تاند (چهارشنبه د چنګاښ/سرطان ۱۰مه) د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، چې په خوست کې د شپږیزې کرکټ لیګ په روانو لوبو کې د مس عینک او سپین غر لوبډلو ترمنځ دویمه لوبه د سخت باران او توپان له امله بې پایلې پای ته ورسېده.
ټاکل شوې وه، چې دغه لوبه نن چهارشنبه ماسپښین د خوست په رحمت ولي مسرور لوبغالي کې وشي، خو د هوا د خرابو شرایطو له امله ونه شوه.
د کرکټ بورډ له لوري خپرې شوې ویډیوګانې او انځورونه ښيي، چې توپان د لوبغالي ځینو تاسیساتو، په ځانګړي ډول لنډمهاله چتریو ته زیان اړولی دی.
د شپږیزې کرکټ لیګ د یوولسم پړاو سیالۍ نن په یوې پرانیستونکې لوبې پیل شوې.
په دغو لوبو کې د تېر پړاو اتلې امو لوبډلې بند امیر لوبډلې ته په ۸ ویکټو ماته ورکړه او سیالۍ یې په بري پیل کړې.