تاند (پنجشنبه د چنګاښ/سرطان ۱۱مه) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي، چې اړمنې افغان کورنۍ د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره له ډېرو سختو انتخابونو سره مخ دي.
اوچا نن (پنجشنبه، د چنګاښ ۱۱مه) پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي، چې ګڼې اړمنې کورنۍ اړ دي د نن ورځې د خوړو او د سبا لپاره د خوړو د سپما او همدارنګه د ډوډۍ او درملو د اخیستو ترمنځ یو انتخاب وکړي.
د اوچا په وینا، له اړمنو خلکو ملاتړ یوازې د نن ورځې اړتیا نه، بلکې د سبا د بقا او د بشري پانګې پر راتلونکي پانګونه هم ده.
د دې ادارې د شمېرو له مخې، د بشري مرستو لپاره له غوښتل شوې ۱ میلیارد او ۷۱۰ میلیون ډالرو بودجې څخه تر اوسه یوازې ۱۱ سلنه برابره شوې ده.
تر دې یوه ورځ مخکې د ناروې د کډوالو شورا (NRC) هم ویلي وو، چې افغانستان ته د بشري مرستو بودیجه تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې ده.
د بشري چارو کارپوهان وایي، د مرستو د بودجې کمښت په داسې حال کې د اندېښنې وړ دی چې میلیونونه افغانان لا هم له بېوزلۍ، لوږې او روغتیايي ستونزو سره مخ دي.
د دوی په باور، د نړیوالو بشري مرستو دوام او د پراختیايي پروژو پیاوړتیا د دې لپاره مهمه ده چې د خلکو اړتیاوې پوره او د هېواد بشري وضعیت لا پسې خراب نه شي.