Homeخبرونهافغانستان لپاره د بشري مرستو بودیجه تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې

افغانستان لپاره د بشري مرستو بودیجه تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې

تاند (چهارشنبه د چنګاښ/سرطان ۱۰مه) د ناروې د کډوالو شورا (NRC) ویلي، چې افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو بودیجه تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې ده.

دې ادارې نن (چهارشنبه، د چنګاښ ۱۰مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې افغانستان سږ کال د لومړي ځل لپاره د نړۍ د «هېرو شوو کړکېچونو» په نوملړ کې شامل شوی دی.

یادې شورا زیاته کړې، چې افغانستان دا مهال د اړتیا په پرتله تر ټولو لږې نړیوالې مالي مرستې ترلاسه کوي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په روان کال کې ۲۱.۹ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.
د بشري چارو کارپوهان وایي، د نړیوالو مرستو کمښت په داسې حال کې د اندېښنې وړ دی چې میلیونونه افغانان لا هم له بېوزلۍ، خوړو نه خوندیتوب، بې‌ځایه کېدو او روغتیايي ستونزو سره مخ دي.

د دوی په اند، که د مرستو بودیجه لوړه نه شي، د هېواد د زیان‌منو کورنیو پر ژوند به منفي اغېز وکړي او بشري اړتیاوې به لا پسې زیاتې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموز هنر و زیبایی | پوهاند دودیال

(قسمت چهارم) در افغانستان بار بار تجربه شد که اعمال و اقدامات خلاف عُرف و کلتور عکس االعمل شدید را به بار آورده است. اما...