Homeخبرونهپه اروپا کې د تاریخ په تود جون کې ۲ زره تنه...

په اروپا کې د تاریخ په تود جون کې ۲ زره تنه له ګرمۍ مړه شول

تاند (جمعه، د چنګاښ/ سرطان ۱۲ مه) په هسپانیا کې په سږنی جون کې، چې دوهمه تر ټولو توده ثبت شوې میاشت وه؛ تر ۱۰۰۰ ډېر کسان د سختې ګرمۍ له امله مړه شوي دي.

د هسپانیا د هوا پېژندنې ادارې (Aemet) ویلي، د روان کال جون میاشت له ۱۹۶۱ کال راهیسې دوهمه تر ټولو توده جون میاشت وه. د دې ادارې د معلوماتو له مخې، د جون میاشتې منځنۍ تودوخه د سانتي‌ګراد ۲۳.۲ درجې وه، چې د ۱۹۹۱–۲۰۲۰ کلونو د اوسط پرتله ۳.۲ درجې لوړه ده.

ادارې ویلي، د جون په ۲۲ او ۲۳مه په هسپانیا کې د جون میاشتې تر ټولو ګرمې ورځې ثبت شوې او د د دې هېواد په ډېرو سیمو، په ځانګړي ډول شمال کې، د تودوخې نوي ریکارډونه جوړ شول.

د هسپانیا د روغتیا وزارت د مړینې د څارنې سیستم (MoMo) د لومړنیو اټکلونو له مخې، د جون په میاشت کې د سختې ګرمۍ له امله نژدې ۱۰۲۸ کسان مړه شوي، چې له دې ډلې تر ۶۰۰ ډېرې مړینې یوازې د ګرمۍ د څپې په اوونۍ کې ثبت شوې دي.

د  روغتیا نړیوال سازمان وايي چې يه ټولو اروپا کې تر ۲ زره ډېر کسانو له ګرمۍ مړه شوي چې تر ټولو ډېرې مړینې له هسپانیا سره تړاو لري.

متخصصان وايي، اقلیمي بدلون او د شنو خونو ګازونو زیات اخراج د دې سبب شوی چې د ګرمۍ څپې هر کال لا ژر پیل شي، ډېرې شدیدې شي او اوږده موده دوام وکړي. د دوی په وینا، د هسپانیا په تاریخ کې د وروستیو دوو کلونو د جون میاشتې تر ټولو تودې ثبت شوې میاشتې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب