تاند (پنجشنبه د چنګاښ/سرطان ۱۱مه) د افغانستان د برښنا شرکت مسوولانو ویلي چې د ترکیې د NKY شرکت له استازو سره ېې په یوه غونډه کې د برښنا د تاسیساتو د بیارغونې او له کثافاتو څخه د انرژۍ د تولید په برخه کې د پانګونې د فرصتونو په اړه خبرې کړې دي.
په دې غونډه کې، د NKY شرکت مرستیال، هاقان بوس وویل چې، دوی په افغانستان کې د برښنا د تولید د تاسیساتو د بیارغونې او له کثافاتو څخه د انرژۍ تولید په برخه کې پانګونې ته لیوالتیا لري.
د افغانستان برښنا شرکت چارواکو هم د دې لیوالتیا څرګندولو هرکلی وکړ او په افغانستان کې د برښنا سکتور او نورو پراختیایي سکتورونو کې د پانګونې فرصتونو شتون باندې یې ټینګار وکړ.
افغانستان تل د برښنا کمښت او پرلپسې بندښت سره مخ دی.
دې ستونزې په مستقیم ډول د هېواد د وګړو ورځني ژوند او اقتصادي فعالیتونو باندې اغېزه کړې ده.
د کارپوهانو په وینا، د برښنا د تولید ظرفیتونو پراخول او د بدیل انرژۍ سرچینو کارول، په شمول د کثافاتو څخه د برښنا تولید، کولی شي د دې ننګونې په کمولو کې اغېزمن رول ولوبوي.
دوی د انرژۍ په سکتور کې د کورنیو او بهرنیو پانګونو د راجلبولو پر اهمیت هم ټینګار کوي.
د نړیوالو همکاري جذبول ښه کار دی .
اما ترکان په دوستي ، قول او وعدو ولاړ خلک نه دي ، دوی ابن الوقت دي . که کوم کار کې یې موقتي ګټه وه ، درسره دي ، او که پوه شول چې تاوان دی ، نو بیا تښتي .
دوی د لومړۍ نړیوالې جګړې پرمهال د 12000 دولس زرو باتورو او په اسلام میینو افغانانو هغه فداکاري چې دوی ټول د عثماني امپراتورۍ په ملاتړ یې ځانونه قربان کړل او د زرګونو افغانانو د ښځو هغه ګاڼې چې د عثماني امپراتورۍ د اقتصادي ملاتړ لپاره ټولې کړې وي ، هېڅکله په یاد نه دي . خو که افغانان د کار او مزدرۍ او بیا د دوی له هېواده نورو هېوادونو ته د تېرېدو لپاره ورځي ، په ډېره ناځوانۍ سره نیسي ، وهي ، بندیانوي ، شکنجه کوي او پیسې ، مالونه ، کالي او تلیفونه یې ترې اخلي او بیا یې ایران ته ديپورت کوي . ترټولو بده یې لا دا چې خلیفه اردوغان د پنجاب او اسرائیلو صمیمي او وفادار ملګری دی .