تاند (پنجشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۱ مه) بې په ورځ د ایران د پخواني مذهبي مشر علي خامنهيي د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره تهران ته ولاړ.
ټاکل شوې چې د علي خامنهيي د جنازې او خاورو ته د سپارلو مراسم د شنبې په ورځ ترسره شي.
د باندنیو چارو وزارت د دې پلاوي د سفر د اجنډا په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي او نه یې دي ویلي چې ایا عبدالغني برادر او امیرخان متقي به د دې سفر په ترڅ کې له ایراني چارواکو سره هم وګوري او که نه.
علي خامنهيي شاوخوا څلور میاشتې مخکې د امریکا او اسرائیل په پراخو بریدونو کې، چې د هغه دفتر یې په نښه کړی و، ووژل شو.
د طالبانو او ایران ترمنځ اړیکې مخ په پراخېدو دي او ایران وايي چې افغانستان یېئ په نړۍ کې پنځم ستر تجارتي شریک دی. د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته، دواړو لورو د لوړپوړو چارواکو د سفرونو او د سوداګرۍ، ترانزیټ، کډوالۍ او سرحدي امنیت په برخو کې خپلې سیاسي او اقتصادي همکارۍ پراخې کړې دي.
که څه هم ایران تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو له طالبانو سره یې خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې ساتلې او د افغانستان له مهمو سیمهییزو شریکانو څخه ګڼل کېږي.
عبدالغني برادر او امیرخان متقي هم په وروستیو کلونو کې څو ځله د سوداګرۍ، سیمهییز اتصال او اقتصادي همکاریو په اړه د خبرو لپاره ایران ته سفرونه کړي دي.
دافغانستان ملی زعامت دافغانستان ولس په تصمیم، غوښتنو، ملی او اسلامی ارزښتونو باندې ولاړ دی . مولا متقی او مولا برادر باید دغی ملی پروسې ته داهمیت په ستر ګو وګوری ځکه کورنی روابط او ضوابط دکورنی مشروعیت امکانات برابروی.
مولایان ښه پوهیږی چې په زور یارانه نه کیږی ! هغه هم د افغان سره بل داچه دبن لاډن سر تمبګی دافغانستان پر ګټه نه دی او نه وه نو مولایان دې دوچو په زور لانده نه سوزی . مولایانو ته ډیره ګرانه ده چې د مصنوعی ځیرکتیا په ډیجیتالې چاپیریال کې له نړۍ جلا امارت ده که امانت مخ ته بوزی.
افغانستان لاهم تکړه ، کارپوه، متمدن، زغم لرونکی او دنړۍ په کچه پوهاندان او باتدبیره شخصیتونه لری . دلته قطع الرجال نشته.
بناء خادم وایی:
برماته کښتۍ ناست یم طوفانونه دی په مخکې
پردغه لاره یې بیایم که وم، وم که نه وم،نه وم