جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبشعروطن دوست چرن سینګ ته

وطن دوست چرن سینګ ته

 چرن سینګ د پروان کارتې خوستوال سیک دی، خو تر ډېرو افغانانو افغانیت په کې پیاوړی دی.

پرون چې ګل اغا د پروان کارتې په یوه کور کې له عبدالله سره په مطبوعاتي کانفرانس کې ناست وو، زه ذهني دربدرۍ دچرن سینګ دروازې ته ودرولم ،همدغه لاندي وینا ته يې وهڅولم .

چرن سینګ ته:

د سیکانو خانه لاس دي د مچو دی

صدقه دي شم یوتریخ غړپ دي په څو دی

نن مي درد په یوه جام نه ارامیږي

نیت مي کړی ستا د خم د تشېدو دی

ټوله ورځ عقل ناندرۍ راته بیان کړې

له کوپرۍ څخه مي هوش په تښتېدو دی

چي مې غرور ته غرونه غرونه سلامي کړه

اوس په ما پوري زما ډم په مسخرو دی

رانه تښته عقله لارمي د جنون ده

تور ماښام دی وار دجام دکړنګېدو دی

د زیتون څانګه مي بوره وراره ژاړي

د افغان وطن نصیب اوس د سپرو دی

د پښتون سريې رنډۍ ته په سجده کړ

دپنجاب پرسومبۍ بیا وار د ګوزو دی

د رندۍ زغره را واغونده ساغره

ملا ناست د فتواګانو په توپو دی

د نانک روی مي دروړی پناه راکړه

پر زړګي مي جوړ غوبل د اندېښنو دی

لکه بیا چې سیک نیولی پېښور دی

لکه بیا چې پښتون خرڅ په څو پیسو دی

کابل خوشال خانه مېنه

 ۱۴-ثور ۱۳۹۳

7 COMMENTS

  1. قانع صاحب خدای ج د راته لره یوازی تاغوندی یو څو علمی و ملی شخصیتوته چی راته ژوندی هم وی زمونږ هیلی راتلونکی ته پیداکیږی. په هر حال خدای ج ته به سوال کوو او مپلو هڅوته به دوام ورکوو انشاالله بریا زمونږ ده

  2. قانع صاحب خدای ج د راته لره یوازی ستا غوندی یو څو ملی او علمی شخصیتونه چی راته ژوندی هم وی زمونږ راتلونکی ته هیلی پیداکیږی په هر حال خدای ته به سوال کوو او خپلو هڅوته به دوام ورکوو انشاالله بریا زمونږ ته
    بیاهم مننه قانع صاحب

  3. قانع صاحب پرعمر اوقلم دي برکت سه،دا يوازي دا يو غم ندي چي ځني وبه ژاړو غمونه لا ډير دي،مگر زما اوميدونه اوس يو په بل پسي راويښ سول چي دافغانستان خلگ اوس ټوله پوه، اوهوښياردي افغان پروره او بيگانه پروره يي سره جلاکړي دي نور به پښتانه د پښتون ټيکه دارپه خبرو،تاجکان به دتاجک ،اوزبکان به داوزبک،هزاره گان به د هزاره اود افغانستان ټوله قومونه به د دوي د ناحقه او تپل سويومشرانواو په ټوله کي دافغانستان مسلمان ملت به د جهاد په ټيکه دارانوباندي نور نه غوليږي افغانان يو نه جلاکيدونکي ملت دي دلته ديوه او بل برتري نسته هر څوک چي ښه افغان وي هغه به د ټول افغانسان د خلگو سر اوسترگي وي که هغه مسلمان وي او يا افغان هندو

  4. قانع صاحب؟
    سر لشكره شي مخكخه هغه نامتو بيغله. ——- شاه. زلميان به. مى ، مى ناري. وهي لكه در مي ميزه
    جه تر غوز يء دملا لي د توري. شر. نك شي. ——- بشتانه به بيا بيدار لأس به ، توره. ،به. د. ننك. شي
    جلالزوي

  5. ښاغلی قانع صاحب شعر ته خو مې دې ډېر وژل خو یو عرض لرم هغه دا چې که د تاسو مخکښانو په څېر خلک له پښتو شعر څخه په څه ډول د فارسي د الفاظو اېستل پیل کړي او په دې توګه په قراره د پښتو شعر په پښتو الفاظو خلکو ته خواږه کړي، ښه به وي. مثلاً “د نانک روی مې دروړی پناه راکړه” په دې کې که د “روي” پر ځای “مخ” وکارول شي نه په وزن او حتی نه په شعریت کې څه فرق راځي. په دې توګه به وروسته نور هم همدارنګه کوي او موږ به د لبانو، چشمانو او نورو څخه په پښتو شعر کې خلاص شو. تاسو ته په درنښت

  6. دروند قانع گله: مسخری والله که کوم، مهربانی به مو وی که دغه لاندی بیتونه په ساده ژبه راته تشریح کړی. بیا هم، مطلب می صرف دادی چه په دغه بیتونو پوه شم. نا پوهی می راته و بخښۍ

    د زیتون څانګه مي بوره وراره ژاړي

    د افغان وطن نصیب اوس د سپرو دی

    د پښتون سريې رنډۍ ته په سجده کړ

    دپنجاب پرسومبۍ بیا وار د ګوزو دی

  7. ؟ماخو کوم بد نوو ليکلې نو ولې مو زما تبصره نکړه خپره !
    !زه یې ځواب درڅخه غواړم

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب