Homeخبرونهننګرهار کې له ۲۵۰ سېلاب‌ځپلو کورنیو سره مرسته وشوه

ننګرهار کې له ۲۵۰ سېلاب‌ځپلو کورنیو سره مرسته وشوه

 تاند (پنجشنبه د چنګاښ/سرطان ۱۱مه) د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) ویلي، چې په افغانستان کې یې له ۲۵۰ سېلاب‌ځپلو کورنیو سره مرسته کړې ده.

دې ادارې نن (پنجشنبه، د چنګاښ ۱۱مه) پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، چې دغه نغدي مرسته د ننګرهار ولایت د دور بابا ولسوالۍ سېلاب‌ځپلو کورنیو ته وېشل شوې ده.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې په وینا، دا مرسته به له زیانمنو کورنیو سره مرسته وکړي، څو خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره او بېرته عادي ژوند ته راستانه شي.

تر دې وړاندې هم د ننګرهار په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې سېلاب‌ځپلو د بشري مرستو د زیاتوالي غوښتنه کړې وه.
د نظرخاوندان وایي، له سېلاب‌ځپلو کورنیو سره بېړنۍ نغدي مرستې د هغوی د لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې مهم رول لري، خو ټینګار کوي چې د طبیعي پېښو د اغېزو د کمولو لپاره د اوږدمهاله بیارغونې، د خطرونو د مدیریت او د زیانمنو سیمو د بنسټیزو خدمتونو پیاوړتیا ته هم اړتیا ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموز هنر و زیبایی | پوهاند دودیال

(قسمت چهارم) در افغانستان بار بار تجربه شد که اعمال و اقدامات خلاف عُرف و کلتور عکس االعمل شدید را به بار آورده است. اما...