تاند (پنجشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۱ مه) د ایران ساها هوايي شرکت افغانستان ته د الوتنو په پیلولو سره د هغو ایراني هوايي شرکتونو شمېر شپږو ته ورساوه چې افغانستان ته منظمې الوتنې کوي.
د چارواکو په وینا، دا شرکت به د تهران–کابل، مشهد–مزارشریف او مشهد–کندهار ترمنځ منظمې الوتنې ترسره کړي. ویل کېږي چې دا اقدام به د افغانستان او ایران ترمنځ هوايي تګ راتګ پیاوړې او د ترانسپورټي همکاریو د پراختیا سبب شي.
د شرکت چارواکو ویلي چې ساها هوايي شرکت به پر دغو لارو په اوونۍ کې څلور الوتنې کوي. د دوی په وینا، هدف یې د مسافرو د تګ راتګ لپاره اسانتیا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوايي چلند د همکاریو پراختیا او د الوتنو د ټکټونو د بیو راکمول دي.
د ساها هوايي شرکت د افغانستان استازي علي همدرد ویلي:
«پلان لرو چې د هغو هوايي شرکتونو پرتله چې مخکې یې افغانستان ته الوتنې کولې، د ټکټونو بیې تر ۵۰ سلنې پورې راکمې کړو.»
له بلې خوا، د ګرځندوی شرکتونو اتحادیې د دې اقدام هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا به د کابل او تهران ترمنځ هوايي اړیکې لا پیاوړې کړي او د الوتنو د زیاتېدو له امله به د سفر او آن د ویزو د ترلاسه کولو بهیر هم اسانه شي.
د دې اتحادیې استازي احمد سیر رحیمي ویلي:
«دا د افغانستان لپاره یو مثبت پرمختګ دی، ځکه د هوايي شرکتونو ترمنځ سالمه سیالي رامنځته کوي. د هغو شرکتونو ترڅنګ چې مخکې یې د کابل–تهران او کابل–مشهد ترمنځ الوتنې کولې، اوس دا شرکت هم بازار ته داخل شوی دی.»
د افغانستان د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت هم ویلي چې دا مهال د افغانستان د دوو کورنیو هوايي شرکتونو ترڅنګ ۱۱ بهرني هوايي شرکتونه افغانستان ته الوتنې لري.