یکشنبه, نوومبر 9, 2025
Homeخبرونهد طالبانو او پاکستان ترمنځ دویمه ناسته سبا شنبه په استانبول کې...

د طالبانو او پاکستان ترمنځ دویمه ناسته سبا شنبه په استانبول کې پیلېږي

تاند (جمعه د لړم ـ عقرب ۲مه) د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د اوربند هوکړې هرکلی کړی او وایي، هیله لري چې د استانبول په غونډه کې به د ترهګرۍ موضوع د څېړنې لپاره یو روڼ، د باور وړ او اغېزناک میکانیزم جوړ شي.

د دغه وزارت ویاند طاهر حسن اندرابي په یوه خبري غونډه کې دغه څرګندونې کړې دي.

نوموړي له طالبانو غوښتي چې له نړیوالې ټولنې سره پر خپلو ژمنو ودریږي.

ټاکل شوې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دغه غونډه سبا (شنبه، د اکټوبر ۲۵مه) د ترکیې په استانبول ښار کې ترسره شي.

د دغې غونډو لومړنۍ یې د ترکیې او قطر په منځګړتوب په دوحه کې ترسره شوی وو چې، پکې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوربند وشو.

سیاسي شنونکي د دوحې پټې هوکړې ته په کتو د ترکیې ناستې نه هم کومه تمه نه لري خو هیله مندي ښيي چې، طالبان به قوي سیاسي لوری نیسي او د هېواد د دفاع لپاره به د پاکستان کوچنی فرمایش هم نه مني.

دوی وایي پاکستان افغانستان سره تل غولوونکی سیاست غوره کړی او طالبان به دوی ته واضحه کې چې نور دوی خپلو شومو موخو ته نشي رسېدای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

کامن ویس پښتو | جانداد جهاني

پښتو څه ته اړتیا لري؟ پښتو ژبه چې میلیونونه خلک پرې خبرې کوي، د تاریخي، کلتوري او ادبي ارزښتونو لرونکې ژبه ده. په دې وروستيو...