یکشنبه, نوومبر 9, 2025
Homeخبرونهپاکستان وايي، د امنیتي اندېښنو له امله له افغانستان سره لارې نه...

پاکستان وايي، د امنیتي اندېښنو له امله له افغانستان سره لارې نه پرانیزي

تاند (جمعه، د لړم/ عقرب ۲ مه) پاکستان وايي، د امنیتي ګواښونو د زیاتوالي له امله له افغانستان سره سرحدي لارې په موقت ډول تړلې ساتي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، طاهر حسین اندرابي، د جمعې په ورځ په اسلام‌اباد کې په اوونیز خبري کنفرانس کې وویل، دغه پرېکړه “د تېرې اوونۍ امنیتي وضعیت ته په کتو” شوې ده او ټینګار یې وکړ چې “د عادي پاکستاني وګړو د ژوند خوندي توب، تر سوداګرۍ او توکو تر ترانزیت ډېر مهم دي.”

هغه زیاته کړه، که څه هم دا بندیز به پر سرحدي تجارت اغېز وکړي، خو د خلکو ساتنه د حکومت تر ټولو ستر لومړیتوب دی.

ویاند تایید کړه چې د پاکستان او افغانستان تر منځ د مذاکراتو دوهم پړاو سبا (شنبه) د ترکیې په استانبول کې ترسره کېږي چې دا به د دوحې د سولې له خبرو اترو سره تړلې ناسته وي.

پاکستان د دوحې د موافقې پلي کېدو غوښتنه وکړه

اندرا بي وویل، ټاکل شوې ناسته به د اکتوبر په ۱۹مه په دوحه کې د اوربند د لاسلیک شوې موافقې پر بنسټ مخته ولاړه شي؛ هغه موافقه چې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې “مثبت پرمختګ” بلل شوې ده. نوموړي د قطر منځګړیتوب د ستاینې وړ وباله.

هغه وویل: “پاکستان هیله لري چې افغانستان به خپله خاوره د پاکستان پر ضد د کارېدو اجازه ور نه کړي.” نوموړي زیاته کړه چې د اوربند له موافقې وروسته به د سولې هڅې لا پیاوړې شي.

د ویاند په وینا، پاکستان د یوې مسوول او سولې ته ژمن دولت په توګه له افغان چارواکو غواړي چې خپلې نړیوالې ژمنې پوره کړي.

هغه له کابل څخه وغوښتل چې د پاکستان د امنیتي اندېښنو د رفع کولو لپاره د پاکستاني طالبانو (TTP) او د بلوچستان د ازادۍ پوځ (BLA)، پر ضد باوري او د ثبوت وړ ګامونو پورته کولو ته لومړیتوب ورکړي.

اندرا بي زیاته کړه چې پاکستان تمه لري د استانبول په سبانۍ ناسته کې د څارنې د یوه داسې باوري میکانیزم پر جوړېدو هوکړه وشي چې له افغان خاورې څخه د راولاړېدونکو ګواښونو مخه ونیسي او د پاکستاني وګړو د نورو تلفاتو د مخنیوي لامل شي.

دا په داسي حال کې ده چې د طالبانو حکومت د افغانستان له خاورې پاکستان ته د وسله والو د اوښتو ادعاوې په کلکه ردوي او پاکستان داعش ته په پناه ورکولو تورنوي.

د سیاسي چارو شنونکي پر افغانستان د پاکستان د تورونو یو دلیل د ټي ټي پي او بلوڅ بېلتون غوښتونکو په وړاندې په جګړه کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو ناکامي او له بلې خوا له هند سره د افغانستان د اړیکو ښه کېدا ګڼي.

اوربند او د سولې هڅې وستایل شوې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دوحې د سولې او اوربند موافقه د سیمې دایمي ثبات ته د رسېدو لومړی مهم ګام وباله.

اندرا بي ټینګار وکړ: “پاکستان تل د سولې پلوی پاتې شوی او پاتې به شي.” هغه هیله څرګنده کړه چې د افغانستان لنډمهاله حکومت به په مسؤلانه ډول عمل وکړي او د سیمې د سولې لپاره خپلې ژمنې عملي کړي.

پاکستان د سپین بولدک پر یوه بازار او همداراز کابل ښار په بمبارۍ کې تر ۴۰ ډېر ملکي وګړي ووژل او د ملګروملتو پر اساس تر ۳۵۰ ډېر نور یې ټپیان کړل.

د هند او افغانستان اړیکې ـ د پاکستان دریځ

د هند له لوري په افغانستان کې د سفارت د بیا پرانیستو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې اندرا بي وویل، دا د دواړو هېوادونو خپلمنځي موضوع ده. خو زیاته یې کړه چې په افغانستان کې د هند تېر رول مثبت نه و او اسلام‌اباد دا پرمختګونه په ډېر دقت څارنه کوي.

د کونړ د اوبو په اړه د پاکستان ځواب

د افغانستان له لوري د بندونو پر سر د اعتراض په اړه اندرابي څرګنده کړه چې پاکستان به د کونړ سیند د اوبو په اړه په بشپړ ډول د نړیوالو قوانینو درناوی وکړي.

هغه وویل، داسې شخړې باید له ډيپلوماټیکو لارو، تفاهم او د سیمې د همکارۍ د روحيې په رڼا کې حل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

کامن ویس پښتو | جانداد جهاني

پښتو څه ته اړتیا لري؟ پښتو ژبه چې میلیونونه خلک پرې خبرې کوي، د تاریخي، کلتوري او ادبي ارزښتونو لرونکې ژبه ده. په دې وروستيو...