک په «موږ»، «دوی» او «هغوی» سره ویشي؟ دا خو د ګډو بشري او انساني ارزښتونو مجموعې او قوانین دي !! دا ولې دومره سره محدود او په سپینو سترګو دوه مخۍ چلن کېږي؟ زه فکر کوم په همدې اساس د غزې په شمول د نړۍ د هر جنګ وجګړې لوږې و تندې او مسخه شویو لاشونو ته هیڅ عرب او عجم، مشرق او مغرب انساني مخ او توجیه نه لري؛ ځکه یو یې د همدې انساني نوعیت د بېخ و بنسټ ریښې او جرړې وهي او بل یې تماشبین دی.
دا هم صحي ده، چې موږ به د خپلې برخې خبره کوو؛ خو دا کله ممکن ده، چې د انساني نوعیت، همشکله او هم صورته وږۍ، تږی او په بېرحمۍ وژلۍ او ژوبلۍ دې هېر کړای شو، موږ خو د همدغسې ګډو انساني مشترکاتو په تار سره تړلي یو ، چې که هر څو او هر څومره د خپلې ناتوانۍ په کچه ځان او وجدان سره غلط هم کړو؛ خو دا هره ورځ د وږیو، تږیو او بربنډو ماشومانو، ښځو او سپین ږیرو د وجودونو دغسې تماشې څوک څومره کولای او زغملی شي!! «د درد دستور خو به زګیروي کوي نو».
دا وخت د غزې په خوارکي ویش مراکزو کې شاوخوا زر کسان په خوراکي توکیو ویش کې مړه شوي او لسکونه په کې ژوبل دي، سلګونه نور یې له لوږې مړه او کوما دي، نهه لاکه ماشومان او میندې وږې دي چې اویا زره یې پکې له روغتیا لوېدلي او په همدې شمیر نور یې له جدي قحط او ګواښ سره مخ دي، دا هغه حالت دی، چې د اقوام متحده عمومي سکتر یې وویل:
«دا د مړینې، تباهۍ او بربادۍ داسې یوه ویرونکې ننداره ده چې په هیڅ وخت کې یې ساری نشو لېدلی»
دا د هغه ترخو واقعیتونو او د غزې د بشر هغه بندیخانه ده چې دوه اربه مسلمان او شپږ اربه خواوشا غیر مسلمان یې په غړېدلیو سترګو تماشبین دي او د ملل متحد د هغه چارټرنو او کنونسینونو اعلامیو او مرامنامو پر مخه یې چلیپا راښکلې ده، چې حتی د عامو بندیانو او زندانیانو په حق او حقوقو یې اوږدې اوږدې پرپړې لیکلي؛ خو په یوې لویې بشري کتلې او د لوږې پر زندانیانو یې سترګې نه لګېږي.
د غزې په دغه زندان کې د وږیو ماشومانو او بندیانو د میندو حال راته وايي چې د نړی د یوه طرفه او ظالم طاقت توازن نور په هغه مقدسو او سپيڅلیو اصطلاحاتو کې نشي پټیدای، چې موږ او نور دې سره په هغه او دغه غلط او بې لارې کړي. انسان او بشر زموږ د طبعیت د محراق یوازینی ارزښت دی، چې ټول یې امن، سولې و ثبات، ازادۍ او خلاقیت ته په درناوي او احترام پابند یو؛ کنه بیا همغه د سایل صاحب یوازې د یوې مصرې خبره ده، چې:
«د دنیا د ابادۍ دعوې درواغ دي»
کالم/ رنسانستان
Facebook
Twitter
LinkedIn
E-mail
په لاندې جمله کې ارب څه معنی لري او دا د کومې ژبې اصطلاح ده : « دا د هغه ترخو واقعیتونو او د غزې د بشر هغه بندیخانه ده چې دوه اربه مسلمان او شپږ اربه خواوشا غیر مسلمان یې په غړېدلیو سترګو تماشبین دي »