چهارشنبه, دسمبر 31, 2025
Homeخبرونه‏ډبلیو اف پي: په هرو پنځو افغانانو کې یو له لوږې سره...

‏ډبلیو اف پي: په هرو پنځو افغانانو کې یو له لوږې سره مخ دی

تاند (جمعه د لړم ـ عقرب ۲مه) د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو، وزګارتیا او فقر روان کړکېچ چټکې څپې ته په اشارې وايي، دا مهال په هرو پنځو افغانانو کې یو له لوږې سره مخ دی.

دې سازمان نن (جمعه د لړم ۲) د ملګرو ملتونو د ۸۰یمې کلیزې په مناسبت په یوې خبرپاڼې کې ویلي، چې په وروستیو کې په افغانستان کې لوږه په پراخه کچه زیاته شوې او خلک له جدي ننګونو سره مخ دي.

یاد سازمان زیاتوي، چې له شااوخوا ۶۰ کالو راهیسې د افغانانو ترڅنګ ولاړ دي او په دې موده کې یې د خوړو د خوندیتوب، ځان بسیاینې او يو شمېر نورو برخو کې د دوی لاسنیوی کړی دی.

دې پروګرام مرستندویه هېوادونو او ټولنو ته د مرستو لړۍ په تړاو په خپل پیغام کې لیکلي: «ستاسې ملاتړ دا لړۍ ژوندۍ ساتلې ده.»

د خوړو نړیوال پرورګرام څلور ورځې وړاندې هم په افغانستان کې د لوږې د زیاتوالي په تړاو خبرداری ورکړی و، چې په وینا یې افغانستان کې د خوړو خوندیتوب کمښت له امله د خوارځواکۍ ګراف په مخ لوړوالي دی.

دغه سازمان د روان لمریز کال په غبرګولي میاشت کې هم اعلان کړی و، چې افغانستان کې د ډېرو زیانمنو کورنیو د ملاتړ لپاره ۵۵۵ مېلیون ډالرو ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په افغانستان کې د بې کارۍ، اقتصادي ستونزو او لوږې کچه په بې ساري ډول لوړه شوې او دا لړۍ ورځ بلې ته په چټکۍ روانه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پانوس؛ سويډن ـ ډنمارک ادبي هنري کاروان، ادبي غونډې

راپور: محمدسمیع صادق د ژمي په يوه ماښام کي، چي  د دوستۍ او تفکر تودوښي يخوالی نرم کړی وو، د مالمو ښار چوپتيا د شال په څېر پر ځان راکش...