تاند (جمعه د لړم ـ عقرب ۲مه) د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر، ملا عبداللطیف منصور، ویلي چې افغانان د خپل هېواد د اوبو د مدیریت بشپړ واک او حق لري.
نوموړي دا څرګندونې په یوه غږیز پیغام کې کړې دي.
هغه ویلي چې، د افغانستان د اوبو مدیریت به ګاونډیو، په ځانګړې توګه پاکستان ته هېڅ زیان ونه رسوي.
منصور زیاته کړې چې پاکستان تر دې مخکې هم د کونړ سیند پر بند د جوړېدو په اړه اعتراض نه درلود او د دغه بند له جوړېدو سره یې موافقه ښودلې وه.
تر دې وړاندې د طالبانو یوه بل چارواکي، مهاجر فراهي ویلي وو، چې د ملا هبت الله په ځانګړي حکم سره امر شوی، چې طالبان باید پر کونړ سیند د بند جوړېدو چارې پیل کړي، خو د دغې پروژې د عملي پیلېدو په اړه طالبانو نه کوم تفصیلي تخنیکي پلان وړاندې کړی او نه یې د مالي سرچینو څرنګوالی روښانه کړی دی.
په ورته مهال بیا کارپوهان وايي، د کونړ پر سیند د بند جوړول یوه لویه او پېچلې ملي پروژه ده چې، پراخو بشري سرچینو، لوړو مالي امکاناتو او اوږدمهاله تخنیکي پلان ته اړتیا لري.
د دوی په باور، که دا پروژه واقعي او علمي بنسټ ولري، کولای شي د افغانستان د انرژۍ او زراعت په برخه کې یو ستر بدلون رامنځته کړي.
د افغانستان د اوبو او انرژی وزیر ډیره غوره پریکړه کړیده،
افغانستان هر کال د تاجکستان. ایران، ازبکستان، او ترکمنستان هیوادو څخه ۴۵۰ میلون ډالرو څخه اضافه د بریښنا یا برق بیلونه اخلی، حتی کله دغه مصرف تر ۷۰۰ میلونه هم ورسییږی،
د جمهوریت د وخت د دوو کالو د برق قرضداری هم تیر کال طالیبانو یادو هیوادو ته ورکړه، ځکه په طالیبانو یی برق بند کړی وه.
اوس زمونږ د ټولو موجوده بندونو یا د اوبو بریښنا ظرفیت د ۳۵۰ څخه تر ۴۰۰ میکاه واټه دی،: البته لمریز، بادی او جنراتورونو برق مستسنا دی ) دا چه د بریښنا له لیحاظه زمونږ هیواد ډیر کمزوری دی، په تیره د کابل پلازمینی یا پایتخت ۹۰۰ میکاواټه برق ته ضرورت دی،
دا چه په تخنیکی لیحاظ د کنړ ولایت د اسمار ولسوالی (سور طاق بند ) د اوبو ذخیره یا کاسه د کنړ غرونو څخه طبعی جوړه شویده، شاید مصرف یی کم راشی، خو بیاهم تقریبا تر یو نیم میلیارد ډالرو زیاد مصرف وغواړی، که دغه د بند پروژه په اوسنیو نوو عصری توربینونو جوړه شی، شاید د ۲۵۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ میکاه واټه بریښنا تولید کړی. حال داچه مونږ هر کال د باندنیو هیوادو څخه تر ۴۵۰ میګاه واټه بریښنا په میلونونو ډالرو اخلو.
یو میکاه واټ = ۱۰۰۰ کیلو واټه سره دی
بلی دا سمه ده چه ده چه اذلی دښمن ملک ته دغه بند اوس مشکل او ستونزه نه پیداکوی، ځکه لمړی پلان د برق دی، او برق اوبه نه مصرفوی، خو زمونږ افغانان دیی ډیر متوجه اوسی، ځکه پنجابستان ته زمونږ په هیواد کی ابادی او سوکالی زور او بخل کوی. او که کله د بند دواړو خواوو ته د کرنیزو ځمکو د اوبه خور غټ کانالونه جوړ شو، بیا به اذلی دشمن یو څاڅکی اوبه هم ونه وینی.
اګر چه په اوس وخت کی د بریښنا د بند څخه په غرنیو سیمو کی کانالونه د برق د بند څخه ډیر مصرف لری، ځکه د غرونو سوري کول او په هغوی کی د اوبو د کانالونو تونلونه ډیره سرمایه او ماشینونه غواړی، مننه
MULA SAHIB ABDUL WAKIL MANSSOOR SAHIBSALAMONA AW EKHTERAM TASEEY TAH/
KAMAW IS A ONE DISTRICT OF NANGARHAR;
PEOPLES ARE EDUCATED HARD WORKER LAND IS EXCELLENT FOR AGRECALTURE
KUNER RIVER GIVE ANOTHER GOOD CHANCE TO KAMA.
BUT SORRY IN LAST 40 YEARS NO ONE WORKED FOR KAMA, WHO GOR POWER THE FULL POCKETS,
KUNER RIVER IS A GOLDEN CHANCE FOR NANGAR HAR KUNER LAGHMAN,
IF BUILD A PROJECT IN BEHSUD=KAMA AND A WIDE DAME FOR FISHING PROJECT FOR AGRECALTURE&ELECTRICITY. AND MORE MACHINERY
THOUSAND OF RESIDENCE SPEND TIME ON PUSH CARS STREETS FOOD AND OTHERS
SUMMER IS HOT PEOPLES BE SHORT WITH ELECTRICITY,CHILDREN CAN NOT SLEEP AT NIGHT
IN THE NAME OF GOD PLEASE WORK HONESTLY FOR NANGARHAR,
BUILD A WIDE PROJECTS IN NANGARHAR,
YOUR NAME WILL BE WRITE IN HISTORY BY GOLDEN LETTERS/LIKE KABUL MUNICIPALITY.
THANK YOU FROM; RAZMOHAMMED KAMAWAL NEWYORK AMERICA