Homeخبرونهد ایران او امریکا خبرې به د خامنه‌يي د تدفین له مراسمو...

د ایران او امریکا خبرې به د خامنه‌يي د تدفین له مراسمو وروسته بیا پیل شي

تاند (پنجشنبه د چنګاښ/سرطان ۱۱مه) د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ماجد الانصاري ویلي چې د قطر او پاکستان منځګړو له ایراني او امریکايي مذاکره کوونکو سره خپلې جلا جلا ناستې کړې دي.

نړیوالو رسنیو د قطر د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له قوله راپور ورکړی، چې د دواړو هېوادونو د منځګړو خبرې له ایراني او امریکايي استازو سره په ښه ډول مخته تللې دي.

د راپور له مخې، ایران او امریکا هوکړه کړې چې د ایران د پخواني مشر علي خامنه‌يي د جنازې او خاورو سپارلو له مراسمو وروسته به د خبرو راتلونکی پړاو بیا پیل کړي.

ټاکل شوې ده د خامنه‌يي د جنازې مراسم د شنبې په ورځ پیل او د چنګاښ تر ۱۸مې دوام وکړي.

د راپورونو له مخې، نوموړی د تېرې میاشتې په نهمه د امریکا او اسراییل په ګډ برید کې وژل شوی و.
د نړیوالو چارو کارپوهان وایي، که د ایران او امریکا خبرې له سره پیل شي، دا به د سیمه‌ییز کړکېچ د کمېدو او د ډیپلوماټیکو حل‌لارو د موندلو لپاره یو مهم فرصت وي.

د دوی په اند، د خبرو دوام کولی شي د سیمې پر امنیت، سیاسي ثبات او اقتصادي وضعیت مثبت اغېز ولري، که څه هم د دواړو لورو ترمنځ لا هم مهم اختلافات پر خپل ځای پاتې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموز هنر و زیبایی | پوهاند دودیال

(قسمت چهارم) در افغانستان بار بار تجربه شد که اعمال و اقدامات خلاف عُرف و کلتور عکس االعمل شدید را به بار آورده است. اما...