تاند (پنجشنبه د چنګاښ/سرطان ۱۱مه) افغانستان د کورني کرکټ سترلیګ شپږیزې یوولسم پړاو پر دوام نن یوه لوبه وشوه او بله یې دوه بجې کېږي.
لومړۍ لوبه:
په لومړۍ لوبه کې آمو لوبډلې بوست لوبډلې ته په ۵ ویکټو ماته ورکړه او دوهم بری یې په خپل نوم کړ.
بوست لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او ۹ لوبغاړو په زیان یې آمو لوبډلې ته د ۱۵۴ منډو هدف ورکړ. توپوهنه کې بوست لپاره نجیب ځدران ۴۵ تر نورو ډېرې منډې وکړې، ورپسې ابراهیم ځدران ۲۳ او شمس الرحمان بیا ۲۷ تر نورو زیاتې منډې وکړې.
توپ اچونه کې ګلبدین نائب او یمین احمدزي ۳ ـ ۳ ویکټې واخیستې.
آمو لوبډلې پیاوړی پيل وکړ او د ۵ لوبغاړو په زیان یې په ۱۹ اورونو کې هدف پوره او لوبه یې وګټله. په دې سره دا د آمو لوبډلې دوهم بری دی چې، په خپل نوم یې ثبتوي.
توپ وهنه کې ۶۴ منډې عبدالمالک او ۳۵ منډې شاهدالله کمال وکړې. له بلې بیا سیدخان ۲ او بشیراحمد و نوراحمد د مقابلې لوبډلې ۱ـ ۱ لوبغاړي اوټ کړل.
د روانې شپږېز کرکټ لیګ د نن ورځې دوهمه او په ټوله کې څلورمه لوبه دوه بجې د سپین غر او بندامیر لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.